Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د چين په پانګونه جوړ شوی، ګوادر نړيوال هوايي ميدان فعاله شو

د بلوچستان نوی ګوادر نړیوال هوايي ډګر د جنورۍ له شلمې څخه فعاله شو او په لومړي ځل پکې يوه مسافر وړونکې الوتکه ښکته شوه. 

د پاکستان د هوايي چلند ادارې د جنورۍ پر شلمه په يوه خبرپانه کې وويل چې هغه پاکستانۍ الوتکه له کراچۍ څخه تللې وه چې د هوايي ډګر د پرانیستلو تر مراسمو وروسته میدان ته ورسېده. د بلوچستان حکومت په همغه ورځ په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د افتتاح پره مراسمو کې د پاکستان دفاع او هوايي چلند وزير خواجه اصف او چينايي چارواکي موجود وو. 


خواجه اصف د پرانیستې وينا په وخت وويل چې دا هوايي‌ميدان د تجارت پراخولو لپاره ډير ضروري دی. پاکستانيو رسنيوو ليکلي‌چې دا هوايي ميدان به هغو چينايي وګړيو ته اسانتيا برابره کړي چې په ګوادر کې په خپلو پروژو کې کار کوي او پر سړکونو د تګ پر مهال پرې بریدونه کېدل. 


ګوادر نړيوال هوايي ډګر په ۲۰۱۷ کال کې فعاليت پيل کړی وو. خو "د ګوادر د جدید هوايي ميدان" افتتاح د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر پر ۱۵مه وشوه. البته د دې کار لپاره، په بلوچستان کې د خراب امنيت له امله، چارواکي ګوادر ته نه وو ورغلي. د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف او د هغه چينايي سیال لي‌چيانګ د ګوادر نړيوال هوايي ډګر پرانیسته په انلاین شکل له اسلام اباده کړې وه. 


د پاکستان سرکاري خبري اژانس ترمخه، دا هوايي ډګر د عمان او چین په مالي مرسته جوړ شوی چې شاوخوا ۲۴۶ ملینه ډالره لګښت پرې راغلی دی. بلخوا د پاکستان ډان ورځپاڼې لیکلي چې د هوايي ډګر جوړولو لپاره چین پاکستان ته ۲۳۰ ملینه ډالره ورکړي دي. 




د یادونې ده چې بیجينګ د چين - پاکستان اقتصادي راهدارۍ يا سيپيک پروژې کې ۶۴ اربه ډالره پانګونه کړې ده. د دې پانګونې لويه برخه په بلوچستان او په تېره بیا په ګوادر کې ده چې بيلتونپالو وسله والو پرې ګڼ بریدونه کړي دي.‌


له پاکستانه د بلوچستان د ازادۍ لپاره جنګېدونکې وسلوالې ډلې او بلوڅ فعالان د چين دا پروژې د بلوڅانو د وسایلو "تروړونکې" بولي نو ځکه ورباندې بریدونه کوي. بلوڅ فعالانو د خپلو وسايلو لپاره څو ځل لوی پرلتونه او مظاهرې کړې دي. خو د پاکستان حکومت وايي چې د چين پروژې یې د هېواد لپاره ارزښتمنې دي. 


په بلوچستان کې له وسلوالو سره د مقابلې او د چينايي وګړو د خونديتوب لپاره د پوځ د ځانګړي ځواک پر ګومارلو سربېره، د پاکستان حکومت د ۲۰۲۴ کال په سيپتمبر کې اعلان وکړ چې پولیس به د ځانګړې روزنې لپاره چين ته لېږي. د پاکستان د کورنيو چارو وزارت پر خپله ویبپاڼه ليکلي چې په ټولو صوبو کې هم د چينايانو د امنيت لپاره زرګونه پولیس ګومارل شوي او د چينايانو د خوندیتوب لپاره ځانګړې روزنه ورکړل شوې ده. خو پر دې سربېره، هم پر چينايي‌وګړيو او پروژو بریدونه نه دي‌ودرېدلي. 


بلوچ لېبریشن ارمي د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر پر څلورمه په کراچۍ کې له جناح هوايي ډګر سره د چينايانو پر ګاډو ځانمرګی برید وکړ چې پکې یې لږ تر لږه دوه چينايي انجينران ووژل او يو چينايي او اته پاکستانيان یې ژوبل کړل. د پاکستان حکومت منلې چې په هغه هدفي بريد کې وژل شوي چينايان ډېر مهم انجينران ول.


دې حملو چينايي چارواکي خواشیني کړي دي. په کراچۍ کې د چین جنرل کونسلر، یانګ یوندونګ د ۲۰۲۴ کال د جولای پر ۳۰مه د دغه ښار په پریس کلب کې خبریالانو ته ويلي وو چې د پاکستان حکومت بايد د چین - پاکستان اقتصادي راهدارۍ پروژو امنيت خوندي‌کړي. "پاکستان باید په دې پوهه شي چې د پانګونې لپاره شرکتونه په زور نه شي راوستل کېدلی. د سرمایه کارۍ لپاره باید یو سازګار ماحول رامنځ ته کړل شي."


خو د پاکستان حکومت په بیا بیا وايي چې چينايانو ته به بشپړ امنيت برابروی. د بلوچستان وزریراعلی، سرفراز بګټي دفتر د جنورۍ پر ۲۰مه، په يوه خبرپاڼه کې د ګوادر هوايي ميدان په پرانیستلو خوښي ښودلې او زیاته کړې یې ده چې د چين او نورو پرمختيايي پروژو امنيت یقيني کولو ته ژمن دی. 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus