امریکايي سناستور له ولسمشر ټرمپ څخه وغوښتل چې د ایران پر اتومي تاسیساتو برید وکړي
د متحدوایالتونو د جمهوريپال ګوند سناتور او د ډونالډ ټرمپ د ډېرې مودې متحد لیندزي ګراهام، د امریکا له نوي ولسمشر څخه وغوښتل چې د ایران پر اتومي تأسیساتو برید وکړي. ښاغلي ګراهم له سيبيایس خبري چاینل سره په مرکه کې وویل: «له سیاسي لارې د ایران د اتومي پروګرام د له منځه وړلو چانس په ټریلیون کې یو دی. خو د امریکا په ملاتړ د اسراییل د پوځي اقدام له لارې یې احتمال ۹۰ سلنه دی.» هغه ژمنه وکړه چې له ښاغلي ټرمپ سره به مشوره وکړي څو له اوسني وضعیت څخه د ایران د اتومي پروګرام د له منځه وړلو لپاره ګټه پورته... Читать дальше...