Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Январь
2025

Новости за 19.01.2025

Pa.azadiradio.com 

ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ د امریکا د ۴۷ ولسمشر په توګه لوړه کوي

د لوړې مراسم د سړې هوا په خاطر د کانګرس ودانۍ دننه ترسره کېږي. د راپورونو په اساس تمه کېږي چې ټرمپ به د ژمنې سره سم د کار په لومړۍ ورځ د کډوالۍ، مالیاتو او ځینو نورو مسلو په برخه کې یو لړ اجرايي فرمانونه لاسلیک کړي.

Pa.azadiradio.com 

د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د واورو او بارانونو اټکل کړی دی

د طالبانو د ټرانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت د هوا پيژندنې ادارې په خپله اعلامیه کې ویلي چې په غور، هلمند، کندهار، زابل، ارزګان، دایکندي، غزني، پکتیکا، پکتیا، لوګر، میدان وردګ، پروان، بغلان، پنجشیر، کاپیسا، کابل او سالنګونو کې واورې او بارانونه وشي.

Pa.azadiradio.com 

راپورونه وايي افغان فعال حمزه الفت د طالبانو له بنده تر ازادۍ وروسته مړ شوی

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ویلي د افغان فعال حمزه الفت مړینه خواشینوونکې ده او په اړه یې باید تحقیق وشي. ریچارډ بنېټ یکشنبه ناوخته په خپله ایکس پاڼه دا بیان خپور کړی.

Pa.azadiradio.com 

یو افغان په لومړي ځل د انګلستان د کلبي سیالیو لوبډلمشر ټاکل شو

د افغانستان د بغلان ولایت اوسېدونکی همدردجان تېموري چې اوس د انګلستان په پلازمینې لندن کې مېشت دی، د ځايي " مېل هېل وېلج" د دویمې لوبډلې لوبډلمشر ټاکل شوی دی. نوموړي له ازادي راډیو سره په خپلو خبرو کې وویل، میل هیل ویلج کرکټ کلب له تېرو ۱۵۷ کلونو راهیسې فعالیت کوي چې په لومړي ځل یې یو افغان د دویم کلب لوبډلمشر ټاکل شوی دی. د ښاغلي تېموري په وینا، هغه ته د کلب له ۱۳۲ غړیو څخه ۸۰ کسانو رایه ورکړې ده چې خپل سریلانکايي سیال څخه د ۶۰ رایو په تفاوت مخکې شوی دی. د نوموړي په وینا دې لوبډلمشرۍ دا فرصت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په هریرورد سین کې د افغان لوبغاړي نمایشي حرکتونه

افغان ورزشکار عبدالقاسم فردوسي چې په "آدم برفي يا د واورو سړي" باندې مشهور دی، بې وزلو ماشومانو ته د مرستې جلبولو په موخه يې د غور ولايت د هریرود سیند د کنګلونو په منځ کې نمايشي حرکتونه ترسره کړي دي.

Pa.azadiradio.com 

فضل حق فاروقي یو وار بیا په نړیوال شل اوریز لیګ کې ښه ځلېدلی

د افغانستان د ملي لوبډلې کیڼ لاسي چټک توپ اچونکي فضل حق فاروقي نن یکشنبه د جنورۍ په ۱۹مه نېټه د  متحده عربي اماراتو په " انټرنیشنل شل اوریز لیګ" کې ښه توپ اچونه کړې ده. نوموړی چې د " مای امارات" په لوبډله کې لوبیږي، په ۴ اورونو کې یې ۲۴ منډې ورکړي دي او ۴ لوبغاړي یې سوځولي دي. ښاغلی فاروقي اوس مهال د متحده عربي اماراتو د نړیوال شل اوریزه لیګ د توپ اچوونکو په کتار کې تر ټولو مخکې دی چې په ۴ سیالیو کې یې ۱۱ لوبغاړي سوځولي دي. نوموړي تر دې وړاندې هم په یوه لوبه کې ۵ لوبغاړي سوځولي وو. په یاده... Читать дальше...




Pa.azadiradio.com 

د امریکا نوی ولسمشر به په لومړۍ ورځ لسګونه اجرايي فرمانونه لاسلیک کړي

ټاکل شوې ده چې د امریکا نوی منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ سبا (دوشنبې) رسماً د ولسمشر په توګه دنده پیل کړي. ډونالډ ټرمپ، چې د امریکا د ختیځ په وخت د غرمې په ۱۲ بجو د ولسمشرۍ دوهمه دوره پیلوي، ویلي چې د ولسمشرۍ له لومړۍ ورځې به د هغو ژمنو عملي کول پیل کړي، چې د دوه کلن انتخاباتي کمپاین په لړ کې یې کړې وې. د امریکا رسنیو راپور ورکړ چې د ډونالډ ټرمپ انتقالي ټیم سل اجرایي فرمانونه چمتو کړي، څو هغه د خپلې دندې په لومړۍ ورځ لاسلیک کړي. د دود له مخې، منتخب ولسمشر د لوړې د مراسمو په ورځ له تحلیف وروسته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایران به ۱۵۰۰ افغان بندیان افغانستان ته انتقال کړي

د طالبانو تر کنټرول لاندې ستره محکمه وايي، ایران به ډېر ژر ۱۵۰۰ افغان بنديان افغانستان ته وسپاري. د طالبانو سترې محکمې نن (یکشنبې، د مرغومي ۳۰مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د عبدالمالک حقاني په مشرۍ د دې محکمې یوه پلاوي، چې تهران ته تللی، د ایران د قضاییه قوې د نړیوالو چارو له مرستیال، کاظم غریب‌آبادي، سره لیدلي دي. په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې دواړو خواوو د عدلي او قضايي همکاریو د پیاوړتیا او د بندیانو د انتقال پر موضوع خبرې کړي دی. د طالبانو د سترې محکمې په خبرپاڼه کې افغانستان ته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایران وايي، تېر کال یې افغانستان ته په صادراتو کې ۸۴٪ ډېروالی راغلی

په افغانستان کې د ایران د سوداګرۍ اتشه وايي، په تېرو دوو کلونو کې د تهران او کابل ترمنځ سوداګري اړیکو پر له پسې وده کړې ده. د ایران د دولتي خبري اژانس، ایرنا د راپور له مخې، حسین روستايي پرون (شنبې) وویل چې په ۲۰۲۴ کال کې د دواړو هېوادونو د سوداګري تبادلو اندازه د وړم کال پرتله نژدې ۸۴ سلنه زیاته شوې ده. حسین روستايي همداراز وویل چې افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې له ایران څخه د څه باندې ۳ میلیارده او۱۴۳ میلیون ډالرو واردات کړي دي. حال دا چې په ۲۰۲۲ کې ایران، افغانستان ته د یو میلیارد او۷۱۴ میلیون ډالرو صادرات لرل. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

ټېکټاک په امریکا کې وتړل شو

د ويډيو شريکولو مشهور اپلیکېشن (ایپ) ټېکټاک د جنورۍ له ۱۹مې څخه په امريکا کې بند شوی دی. د امريکا سپريم کورټ د چينايي کمپنۍ هغه ایپ د هېواد له هغه قانون سره په ټکر کې بللی چې کانګرس د ۲۰۲۴ز کال په اپرېل کې منظور کړی وو. هغه قانون د بهرنيو شرکتونو له لوري د امريکايي وګړو په اړه د معلوماتو ټولولو مخه نیسي. ټېکټاک د چينايي کمپنۍ بايټ ډاڼس ملکيت دی چې په امريکا کې شاوخوا ۱۷۰ مېليونه کاروونکي لري. د چين د قوانينو له مخې، حکومت کولای شي چې د ټولنیزو رسنيو له شرکتونو څخه د هغوی د کاروونکو معلومات واخلي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له فلیپین څخه ۲۰۰ افغانان امریکا ته واستول شول

له فیلیپین څخه شاوخوا ۲۰۰ افغانان، چې د کډوالۍ ویزې یې نهايي شوې وې، متحدو ایالتونو ته لېږدول شوي دي. په مانیلا ک د امریکا د سفارت ویاند نن (یکشنبه) اسوشیتیډ پریس اژانس ته وویل، چې دا افغانان په څو ډلو کې تېره اوونۍ په سوداګریزو الوتنو کې له فلیپین څخه امریکا ته واستول شول. سفارت په یوه خبرپاڼه کې د فیلیپین له حکومت څخه د کډوالو په چارو کې د همکارۍ له امله مننه کړې ده. دا افغانان، چې ډېری یې ماشومان دي، د جنورۍ پر ۶مه نېټه فیلیپین ته رسیدلي وو. تمه کېده، چې دغه افغانان به تر څو میاشتو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ستانکزی: د نجونو پر زده کړو بندیز هیڅ شرعي توجیه نه لري

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شيرمحمد عباس ستانکزی وايي چې د نجونو د زده کړو د مخنیوي لپاره هیڅ توجیه نه شته. ده د طالبانو له مشر څخه وغوښتل چې د افغان ښځو او نجونو پر زده کړو بنديزونه لېرې کړي ځکه چې دې کار ته هیڅ پلمه نه شته. عباس ستانکزي دا څرګندونې پرون (شنبې) د خوست ولايت په یوه دیني مدرسه کې په وينا کې وکړې. ده د غونډې ګډونوالو ته وويل، د ښځو او نجونو د زده کړو د منع کولو لپاره هېڅ دليل او شرعي توجیه نشته، او په ضمني ډول یې دا بندیز د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده شخصي نظر وباله. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د اسراییلو او حماس ترمینځ اوربند د شاوخوا ۳ ساعتونو تر ځنډ وروسته پیل شوی دی

په غزه کې د جګړې درولو لپاره د اسراییلو او حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، ترمینځ اوربند د څو ساعتونو تر ځنډ وروسته پیل شوی دی.  اسراییلي وزیراعظم بنیامین نتنیاهو د جنورۍ پر ۱۹مه وویل چې د هغو یرغملیانو لېسټ وررسېدلی دی چې حماس یې د خوشې کولو اعلان کړی دی.  د بیان له مخې هغه درې تنه به د جنورۍ پر ۱۹مه خوشې شي.  فرانس پرېس، رویټرز او اسوشيېټېډ پرېس اژانسونو لیکلي دي چې ټاکل شوې وه چې د حماس او اسراییلو ترمینځ اعلان شوی اوربند د جنورۍ ۱۹مې پر سهار پیل شي، خو حماس د یرغملیانو... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

پاکستان وايي مراکش کې یې د کښتۍ اوښتو پېښه کې د ژغورل شویو لپاره د بیړنیو خدماتو څانګه جوړه کړې

رویټرز اژانس د مراکش د چارواکو له خولې ویلي دي چې د جنورۍ پر ۱۰مه ورته معلومات رسېدلي ول چې د کډوالو یوه کښتۍ مشکلات لري خو زیاتوي چې معلومه نه ده چې ایا چپه شوې کښتۍ همهغه وه او که بله.


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus