Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Январь
2018

Новости за 28.01.2018

Mashaalradio.com 

خبریالان د جعلي خبرونو مخنیوي څنګه کولای شي؟

د اتوار په ورځ په لاهور کې د سپریم کورټ درې تني جرګګۍ د قصور د وژل شوې ماشومې زېنب د مقدمې اوریدنه وکړه چې پکې یې د ډاکټر شاهد مسعود د ادعاو پلټنو لپاره د یوې ګډې تحقیقاتي ډلې جوړولو امر وکړ.

Mashaalradio.com 

له چارسدې نه باګرام ته د سبزیانو تجارت

د پېښور سره په خوا کې د چارسدې کروندګر وايي څه موده مخکې پورې به یې داسې سبزیانې کرلې چې په ځايي توګه چا نه پېژندلې، خو په کابل کې مېشتو نړیوالو ځواکونو به په مینه خوړلې. دوی وايي په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د شمېر په کمېدو سره د دوی کاروبار هم اغېزمن شوی دی. د ډیوه راډیو خبریال ملک وقاص پرې ویډیويي راپور جوړ کړی دی.

Pa.azadiradio.com 

روسي پولیسو د ناوالني په ګډون د ده ځيني پلویان نیولي

د اپوزسیون د مشر الکسي ناوالني په ګډون لسګونه فعالان چې د روسیې د راروانو انتخاباتو د تحریم په پلوۍ یې اعتراضونه کول، نن یکشنبه په بېلابېلو ښارونو کې د پولیسو له خوا ونیول شول. ناوالني چې په روسیه کې یې د فساد پرضد مبارزه پیل کړې، پر خپله ټوېټر پاڼه په یوه پیغام کې لیکلي، پولیسو وروسته له هغه ونیو چې ده د مسکو په مرکز کې د شااوخوا زرو کسانو په ګډون په یوه اعتراضیه غونډه کې ګډون وکړ. هغه له توقیف مخکې په مسکو کې له خپل اپارتمان څخه د مظاهرو د مستقیم نشر پرمهال پر خپله ویبپاڼه په یوه ویډیويي پیغام کې وویل... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د طالبانو برید کې وژل شوي ربیع الله به ویل 'کابل نه پرېږدم'

څلورویشت کلن ربیع الله چې دوه واړه ماشومان ترې پاتې دي مړی یې په یکشنبه خاورو ته وسپارل شو. د ربیع الله یوه ملګری وايي، ما ورته ویل بهر ته څه وخت درومې، ده ویل چې خارج دلته راشي، کابل نه پرېږدم. شریف الله بل هغه ځوان چې کورنۍ ورته په نږدې راتلونکې کې کوژده کوله خو د طالبانو بمي چاودنې په ابدي خوب ویده کړ. ویډیو او ایډیټ: نصرت پارسا

Pa.azadiradio.com 

د قربانیانو خاورو ته سپارنه ، طالبانو کوم کسان په نښه کړي وو؟

څلوروېشت کلن ربیع الله چې دوه واړه ماشومان ترې پاتې جسد یې نن خاورو ته وسپارل شو. شریف الله بل هغه ځوان چې په نږدې راتلونکې یې ورته کوژده کوله خو نن خپل ابدي کور ته ورغی. ویډیو او ایډیټ: نصرت پارسا




Pa.azadiradio.com 

له موټر بم چاودنې یوه ورځ وروسته

په کابل کې د چاودنې په دوهمه ورځ لا هم ځيني کورنۍ د خپل عزیزانو په لټه کې دي. د کورنیو چارو وزیر ویس برمک وايي په دغې پیښه کې ۱۰۳ تنه وژل شوي او ۲۳۵ نور ټپیان دي. د دغې حملې مسؤلیت طالبانو اخیستی دی. وېډیو او اېډېټ: ابراهیم صافی

Mashaalradio.com 

د باچاخان پر فلسفه کتاب لیکونکي سهیل خان سره خبرې

دا اونۍ په  مشال مرکه کې راسره د عبدالولي خان پوهنتون استاد او څیړنکار ډاکټر سهیل خان میلمه دی. نوموړي په دې وروستیو کې د باچاخان په تعلیمي فلسفه یو کتاب هم خپور کړیدی. مشال راډیو هڅه کړې ده چې له نوموړي سره د ده د کتاب پر بنیادي موضوعاتو خبرې وکړي.

Pa.azadiradio.com 

په بلخ کې د دوو خپلسرو وسله والو ډلو ترمنځ نښته شوې

په مزارشریف ښار کې د استوګنې په یوه ښارګوټي کې نن یکشنبه د دوو خپلسرو وسله والو ډلو ترمنځ نښته شوې. په بلخ کې د ازادي راډیو خبریال راپور راکوي چې د ولسي جرګې د غړي عباس ابراهیم زاده په ښارګوټي کې د نوموړي د ګاردانو او نامعلومو وسله والو ترمنځ نښته اوس هم روانه ده او دواړه خواوې پر پولیسو هم ډزې کوي. د بلخ یوه امنیتي چارواکي د خپل نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې دا نښته د ولسي جرګې د غړي عباس ابراهیم زاده او د مشرانو جرګې د غړي محمدعباس اخلاقي د غیرمسؤلو وسله والو ترمنځ شوې ده. د دې نښتې د تلفاتو په اړه تر دې دمه معلومات نشته.

Pa.azadiradio.com 

د اسپانیا د لالیګا سیالیو په لړ کې بارسلونا له الویز سره لوبه کوي

د اسپانیا د لالیګا سیالیو په لړ کې بارسلونا له الویز سره لوبه کوي. دغه لوبه د کابل په وخت نن د شپې ۱۲ بجې او ۱۵ دقیقې د بارسلونا په نیوکمپ لوبغالي کې ترسره کېږي. دغه راز د لالیګا د تېرې شپې په لوبه کې ریال مادرید ۴ د ۱ او ولنسیا او ویاریال ۴ د ۲، ریال سوسیداد ته ماته ورکړه. خو مالاګا او جیرونا لوبه صفر د صفر په وړاندې مساوي کړه.

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د تکواندو ملي لوبډلې ته انتخاباتي سیالۍ روانې دي

په کابل کې د تکواندو ملي لوبډلې ته انتخاباتي سیالۍ روانې دي. د تکواندو د ملي لوبډلې روزنکی بشیر تره کي نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې په دغو سیالیو کې ۱۰۰ ښځینه لوبغاړو ګډون کړی چې له ډلې یې ۳۲ هغه د تکواندو ملي لوبدلې ته لار پیدا کوي. ښاغلي تره کي د دغو سیالیو هدف له نویو مهارتونو سره د افغان لوبغاړو بلدتیا وښوده.

Pa.azadiradio.com 

کرکټ بورډ: د «ای. پي. اېل» سیالیو ته څلور افغان لوبغاړي غوره شول

د هندوستان د کرکټ په غوره لیګ یا «ای. پي. اېل» سیالیو کې څلور افغان لوبغاړي لوبېږي. د دې سیالیو بولي له تېرې ورځې راهیسې په بنګلور کې پیل شوې چې پکې له پاکستانه پرته د بېلابېلو هېوادونو ۵۷۸ لوبغاړي شامل دي. یادې بولۍ ته د افغانستان کرکټ بورډ ۱۰ افغان لوبغاړي معرفي کړي وو چې له ډلې یې راشد ارمان او محمد نبي عیسی خېل سنرایزرز حیدر اباد لوبډلې، مجیب ځدراڼ د کنګز ایلیون پنجاب لوبډلې او ظاهر خان د راجستان رایلز لوبډلې وپیرل. یادو لوبډلو راشد ارمان د نهه سوه لکه، محمد نبي د سل لکه، مجیب ځدراڼ د څلور... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کرنې وزارت سږکال د زعفرانو د حاصلاتو له ریاتوالي خبر ورکوي

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، سږکال د د زعفرانو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې په ۱۳۹۶ لمریز کال کې د افغانستان په کچه ۱۰،۶ ټنه د زعفرانو حاصلات ترلاسه شوي چې د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه زیاتوالی ښيي. ښاغلی رستمي وايي، مخکې تر دې اټکل دا و چې سږ کال د افغانستان په کچه د زعفرانو حاصلات ۸ ټنه وي. نوموړی زیاتوي چې افغان بزګران به له دې درکه ۱۸ میلیونه ډالر عاید تر لاسه کړی.

Pa.azadiradio.com 

سیپراس: مقدونیې سره د یونان د نوم پر سر د لانجې حل ته چمتو یم

د یونان صدراعظم وايي، دی له مقدونیې سره د دې هېواد د نوم پر سر د لانجې د حل لپاره چمتو دی. مقدونیې له پخوانۍ یوګوسلاویا څخه تر جلا کېدو وروسته خپل نوم وساته، خو دې مسئلې یونان چې دا یې لرغونی نوم دوی او په دې نوم یو ولایت هم لري، سخت په غوسه کړ. الکسیس سیپراس وايي چې د مقدونیې لپاره باید داسې یو ترکیبي نوم غوره شي چې مقدونیه یې جز وي. سیپراس چې له ملګرو ملتونو سره د دې مسئلې د حل په برخه کې د اپوزېسیون د ملاتړ په جلبولو کې پاتې راغلی ومنله چې ښايي دا لانجه ډېر ژر حل نه شي خو ویې ویل چې د مقدونیې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سوداګرۍ خونه د وروستیو نا امنیو او چاودنو په اړه اندېښنه لري

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه په هېواد کې د وروستیو نا امنیو او پرله پسې چاودنو په اړه اندېښنه لري. د دغې خونې ویاند صیام الدین پسرلي نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې دغه وضعیت په مستقیم او غیر مستقیم ډول خصوصي سکټور ته زیان رسولی دی. ښاغلی پسرلی وايي، که چېرې وضعیت دغه شان دوام وکړي، زیات شمېر پانګوال به له افغانستانه خپلې پانګې اوباسي. د سوداګرۍ او صنایعو خونه له افغان حکومته غواړي چې د خصوصي سکټور د امنیت د ټینګښت لپاره لازم اقدامات وکړي. د تېرې اوونۍ د یکشنبې په شپه پر انټرکانټیننټال... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ایران د سپاه پاسداران ځواک وايي د داعش ۱۶ غړي یې نیولي

د ایران د سپاه پاسداران ځواک وايي چې د دې هېواد په جنوبي ولایت فارس کې په یوه نښته کې د دوی درې سرتېري له داعش ډلې سره په جګړه کې وژل شوي خو وايي چې دې ځواک د داعش ۱۶ غړي نیولي دي. پاسداران پرون پر خپله ویب‎پاڼه سپاه نیوز د دې ځواک د ځمکنیو قواوو د قوماندان جنرال محمد پاکپور له قول ویلي چې په دې جګړه کې د داعش یو شمېر غړي هم وژل شوي دي. ده همدا راز ویلي چې لږ تر لږه دوه تنه سخت‎دریځي تښتېدلي وو، خو وروسته ونیول شول. سپاه نیوز همدا راز د جنرال پاکپور له قوله زیاتوي چې ترورېستانو غوښتل د ایران پر سرحدي ښارونو او پلازمېنه حملې وکړي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

ګلالۍ اسماعیل وايي پر ګواښونو سربیره به هم خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي

د ښځو د حقونو لپاره کارکوونکې ګلالۍ اسماعیل وايي د ګواښونو سربیره به هم خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي. نوموړې د اتوار په ورځ له مشال ریډیو سره په خبرو کې وویل هغه تن چې په دې یې د مذهب د سپکاوي تور پورې کړی وو، د خالي په ورځ عدالت په ضمانت خوشي کړی دی.

Pa.azadiradio.com 

روسيه کې د ناوالني په پلوي فعالانو د پوتین پر ضد غونډې وکړې

په روسیه کې د اپوزیسیون د مشر الکسي ناوالني پلوي فعالانو نن په نووسیبیرسک، ایرکوڅک، ولادي واستوک، تومسک او د سایبریا په ځینو نورو ښارونو کې د ولسمشر ولادیمیر پوتین پر ضد اعتراضیه غونډې وکړې. روسي فعالانو د یوې بلې شپږکلنې دورې لپاره د ولادیمیر پوتین د احتمالي واکمنۍ پر ضد د ټول هېواد په کچه د ناوالني په پلوي اعتراضونه پیل کړي او د انتخاباتو د تحریم غوښتنه یې کړې. دا په داسې حال کې ده چې چارواکو د هغو اعتراضونو په وړاندې چې قوانین مات کړي، د سختو اقداماتو خبرداری ورکړی. پولیسو نن په مسکو کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ټرمپ او مایک پنس: طالبان به بریالي کېدو ته پرې نه‎ږدو

په کابل کې د پرونۍ حملې په اړه د غبرګونونو په ترڅ کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او مرستیال یې مایک پنس ویلي چې طالبان به بریالي کېدو ته پرې نه‎ږدي. ښاغلي ټرمپ پر خپله ټویټرپاڼه په یوه بیان کې ویلي چې طالبان بې‎ګناه افغانان او زړور افغان پولیس په نښه کوي، خو ټرمپ په دوام کې لیکي، امریکا به پرې نه‎ږدي چې طالبان بریالي شي. ښاغلي پنس هم پر ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي چې طالبانو په بې‎غیرتۍ سره بې‎ګناه افغانان او زړور افغان پولیس په نښه کړل. د امریکا ولسمشر په یوه مخکیني بیان کې د نړۍ د ټولو هېوادونو... Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus