Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Январь
2018

Новости за 14.01.2018

Mashaalradio.com 

په سعودي کې ښځو د فټبال سیالي ولیده

په سعودي عرب کې په لومړي ځل ښځې د فټبال سیالیو نندارې ته لوبغالي ته ورغللې. دا د حکومت د هغو اصلاحاتو برخه ده چې ورسره سم، ښځو ته نور حقونه ورکول کېږي. ویډیو وګورئ.

Mashaalradio.com 

د بېنظیر انکم سپورټ مرستو ترلاسه کولو کې خنډونه

د کورمې د پاړه چمکني سیمې د ځوانانو یوه ځايي ټولنه، خدمت خلق له حکومته غوښتنه کوي چې د بېنظیر انکم سپورټ پروګرام له مخې په ورکول کېدونکیو مرستو په ترلاسه کولو کې خلک له ستونزو سره مخ دي نو حکومت له پکار دی چې د خلکو ستونزې هوارې کړي.

Mashaalradio.com 

حمیدالله افریدی وايي قبایل دې نه غولول کېږي

د پاکستان پخواني وفاقي وزیر او قبایلي مشر حمیدالله جان افریدي د یکشنبې په ورځ په پېښور کې خبري غونډې ته وویل، دوی په دې بسنه او قناعت نه کوي چې ګواکې حکومت د های کورټ او سپریم کورټ واک تر قبایلي سیمو وغځولو. ده زیاته کړه، حکومت دې قبایلو ته ځانله صوبه ورکړي چېرته چې د هغوی د خوښې مطابق قوانین جوړ کړل شي. د پاکستان قامي اسمبلۍ د تېرې جمعې په ورځ د دې خبرې منظوري ورکړې وه چې د های کورټ او سپریم کورټ واک دې تر قبایلي سیمو پورې وغځول شي. د مشال خبریال فرهاد شینواری نور حال په دې راپور کې راکوي.

Pa.azadiradio.com 

مصري چارواکي: وسله والو په سينا ټاپووزمه کې يو عيسوى په ډزو وژلى

په مصر کې چارواکي وايي، وسله والو کسانو د سينا ټاپووزمې په ناکراره سيمه کې يو عيسوى په ډزو وژلى دى. دغه حمله چې د درېيو مخ پټو کسانو له خوا تېره شپه ناوخته د شمالي سينا په مرکز الَعريش کې شوې، تر اوسه يې چا مسؤليت نه دى منلى. خو د مصر امنيتي چارواکو ويلي، له نښو نښانو داسې ښکاري چې دغه حمله دې د داعش افراطي ډلو وسله والو کړې وي. داعش ډلې وخت ناوخت د مصر پر عيسوي اقليت حملې کړي چې د ٢٠١٦ میلادي کال له ډسمبر مياشتې راهيسې يې په بمي او وسله والو حملو کې د دوى تر ١٠٠ زيات غړي وژلي دي.

Pa.azadiradio.com 

عبدالله: اړتيا ده چې په ځينو ولايتونو کې پوځي عمليات شديد شي

د افغانستان اجرائيه رئيس وايي، اړتيا ده چې په ځينو ولايتونو کې پوځي عمليات شديد شي. عبدالله عبدالله دا خبره نن یکشنبه مازيګر په سپېدار ماڼۍ کې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن سره په کتنه کې وکړه. د اجرائيه رياست په اعلاميه کې راغلي چې جنرال نېکلسن د دې کتنې پر مهال د افغانستان په زيان منونکو سيمو کې د داعش او نورو ترورېستي ډلو په وړاندې د پوځي عملياتو خبره وکړه او ويې ويل چې تېرو عملياتو ښه نتيجه ورکړې او اغېزناک تمام شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

د ایران قضائیه قوه: پر مظاهرو تورن ۴۰۰ کسان لا هم په توقیف کې دي

د ايران قضائيه قوې نن یکشنبه وويل، هغه ٤٠٠ کسان چې په حکومت ضد اعتراضونو کې د برخې اخيستنې په تور نيول شوي، لا هم په توقيف کې دي. په ايران کې دغه مظاهرې د ډسمبر د مياشتې پر ۲۸مې پيل شوې وې. د قضائيه قوې وياند غلام حسين محسني اژه ای وويل، له دې ډلې ٥٥ کسان په تهران کې ساتل کېدل. نوموړي وويل، نن او پرون د ځينو توقيف شويو کسانو تر خوشې کېدو وروسته دا په توقيف کې د پاتې کسانو شمېر دى. خو تر دې مخکې د ايران يوه اصلاح پلوه وکيل محمود صادقي ويلي وو چې د اعتراضونو پر مهال شااوخوا ٣٧٠٠ کسان نيول شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغان حکومت او طالبانو استازو په ترکیه کې خبرې کړي

د افغان حکومت او طالبانواستازو د درېیم وار لپاره په ترکیه کې په خپلو کې خبرې کړې دي. د دغې غونډې په اړه هغه ویډیو چې ازادي راډیو ته رارسېدلې، پکې لیدل کېږي چې د افغان حکومت په استازیتوب د ولسمشر سلاکاران بصیر عباس او همایون جریر د طالبانو له څلورو استازو سره خبرې کوي. یوې سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې په ویډیو کې موجوده څلور کسان د طالبانو د حقاني شبکې او کوټې شورا په استازیتوب د افغان حکومت له استازو سره خبرې کوي. دغو کسانو یوه اعلامیه هم خپره کړې چې پکې د خبرو د پرمختګ او هیله مندۍ خبره شوې ده. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د پاکستاني سیاستوال او پوهنتون استاد مړی موندل شوی

د یکشنبې پر ورځ، په کراچۍ کې د متحده قامي موومنټ لندن ډلې د یوه مشر او د پوهنتون پخواني استاد ډاکتر حسن ظفر عارف مړی موندل شوی.د جناح روغتون ویاندې ډاکترې سیمي جمالي مشال راډیو ته وویل، پولیسو د نوموړي مړی د یکشنبې پر ورځ وروړی چې دوی یې پوسټ مارټم کوي.

Mashaalradio.com 

پاکستانی سیاستوال او د پوهنتون استاد مړ موندل شوی

د یکشنبې پر ورځ، په کراچۍ کې د متحده قامي موومنټ لندن ډلې د یوه مشر او د پوهنتون پخواني استاد ډاکتر حسن ظفر عارف مړی موندل شوی.د جناح روغتون ویاندې ډاکترې سیمي جمالي مشال راډیو ته وویل، پولیسو د نوموړي مړی د یکشنبې پر ورځ وروړی چې دوی یې پوسټ مارټم کوي.




Pa.azadiradio.com 

نن شپه بارسلونا له ریال سوسیداد سره د لوبې ډګر ته ځي

د هسپانیا د لالیګا سیالیو په لړ کې نن شپه بارسلونا له ریال سوسیداد سره د لوبې ډګر ته ځي. دغه لوبه د کابل پروخت د شپې ۱۲:۱۵ دقیقې ترسره کېږي. د لالیګا په بله لوبه کې الویز له سیویا سره د کابل پروخت د شپې ۷:۴۵ دقیقې لوبه کوي. د دغو سیالیو په لړ کې تېره شپه ویاریال ۱/۰ ریال مادرید ته په خپل کور کې ماتې ورکړه. د لالیګا په بله لوبه کې تېره شپه ایبار ۰/۱ اتلتیکو مادرید ته لوبه وبایلله. په دې ډول اتلتیکو مادرید د لالیګا جدول په دوهم کتار کې د ۴۲ امتیازونو په درلودو سره خپل ځای ټینګ کړ.

Pa.azadiradio.com 

رحمتي: د افغانستان د سکي ۷کسیزه لوبډله پاکستان ته روانه شوه

د افغانستان د سکي اووه کسیزه لوبډله د پاکستان د سکي په ژمنیو مقدماتي سیالیو کې د ګډون په هدف نن هغه هېواد ته روانه شوه. د المپیک ملي کمېټې د نشراتو رئیس ګل حسین رحمتي نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه ژمنۍ سیالۍ د پاکستان په کوربه توب په ګلګیت ښار کې ترسره کېږي چې له افغانستان نه په کې دوې نجونې،څلور نارینه لوبغاړي او یو روزنکی ګډون کوي. ښاغلی رحمتي وايي، د دغو سیالیو هدف په جنوبي کوریا کې د المپیکي ژمنیو سیالیو ته چمتووالی دی. نوموړی زیاتوي، په پاکستان کې د سکي ژمنۍ سیالۍ د اسیایي هېوادونو د ۱۲... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د ماشومانو د حقونو ساتنه باید څنګه وشي؟

دا اونۍ مو په مشال مرکه کې جهانزیب خان میلمه دی. نوموړې په خیبر پښتونخوا کې د ماشومانو د حقونو د تحفظ د ادارې سپارک مشر دی.  له نوموړي سره د ماشومانو په حقونو او د دغه حقونو په خوندي کولو کې د مور ـ پلار، ټولنې او حکومت په ذمه وارو بحث کوو.

Mashaalradio.com 

پاکستان: افغان کډوال د واپسۍ لپاره شرطونه وړاندې کوي

په پېښور کې افغان کډوال سوداګر وايي چې که افغانستان کې د امنيت وضع برابره شي نو سره د خپلو کاروبارونو به  زر تر زره هیواد ته ستانه شي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو خپل وطن ته د واپسۍ لپاره هلې ځلې تيزې کړې دي.

Pa.azadiradio.com 

غوربندی: په غور کې يوه پوليس خپل يو همکار وژلى

د غور ولايت د امن او عامه نظم د کنډک يوه پوليس خپل يو همکار په ډزو وژلى او درې تنه نور ټپيان کړي دي. د غور چارواکي وايي، دغه پېښه نن تر غرمې مخکې د مرکز فېروزکوه په شمال کې د شاه تېغ په امنيتي پوسته کې شوې ده. د امن او عامه نظم د کنډک درستيزوال عبدالرب غوربندي په غور کې د ازادي راډيو خبريال ته وويل، د دې پېښې علت تر اوسه نه دى روښانه. د هغه په خبره هغه پوليس چې دغه ډزې يې کړي، نيول شوى دى.

Pa.azadiradio.com 

ننګرهار کې شااوخوا ۲۸۰ کیلو ګرامه چرس نیول شوي

د ننګرهار چارواکي وايي، په سره رود او بهسودو ولسواليو کې پوليسو څه باندې ٢٨٠ کيلوګرامه چرس نيولي دي. د ننګرهار مطبوعاتي دفتر وايي، دغه چرس چې په دوو موټرو کې ځاى پر ځاى شوي وو، پرون شنبه په سره رود او بهسودو ولسواليو کېنيول شوي دي. دغه دفتر په يوه اعلاميه کې ويلي چې ټولټال د دغو ٢ سوه ٨٣ کيلوګرامو چرسو د لېږد په تور دوه کسان نيول شوي چې اوس ورڅخه پوښتنې ګروېږنې روانې دي.

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: په بغلان کې د «البرز۲۲» په نوم پوځي عملیات پیل شوي

د بغلان ولايت چارواکو د البرز ٢٢ په نوم د پوځي عملياتو د پيل خبر ورکړ. د بغلان د امنيه قوماندانۍ وياند ذبيح الله شجاع ازادي راډيو ته وويل، دغه ګډ پوځي عمليات نن سهار پيل شوي دي. د ده په وينا د عملياتو هدف د مرکز پلخمري په مربوطاتو کې د سخت دريځو وسله والو ځپل دي. ښاغلى شجاع وايي، وروسته به دغه عمليات ډنډ غوري، دهنه غوري او نورو سيمو ته هم چې وسله وال په کې حضور لري، پراخ شي. ويل شوي د دغو عملياتو له کبله په لسګونو کورنۍ له خپلو سميو کډې کولو ته مجبوره شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

مسؤلین: زابل او ارزګان کې ۵ وسله وال مخالفین وژل شوي

د ملي اردو ٢٠٥ اتل قول اردو خبر ورکوي چې په زابل او ارزګان ولايتونو کې د پوځي عملياتو پر مهال د دولت ٥ وسله وال مخالفين وژل شوي دي. دغې قول اردو نن یکشنبه په خپله اعلاميه کې وويل، له پرون راهيسې په دغو عملياتو کې ٦ نور وسله وال ټپيان شوي او ١٣ کړۍ ماينونه هم کشف او شنډ کړاى شوي دي. د دولت کومې مخالفې ډلې په دې اړه تبصره نه ده کړې.

Pa.azadiradio.com 

روحاني: د ټرمپ اداره د اټمي تړون په کمزوري کولو کې ناکمه شوې

د ايران ولسمشر وايي، د امريکا متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ او د هغه اداره د ايران د اټمي موافقې په «کمزورې کولو کې ناکامه» شوي دي. حسن روحاني د تهران او د نړۍ له ځواکمنو هېوادونو سره دغه شوى تړون د ايران لپاره يوه اوږدمهالې بريا وبلله. ښاغلي روحاني نن په يوه وينا چې له دولتي ټلوېزيون څخه خپره شوه وويل: "څو ورځې مخکې امريکايانو غوښتل په اټمي تړون کې له خپل نړيوال تعهد څخه سرغړونه وکړي، خو موږ په دغه تړون کې داسې برياوې ترلاسه کړي چې هېڅکله به له منځه لاړې نه شي." تهران په ٢٠١۵مېلادي کال... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

باچا خان ښوونځي له مالي مشکلاتو سره مخامخ دي

د باچا خان په نوم تعلیمي بنسټ په خیبر پښتونخوا کې یو شمېر ښوونځي جوړ کړي چې له تعلیم سره ماشومانو ته هنرونه هم ورزده کوي. خو د دې بنسټ منتظمین وايي، سکولونه یې اوس له مالي مشکلاتو سره مخامخ دي. د همدې لپاره دوی خیراتي غونډې کوي او ګڼي په دې لار به پیسې پیدا کړای شي. ویډیو وګورئ.


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus