Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer
Январь
2025

Новости за 20.01.2025

Mashaalradio.com 

ډانلډ ټرمپ د امریکې د ۴۷م ولسمشر په توګه تر لوړې کولو وروسته: د امريکا طلايي‌ دوره پيل شوه

د جنورۍ پر ۲۰مه، ډانلډ ټرمپ په واشنګټن کې د امریکې د ۴۷م ولسمشر په توګه سوګند پورته کړ. تر ټرمپ مخکې د جېمز وېنس د مرستيال ولسمشر په توګه لوړه وکړه. ۴۰ کلن وېنس پخوانی پوځي او سېنېټر دی چې په افغانستان کې یې هم د يو سرتېري په توګه وخت تېر کړی دی. ټرمپ تر لوړې کولو وروسته وويل چې په هر څه کې به امريکا تر هر چا مخکې ساتي. "د امریکې طلايي زمانه همدا اوس پيل شوه. له اوس څخه به زموږ هېواد پرمخ ځي او په ټوله نړۍ کې به یې احترام کېږي. زه به د خپلې ولسمشرۍ په وخت امريکا تر هر څه مخکې ګڼم." د ډانلډ ټرمپ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ټرمپ له طالبانو بېرته د امریکا پوځي تجهیزات غواړي

ډونالډ ټرمپ د امریکا د ۴۷م ولسمشر په توګه تر لوړې مخکې په یو لړ مراسمو کې له طالبانو وغوښتل چې د امریکا د میلیاردونو ډالرو پوځي تجهیزات بېرته ور وسپاري. هغه وویل د بایډن ادارې د پوځي تجهیزاتو یوه لویه برخه یې افغانستان کې طالبانو ته پرېښوده. صفي الله ستانکزی په دې اړه یو رپوټ لري.

Mashaalradio.com 

د چين په پانګونه جوړ شوی، ګوادر نړيوال هوايي ميدان فعاله شو

د بلوچستان نوی ګوادر نړیوال هوايي ډګر د جنورۍ له شلمې څخه فعاله شو او په لومړي ځل پکې يوه مسافر وړونکې الوتکه ښکته شوه.  د پاکستان د هوايي چلند ادارې د جنورۍ پر شلمه په يوه خبرپانه کې وويل چې هغه پاکستانۍ الوتکه له کراچۍ څخه تللې وه چې د هوايي ډګر د پرانیستلو تر مراسمو وروسته میدان ته ورسېده. د بلوچستان حکومت په همغه ورځ په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د افتتاح پره مراسمو کې د پاکستان دفاع او هوايي چلند وزير خواجه اصف او چينايي چارواکي موجود وو.  خواجه اصف د پرانیستې وينا په وخت وويل چې دا هوايي‌ميدان د تجارت پراخولو لپاره ډير ضروري دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

رینا امیري د خپل دندې په پای کې د افغان ښځو او نجونو د حقونو پر ملاتړ ټینګار وکړ

د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري چې درې کلن ماموریت یې پای ته رسېدلی، یو ځل بیا په افغانستان کې د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو پر تامین ټینګار وکړ.

Pa.azadiradio.com 

سوډان کې بریدګرو ۱۴ ملکیان وژلي

په سوډان کې فعالانو پرون یکشنبه ویلي، چې د سوډان د شمالي ډارفور ولایت د کلابند شوي مرکز الفاشر په ختیځ کې د ملېشه وو په حمله کې لږ تر لږه ۱۴ ملکیان وژل شوي دي.

Mashaalradio.com 

ټرمپ: که طالبان د امريکې پوځي سامانونه واپس نه کړي، پیسې پرې بندوم

د امریکا منتخب ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي چې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت څخه د خپل پوځ د اربونو ډالرو سامان الات (پوځي تجهیزات) بېرته غواړي. ټرمپ د خپلې دندې د لوړې مراسمو څخه يوه ورځ مخکې د جنورۍ پر ۱۹مه په واشنګټن کې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته په وینا کې دعوه وکړه چې امریکا طالبانو ته هرکال "په اربونو ډالر" ورکړي دي. هغه زیاته کړې چې "که هغه افراطي ډله (طالبان) د اربونو ډالرو په ارزښت پوځي سامانونه واپس نه کړي"، نو د ميليونونو ډالرو مرسته به ودروي. په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه غبرګون نه دی ښوولی. Читать дальше...




Mashaalradio.com 

په امسټرډام کې د غاټول ګلانو ملي ورځ لمانځل شوې

د نېدرلینډز (هالینډ) په پلازمېنه امسټرډام (ایمسټرډم) کې د غاټول د ګلانو د ملي ورځې له لمانځلو سره په هېواد کې د ګلانو د موسم رسماً پیل شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې سږ کال د هغه ښار د جوړېدو ۷۵۰مه کلیزه هم لمانځل کېږي. د غاټول د ورځې په مناسبت باغوانانو خلکو ته اجازه ورکړه چې له باغچو یې وړیا ګلان ټول کړي. د اسوشيېټېډ پرېس او رویټرز اژانسونو له ویډیوګانو جوړ رپورټ.

Pa.azadiradio.com 

ټرمپ: له طالبانو د خپل پوځ د میلیاردونه ډالرو تجهیزات بیرته غواړو

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، له طالبانو څخه د خپل پوځ د میلیاردونه ډالرو تجهیزات بیرته غواړي. ټرمپ تر لوړې یوه ورځ مخکې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې د دوی د پوځ میلیاردونه ډالره شتمني طالبانو ته ورکړل شوې. هغه زیاته کړې چې له افغانستانه بیرته پیسې نه غواړي، خو ټینګار یې وکړ چې د پوځ تجهیزات غواړي. " مونږ به خپل پوځ بیرته پياوړی او په نویو تجهیزاتو سمبال کړو، مونږ به ټول پوځ له سره جوړ کړو، دوی ( د جوبایډن ادارې) د دې پوځ میلیاردونه-میلیاردونه ډالره طالبانو ته ورکړي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نږدې ۹۰۰ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو خوشې شوي

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت وايي هغه ۸۸۲ افغان کډوال بېرته د پاکستان له زندانونو راخلاص شوي چې د کډوالۍ له کارتونو سربېره د پاکستاني پولیسو له خوا نیول شوي وو. د دغه وزارت په بیان کې راغلي دا کسان همدا جنوري میاشت نیول شوي وو او د دوی په هڅو بېرته راخوشې شوي.


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus