Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Январь
2025

Новости за 10.01.2025

Pa.azadiradio.com 

پر کونړ د پاکستان توغندیز بریدونه

طالب چارواکي وایي لږ تر لږه ۱ تن وژل شوی او ۱ بل ټپي دی. په برید کې لسګونه کورونه وران شوي او څاروي له منځه تللي دي. د طالبانو حکومت وایي چې غبرګون کې یې د ډيورنډ کرښې پورې غاړه د پاکستان نظامي مرکزونه په نښه کړي دي.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان پاسپورټ د نړۍ په بې اعتباره پاسپورټونو؛ افغانان یې ترلاسه کولو ته ان څو میاشتې انتظار باسي

د افغانستان پاسپورټ یو ځل بیا په نړۍ کې د بې اعتباره پاسپورټونو په نوملړ کې راغلی دی. د هنلي موسسې د تازه راپور پر بنسټ د افغانستان پاسپورټ لرونکي کولای شي یوازې د نړۍ ۲۶ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر وکړي. یو شمېر افغانان بیا د پاسپورټونو د وېش په لړۍ کې د فساد د موجودیت په اړه ادعاوې کوي.

Mashaalradio.com 

اسلام اباد کې په اسلامي هېوادونو کې د نجونو د زدکړو په اړه نړيواله غونډه کېږي

د "رابطة العالم الاسلامي" په نوم د اسلامي نړۍ د غير حکومتي سازمان بيان زياتوي چې د افرادو یا ډلو لخوا هر هغه قانون یا کړنې، چې د نجونو د زدکړو مخه نیسي، له اسلامي لارښوونو سره په "ټکر" کې دي.

Mashaalradio.com 

د پاکستان هوایی شرکت اروپا ته مستقیمې الوتنې پیل کړې دي

د پاکستان دولتي هوايي شرکت پي ای اې د څلورو کلونو تر ځنډ وروسته د جنورۍ پر ۱۰مه په لومړي ځل د فرانسې پلازمېنې پاریس ته پرواز کړی دی. پاکستان انټرنيشنل اېرلاینز (پي ای اې) پر خپله ووبپاڼه لیکلي دي چې په اونۍ کې به دوه ځله له اسلام اباد څخه پاریس ته پروازونه کوي. دا تر هغه وروسته ده چې یوه میاشت وړاندې اروپايي ټولنې د پاکستان د هوايي شرکت پر الوتکو لګول شوی بندیز ليرې کړ. د اروپایی اتحادیې د هوايي چلند د خوندیتوب ادارې د ۲۰۲۰ز کال په جون مياشت کې اروپايي هېوادونو ته د پاکستانيو الوتکو ورتګ تر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا په لاس انجلس کې پراخ اور لږ تر لږه ۱۰ کسان مړه کړي

د امریکا په لاس انجلس کې د هستوګنې په څوسیمو کې د تیرو څو ورځو د لګیدلو اورونو په نتیجه کې لږترلږه لس کسان مړه شوي او څه باندې لس زره کورونه او ودانۍ ویجاړې شوې دي. په ډیرو سیمو کې اورونه له کنټروله وتلي او اور وژونکي یې تراوسه د مړه کولو هڅې کوي.

Pa.azadiradio.com 

ټرمپ وايي له پوتین سره ګوري؛ کرملین هم له قید او شرط پرته دې لیدنې ته لیوالتیا ښوولې

د امریکا منتخب ولسمشرډونالډ ټرمپ وایي، د روسیې له ولسمشرولادمیرپوتین سره د ده د کتنې پرتنظیمولو کارروان دی. هغه وویل، پوتین د دې کتني غوښتونکی دی او دی هم دا غواړي، ترڅو په اوکراین کې روانه جګړه پای ته ورسول شي. کریملین وویل چې ولسمشرپوتین هم تیاردی چې له کوم قید او شرط پرته له ټرمپ سره وګوري.

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ نړیوالې شورا له افغان کرکټه ملاتړ ښوولی او ویلي یې دي چې دوی د طالبانو د پالیسیو مسوول نه شي ګڼل کیدای

د کرکټ نړیواله شورا «ICC» وايي د افغانستان کرکټ بورډ  په دې هېواد کې د « طالبانو» د پالیسو لپاره مسول نه شي ګڼل کیدای.  د کرکټ مشهوري ویب پاڼې «کرک انفوCricinfo»  د کرکټ د نړیوالې شورا د یو ویاند قوله لیکلي چې د افغانستان کرکټ او لوبغاړو ته د هغه څه له کبله سزا نه ورکوي، چې دوی یې مسئول نه دي.

Pa.azadiradio.com 

د کونړ پر سرکاڼو او دانګام د پاکستاني ځواکونه لسګونه راکټي بریدونه؛ یو تن وژل شوی او یو بل ټپي دی

تېره شپه یو ځل بیا پاکستاني ځواکونو د کونړ سرکاڼو او دانګام ولسوالیو باندې د توپونو په لسګونو ډزې کړې دي. د طالبانو د حکومت یوې سرچینې ازادی راډیو ته دا بریدونه تایید کړل او ویې ویل دوی هم په غبرګون د پاکستاني پوځيانو ځینې اهداف ویشتلي دي.




Pa.azadiradio.com 

تر بندیزونو لاندې د رباب شرنګ

د هرات رباب جوړونکی وايي له بندیزونو سره یې بیا هم اقتصادي ستونزې رباب جوړونې ته اړباسي. رباب چې له پېړیو راهیسې د افغانستان د موسیقۍ مهمه آله ده، تېر دسمبر میاشت کې یې د ملګرو ملتونو ښوونیز او فرهنګي سازمان یا یونسکو جوړول او غږول د افغانستان، ایران، ازبکستان او تاجکستان د ګډ ناملموس فرهنګي میراث په توګه ثبت کړ. ځينې هنرمندان وایي د محلي موسیقۍ ساتل او پالل خپل مسوولیت بولي او ژمن دي چې راتلونکو نسلونو ته به یې انتقالوي.

Pa.azadiradio.com 

امیر خان متقي متحده عرب اماراتو ته د افغان کارګرانو د لېږلو په اړه د هغه هېواد له ځینو چارواکو سره خبرې کړي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي او د متحده عرب اماراتو د اقتصاد وزیر عبداله بن توق المري متحده عرب اماراتو ته د افغان کارګرانو د لېږلو او نورو مسئلو په اړه خبرې وکړې.

Pa.azadiradio.com 

ټرمپ وايي، د اوکراین د جګړې په اړه له پوتین سره د ده د کتنې لپاره تیاري نیول کېږي

د امریکا منتخب ولسمشرډونالډ ټرمپ وایي، په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو په هدف د روسیې له ولسمشرولادمیرپوتین سره د ده د کتنې لپاره چمتوالی نیول کیږي. ټرمپ پرون پنجشنبې په فلوریدا کې په خپل هستوګنځای کې له جمهوریپالو والیانو سره د کتنې په مهال د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې وویل چې پوتین غواړي له ده سره وګوري او «موږد دې غونډې پرتنظیمولو کارکوو.»  ټرمپ وویل، جزییات یې تراوسه نه دي بشپړ شوي خو زیاته یې کړه چې پوتین غواړي ور سره وویني او دا خبره یې په عام محضرکې هم کړې او دوی باید دغه جګړه چې نده خونړۍ شخړه یاده کړه، پای ته ورسوي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

له کوټې سره نېږدې د سکرو کان نړېدو په پېښه کې ۱۲ مزدوران لاندې شوي دي

د صوبايي حکومت ویاند شاهد رند د جنورۍ پر نهمه په بیان کې ویلي دي چې د سنجیدي سیمې کان د ګیس چاودنې له وجې نړېدلی دی. دی وايي چې مرستندویه ډلې د پېښې ځای ته رسېدلې دي او هلته د مزدورانو د ژغورنې هڅه کوي.

Mashaalradio.com 

کلا سيف الله کې د ۲ کسانو په تښتونه کې ککړ کسان وژل شوي

د بلوچستان د پښتون مېشته سیمې کلا سیف الله انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) وايي چې لېويز ځواک د دوو کسانو په تښتونه کې ککړ کسان وژلي دي. ظفر کلیم د جنورۍ پر نهمه مشال راډیو ته وویل چې د جنورۍ پر اتمه څلورو وسلوالو د هغې ضلعې له ګوال اسماعیل زیو څخه د یو درملتون مالک ډاکتر رحیم او د هغه ملګری مسعود خان وتښتول. نوموړی زياتوي، د دې په غبرګون کې د لېویز ځواک سرتېرو او د کلا سیف الله او ژوب ګڼو اوسېدونکو سره د وسلو د تښتوونکو لټون پیل کړ او هلته یې غرییزې سیمې محاصره کړې. دی وايي، د لېویز ځواک د جنورۍ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د جنوبي افریقا کرکټ بورډ له افغان لوبډلې سره د سیالیو د تحریم په اړه د نړیوالې شورا ګډه پرېکړه غوښتې

د جنوبي افریقا کرکټ بورډ د افغانستان د کرکټ له ملي لوبډلې سره په چمپینز ټرافي یا د کرکټ د اتلولۍ په  جام کې د لوبې د تحریم په اړه د کرکټ د نړیوالې شورا د ګډې پریکړې غوښتنه وکړه.


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus