Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د اسراییلو او حماس ترمینځ اوربند د شاوخوا ۳ ساعتونو تر ځنډ وروسته پیل شوی دی

په غزه کې د جګړې درولو لپاره د اسراییلو او حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، ترمینځ اوربند د څو ساعتونو تر ځنډ وروسته پیل شوی دی. 

اسراییلي وزیراعظم بنیامین نتنیاهو د جنورۍ پر ۱۹مه وویل چې د هغو یرغملیانو لېسټ وررسېدلی دی چې حماس یې د خوشې کولو اعلان کړی دی. 


د بیان له مخې هغه درې تنه به د جنورۍ پر ۱۹مه خوشې شي. 


فرانس پرېس، رویټرز او اسوشيېټېډ پرېس اژانسونو لیکلي دي چې ټاکل شوې وه چې د حماس او اسراییلو ترمینځ اعلان شوی اوربند د جنورۍ ۱۹مې پر سهار پیل شي، خو حماس د یرغملیانو نومونه خپاره نه کړل چې له وجې یې نېږدې درې ساعته وځنډېد. 


اژانسونه وايي، له همدې امله اسراییلو پر غزې بمبارۍ ته دوام ورکړ او لږ تر لږه اته فلسطینیان یې ووژل. 


رویټرز اژانس وايي، دا اوربند د قطر، مصر او امریکا په مینځګړتوب شوی دی چې له مخې به یې د حماس او اسراییلو ترمینځ ۱۵ میاشتنی جنګ ودرېږي او یرغمل کسان به خوشې شي. په څو مرحلو کې د عملي کېدونکې موافقې له مخې به اسراییل هم په سلګونو فلسطیني بندیان خوشې کوي. 


د اسراییلو او حماس ترمینځ په غزه کې د اوربند او د یرغمالیانو او قیدیانو د خوشې کولو موافقه د جنورۍ په ۱۵مه لاسلیک شوه چې اسراییلي حکومت د جنورۍ پر ۱۸مه رسماً تایید کړه. 




د حماس وسلوالو د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراييلو برید کې له ۱،۲۰۰ زيات اسراييل ووژل او له ۲۰۰ زیات یې يرغمل کړل. تر هغې وروسته اسراييلو پر غزې بریدونه پيل کړل چې د هغه ځای د صحت ادارې له مخې پکې له ۴۶،۰۰۰ زيات فلسطينيان وژل شوي، لسګونه زره کسان بې کوره شوي او ګڼې سیمې ويجاړې شوې دي. په جګړې سلګونه اسراییلي پوځیان هم وژل شوي دي.


د قطر وزیراعظم شیخ محمد بن عبدالرحمان ال ثاني د جنورۍ پر ۱۵مه په دوحه کې د اوربند اعلانولو پر مهال خبري غونډې ته ویلي ول چې د ۴۲ ورځني اوربند پر مهال ۳۳ اسراییلي یرغملیان خوشې کېږي او اسراییلي سرتېري به د غزې له ګڼ مېشتو سیمو وځي.


نوموړي ویلي ول چې په هغه موده کې به د غزې بې کوره شوي خلک هم خپلو سیمو ته ستنېږي.


ال ثاني زیاته کړې وه چې د اوربند پر مهال به دا پرېکړه هم کېږي چې په دویم او درېيم پړاو کې به د اسراییلیو یرغملیانو په بدل کې څومره فلسطیني بنديان خوشي کېږي.


امریکايي ولسمشر جو بایډن پر هم هغه ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبري غونډې ته وویل چې د اوربند پر مهال به د موافقې پر دویم پړاو خبرې کېږي چې موخه یې "په بشپړ ډول د جنګ درول" دي.


بایډن زیاته کړه چې په درېیم پړاو کې د غزې "د بیا ودانۍ لپاره یو لوی پلان" او د وژل شویو یرغملیانو د پاتې شونو یې کورنیو ته ستنول شامل دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus