Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Январь
2025

Новости за 21.01.2025

Pa.azadiradio.com 

د ټرمپ اجرائیوي فرمان یو شمېر افغانان د "مرګ له خطر" سره مخ کوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې لوړې له مراسمو وروسته څو اجرائیوي فرمانونه لاسلیک کړل. له دې فرمانونو څخه یو یې متحده ایالاتو ته د کډوالۍ پروسه ځنډوي. په سلګونو افغانان چې په متحده ایالاتو کې یې د پناه اخیستو غوښتنلیکونه منل شوي وو اوس په ناڅرګند حالت کې دي. ځینو یې ازادي راډیو ته وویل چې د متحده ایالاتو د ولسمشر اقدام دوی "د مرګ له خطر" سره مخامخ کړي دي.

Pa.azadiradio.com 

پوښتنه - کريپټوکرنسي څه شی ده او ولې رامنځته شوه؟

کریپټو کرنسي څنګه اخیستل کیږي او په څه شي؟ چیري ساتل کیږي؟ څنګه ورباندي پېر او پلور کېدای شي؟ او داسي نورې پوښتنې چې نن به يې ځوابونه له څېړونکي او پوهنتون له پخواني استاد جانداد جهاني څخه واورو. کوربنه: ملالۍ بشیر

Mashaalradio.com 

د اسراييلي او فلسطيني بنديانو تر خوشې کېدو وروسته يې خپلوانو خوشالۍ کړي

د اسراییلو او حماس ترمينځ د بندیانو د تبادلې او د اوربند تر موافقې وروسته دواړو خواوو د يو بل ځينې بنديان خوشې کړي دي. د جنورۍ پر ۲۰مه د هغو بنديانو تر خوشې کېدو وروسته په اسراييل او فلسطين کې خلکو د کورنيو د غړيو او خپلوانو په ليدو خوشالۍ وکړې. دا په داسې حال کې ده چې د امريکا او اروپا لخوا د ترهګرې ګرځول شوې حماس ډلې او اسراییلو ترمينځ اوربند هم عملي شوی دی. د رویټرز او فرانس پرېس اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ

Mashaalradio.com 

هنګو کې د بګن د بې کوره کړل شويو کډوالو لپاره کېمپ جوړېږي

د خیببر پښتونخوا حکومت وايي له کورمې سره نېږدې په هنګو ضلع کې د بګن د هغو کډوالو لپاره کېمپ جوړوي چې له روانو پوځي عملياتو کډه کېږي. د هنګو انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) نواب ګل د جنورۍ پر ۲۰مه مشال راډيو ته ويلي چې هغوی د ۱،۸۰۰ کورنيو د ورکډه کېدو لپاره تیاری نیسي. په دې اړه ممتاز بنګښ ويډيويي راپور جوړ کړی دی.

Mashaalradio.com 

څېړونکي وايي د باچاخان فکر د پښتنو د وطن بحران هوارولی شي

د جنورۍ پر ۲۰مه د خان عبدالغفارخان، چې په باچا خان هم مشهور وو، ۳۷م تلين ولمانځل شو. نوموړي د تعلیم او عدم تشدد له لارې د پښتنو په ټولنه کې د اصلاحاتو او پرمختګ لپاره مبارزه کړې وه. خو نن د عدم تشدد د غه نړیوال مبارز خپل وطن له تشدد سره مخامخ دی. دا چې د دې تر شا څه لاملونه دي او دا خاوره څه ډول پرامنه کېدای شي؟ د کرښې پر غاړه خپرونه کې نن پر همدې موضوع بحث شوی دی.

Mashaalradio.com 

پاکستان وايي د بهرنيو هېوادونو په زندانونو کې يې ۲۳،۴۵۶ وګړي بنديان دي

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي له ۲۰۱۹ز کال څخه تر ۲۰۲۴ز کاله پورې د سعودي عرب له زندانونو څه باندې ۷،۲۰۰ پاکستاني بنديان خوشې کړل شوي دي. د پاکستان مرستيال وزيراعظم او د بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار د جنورۍ پر ۲۰مه د هغه هېواد سېنېټ ته په ليکلې بڼه ويلي دي چې په ۲۰۱۹ز کال کې ۵۴۵، په ۲۰۲۰ز کال کې ۸۹۲، په ۲۰۲۱ز کال ۹۱۶، په ۲۰۲۲ز کال کې ۱،۳۳۱، په ۲۰۲۳ز کال کې ۱،۳۹۴ او په ۲۰۲۴ز کال کې ۲،۱۳۰ پاکستاني بنديان د سعودي له جېلونو خوشې کړل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۹ز کال کې پاکستان ته د خپل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې په یو هوټل کې د اورلګیدنې له کبله ۶۶ کسان وژل شوي

د ترکیې په شمال لویدیځ کې په یوه څو پوړیز هوټل کې یوې اور پېښې لږترلږه ۶۶ کسان وژلي دي. د ترکیې د کورنیوچارو وزیر علي یرلیکایا نن (د سلواغې په ۲مه) اعلان وکړ چې د بولو ولایت په کارتالکایا سیمه کې د سکي وهلو په یوه مرکز په بېګانۍ پېښه کې ۵۱ نور کسان هم ټپیان شوي دي. انادولو دولتي خبري آژانس خبر ورکړی چې د اورلګېدلو علت نه دی معلوم. په هغو ویډیوګانو کې چې د پېښې له سیمې څخه خپرې شوي، د دې هوټل په لوړو پوړونو کې د اور لمبې ښکاري. عیني شاهدان وايي دوو کسانو چې په اور کې ګیر پاتې وو، ځانونه راغورځولي او مړه شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ژمي په اوږدو شپو کې ولې ځیني کسان د بې خوبۍ احساس کوي؟

ډیرې کسان د کال په بېلابېلو موسمونو په ځانګړي ډول د مني او ژمي په موسمونو کې له ژورخفګان او زړه تنګۍ شکایت کوي. دوی له ازدي راډيو سره په خبرو کې وویل چې د نورو وختونو په پرتله د مني په لومړیو او د ژمي په موسم کې د زړه تنګۍ احساس کوي او خوب ډیر ورځي .

Pa.azadiradio.com 

یو نورستانۍ ځوان د واده لپاره د خسر کور ته له پنځه ویشت ډیر پسونه اخلي

د نورستان اوسیدونکو لاهم له پیړیو ورپاتې پخواني دودونه پالې. دوي د پخوا په څېر اوس هم په ودونو کې ګڼ واړه او غټ څاروې حلالوې،پخوې يي او هر څاروی په ۲۴  برخو وېشې. په دې ۲۴ برخو کې  د قومي مشرانو،مخورو ،میلمنو او  دنورو  غوښه  معلومه ده او هر چاته د هغه د  مقام او حیثیت سره سمه  ورکوې.

Pa.azadiradio.com 

د ټرمپ د یو فرمان پر بنسټ ښايي امریکا ته د یو شمیر افغانانو تګ وځنډیږي

تمه ده چې د امریکا د نوي ولسمشر د امر په اساس دې هېواد ته د ۱۶۶۰ افغان کډوالو الوتنې کنسل شي. ډونالډ ټرمپ پرون له لوړې وروسته په یوه فرمان کې د امریکا د مهاجرت پروګرام وځنډاوه. دا فرمان د جنوري په ۲۷مه نافذېږي.  رویټرز خبري اژانس پرون د یوه امریکايي چارواکي، چې نه غواړي هویت یې افشا شي او د افغان ایواک په نوم بهر ته د زیانګالو افغانانو د لېږد ټولنې د غړي شان ون دایور له قوله دا خبر ورکړ. د دې چارواکو په وینا دا حکم به پخواني افغان پوځیان، هغه ماشومان چې له خپلو کورنیو لیرې پاتې دي او د... Читать дальше...




Mashaalradio.com 

افغانان له ولسمشر ډانلډ ټرمپ څه هیلې لري؟

ډانلډ ټرمپ د جنورۍ پر ۲۰مه د امریکا د ولسمشر په توګه د دندې لوړه کړې. هغه تر دې يوه ورځ مخکې خبرداری ورکړی وو چې یا دې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د امريکې پاتې پوځي تجهیزات ورکړي او يا دې د امریکا مالي مرستو بندیدو ته تیار شي. د کابل ښار یوشمېر اوسېدونکي هیله من دي چې ټرمپ ښايي په خپله واکمنۍ کې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د طالبانو د بندیز په ختمولو کې مثبت رول ولوبوي. د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې او اې اېف پي له ویډیوګانو جوړ رپورټ.

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ ګڼو مشرانو ټرمپ ته مبارکي ورکړې چې د ولسمشرۍ نوې دوره یې پيل کړه

د افغانستان پخواني جمهور رییس حامد کرزي په خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ویلي چې ډونالډ ټرمپ ته د امریکا د ۴۷م ولسمشر په توګه د لوړې مبارکي ورکوي او هیله لري چې د هغه دا دوره امریکایانو ته نیکمرغي او سوکالي ور په برخه کړي.

Mashaalradio.com 

ستره تبه یا ټایفایډ څه ډول ناروغي ده؟

په روغتیا او درملنه خپرونه کې نن پر محرکه یا سترې تبې غږېدلي یو. روغتیاپالان وايي چې ټایفایډ یوه بیکټېریايي ناروغي ده چې د ککړو یا الوده اوبو او خوړو د استعمال له وجې پیدا کېږي. دوی وايي، د دې ناروغۍ سم او کره ټېسټ اړین دی او علاج یې له دوو څخه تر څلور اونۍ پورې وخت نیسي. بشپړه خپرونه واورئ.

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د چین سفیر وايي، له افغانستان سره به د دوستۍ سیاست ته دوام ورکړي

په کابل کې د چین سفیر پرون (د دوشنبې ورځ د دلوې لومړۍ) د دواړو هېوادونو د اویا کلنو اړیکو د لمانځلو په مناسبت وویل چې پېکینګ به له افغانستان سره د دوستۍ سیاست ته دوام ورکړي. د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند، حافظ ضیاء احمد تکل، په دې اړه په یوه بیان کې، چې په خپله ایکسپاڼه/پخواني ټویټر کې یې خپور کړی، ویلي چې په دې مناسبت په بهرنیو چارو وزارت کې غونډه جوړه شوه. په دې غونډه کې د طالبانو د باندنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي، د چین سفیر ژاو شینګ او د دې هېواد دیپلوماتانو برخه اخیستې وه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ناروې د کډوالو شورا: افغانستان ته د مرستو کمېدا تر ټولو ډېر افغان ښځې اغېزمنوي

د یوې مخکښې مرستندویې ادارې مشر خبرداری ورکړ چې افغانستان ته د مرستو کمېدا د دغه هېواد د ښځو لپاره تر ټولو لوی ګواښ دی. د ناروې د کډوالو د نړیواله شورا عمومي منشي یان ایګلینډ وویل، د افغانستان لپاره د حکومتي ادارو او بشري مرستو د مالي ملاتړ کمېدا تر ټولو زیات ښځې او نجونې اغېزمنوي.   د ناروې د کډوالو نړیوالې شورا تېر کال له څه باندې ۲۱۶ زره افغانانو سره مرسته کړې، چې نیمایي یې ښځې وې. د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته میلیونونه افغانان بېوزله شوي او له لوږې سره مخامخ شوي ځکه چې بهرنۍ مرستې په یو وار بندې شوې.

Pa.azadiradio.com 

ډونالډ ټرمپ د امریکا د ۴۷ ولسمشر په توګه لوړه وکړه

ډونالډ ټرمپ د امریکا د اووه څلوېښتم ولسمشر په توګه د امریکا د کانګرس په ودانۍ کې پرون (دوشنبې) لوړه وکړه او د خپلې ولسمشرۍ دوهمه دوره یې رسماً پیل کړه. ښاغلي ټرمپ وروسته له هغه چې سپینه ماڼۍ یې له جو بایډن څخه تسلیم کړه، د لوړې د مراسمو لپاره کانګرس ته لاړ. دا مراسم د واشنګټن د شدیدې یخنۍ له امله په بند ځای کې ترسره شول، چې پکې د امریکا د پخوانیو ولسمشرانو او د هغوی د مېرمنو ترڅنګ د ایلن مسک په شان څو سترو میلیاردارنو هم برخه اخیستې وه. د ښاغلي ټرمپ مرستیال، جي‌ډي ونس، هم لوړه وکړه.

Pa.azadiradio.com 

ایران وايي، افغانستان په جنوبي خراسان کې کونسلګري پرانیستلی شي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د کونسلګریو مسوولې افسانې ابراهیمي پرون وویل، دا هیواد دې ته چمتووالی لري چې د جنوبي خراسان ولایت په بیرجند ښار کې د افغانستان کونسلګري پرانیستل شي.   د مهر خبري اژانس د راپور له مخې، دغه ایراني چارواکي همداراز وویل، په جنوبي خراسان کې د افغانستان د کونسلګرۍ جوړېدا د ایران د بهرنیو چارو وزارت غوښتنه هم ده. د اغلې ابراهیمي په وینا افغانستان په ایران کې دوې نورې کونسلګرۍ لرلی شي او دا موضوع د دواړو خواوو ترمنځ مطرح شوې ده. ایران تر دې وړاندې په مشهد کې د افغانستان... Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus