ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې افغانستان کې یو لړ مهمې مرستې د بودیجې د نشتوالي په خاطر بندیږي
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتروایي، سږ کال په لومړیو دریو میاشتو کې ځینې روغتیایي، ښوونیزې، خوراکي او د سرپناه لپاره بشري مرستې د قطع کېدو له خطر سره مخ دي.
" اوچا " په یو تازه راپور کې اندېښنه ښودلې چې د بودجې نشتوالي په افغانستان کې د دوی پر دغو ژوند ژغورونکو مرستو ژوره اغېزه کړې ده.