مهران غلامي په نړیواله کچه د فوټسال د غوره لوبغاړي جایزې ته نوماند دی
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په لومړي ځل په ۲۰۲۴ زیږدیز کال د فوټسال په نړیوال جام کې چې په ازبکستان کې ترسره شوی و، ګډون کړی و او په یادو سیالیو کې مهران غلامي ښې لوبې کړې وې.
اتلس کلن غلامي له خپلې لوبډلې سره په ۲۰۲۳ ز کال د فوټسال نړیوال جام د لارموندنې پړاو په سیالیو کې هم ګډون درلود چې نړیوال جام ته یې لار پیدا کړه.
همدارنګه په ۲۰۲۴ ز کال د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د اسیا جام په سیالیو کې پینځم مقام ګټلی و.
که څه هم ښاغلي غلامي د تېر فوټسال په نړیوال جام کې یوازې یو ګول وهلی و، خو هغه لومړنی افغان دی چې د فوټسال