Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Январь
2018

Новости за 29.01.2018

Mashaalradio.com 

د سېنټ ټاکنو په اړه د پاکستان د انتخاباتو کمېشن اعلان

د پاکستان انتخاباتو کمېشن اعلان کړی چې د قامي اسمبلۍ د سېنټ ټاکنې به په مارچ مېاشت کې کېږي. دې کمېشن پر خپل ويب سايټ د جنورۍ په نهه ويشتمه خپرې کړې خبرپاڼه کې ويلي چې د فرورۍ په دوهمه به د دې انتخاباتو رسمي مهالويش اعلان شي.

Mashaalradio.com 

ټرمپ: طالبانو سره د سولې مذاکرات نه کوو

د امريکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي په اوسمهال کې د طالبانو سره ځکه خبرې نه شي کېدلی چې دغو وسله والو ډلو د خپلو خلکو وژنو ته دوام ورکړی. نوموړي د جنورۍ په نهه ويشتمه په واشنګټن کې د امريکې د ملي امنيت شورا په غونډه کې وويل د طالبانو پر ضد هغه جګړه چې ډېرو سرته ونه رسوله، دی به يې رسوي.

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت په کابل کې نننۍ حمله وحشتناکه بللې ده. د اسرايل صدراعظم بنيامن ناتنیاهو نن مسکو ته رسېدلی دی. ترکي حکومت په دغه هیواد کې درې سوه کسان نیولي دي. د ازادي سټوډیو دا او نور خبرونه د شپې په اتو بجو له پیشګام ټلویزیونه مه هېروئ

Mashaalradio.com 

ټرمپ: نړیوال دې د طالبانو پرضد پرېکنده ګام واخلي

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د شنبې پر ورځ په کابل کې د يوه ايمبولېنس په وسيله له شوي بريد وروسته په خپل يوه ټوېټر پيغام کې پر نړيوالو غږ کړی چې د طالبانو پرضد پرېکنده اقدام وکړي.

Pa.azadiradio.com 

په ایران کې د حجاب پر ضد لاریون کې نیول شوې نجلۍ خوشې شوه

هغه ایرانۍ نجلې چې تېره میاشت په ایران کې د جبري حجاب پر ضد د اعتراض په خاطر نیول شوې وه، خوشې شوې ده. په ایران کې د بشري حقونو یوې مدافع وکیلې، نسرین ستوده نن دوشنبه پر خپله فېس‌بوک پاڼه ولیکل چې د انقلاب کوڅې نجلۍ خوشې شوه. په یوه وېډیو کې یوه ښځه چې نوم‌یې نه‌دی په ډاګه شوی، ښکاري چې لوڅ سر د تهران د انقلاب په واټ کې د کانکرېټ څخه په جوړ شوي لوړه ولاړه ده. دا وېډیو په ټولنیزو رسنیو کې ډېرو خلکو شریکه کړه. په وېډیو کې دا نجلۍ ښکاري چې په ایران کې د جبري حجاب پر ضد د اعتراض په توګه یو سپین بیرغ ښوروي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مسکو کې د اورلګېدنې په پېښه کې ۴ تاجکستاني وګړي وژل شوي

مسکو ته نږدې د کراسنوګورسک د ښارګوټي په یو اپارتمان کې د اورلګېدو څلور تاجکستاني وګړي وژلي دي. د روسیې د څېړنو د کمېټې ویاندې اولګا ورادي وايي، د یکشنبې په ورځ د اورلګېدنې په دې پېښه کې یوه ۴۸ کلنه تاجکستانۍ مېرمن او د هغې یو شپږ کلن لمسی وژل شوي دي. د نوموړې په وینا، یوه ۴۸ کلن تاجکستاني سړي او د هغه ۱۳ کلن زوی وروسته په روغتون کې د سوځېدنې له کبله ساه ورکړې ده. د روسیې د څېړنو د کمېټې د ویاندې په وینا، دغو تاجکستاني وګړو دا اپارتمان په کرایه نیولی و او د اور د لګېدو د علت په اړه څېړنې روانې دي.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په ځینو سیمو کې د درنو واورو د ورېدو خبرداری

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې په ځینو سیمو کې د درنو واورو د ورېدو خبرداری ورکړی دی. دې مرکز نن دوشنبه په یوې خپرپاڼه کې ویلي، په فاریاب، سرپل، غور، بامیان، ارزگان، ډایکندی، غزني، پکتیکا، وردګ، پروان، کاپیسا، پنجشیر، کونړ، نورستان، د بدخشان شمالي برخه او سالنگونو کې د سختو واورو د ورېدو امکان شته. د هوا پېژندنې د ریاست په خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي چې په ځینو سیمو کې له ۳۰ سانتي مترو هم د ډېرو واورو د ورېدو اټکل کېږي. په خبرپاڼه کې پر یادو ولایتونو سربېره په هرات، بادغیس، زابل، د کندهار شمال... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د ستونزو هواري لپاره د قبایلو لاریون پېښور ته رسېدلی

د قبایلي سیمو د یو لړ ستونزو د هواري لپاره د یو شمېر ټولنو لاریون پېښور ته رسېدلی. د بېلا بېلو ټولنو او د لاریون منتظمینو مشال راډیو ته وویل، دوی د فبرورۍ پر لومړۍ په اسلام اباد کې احتجاجي ناسته پیلوي چې حکومت نه یوازې د جنوبي وزیرستان د ځوان نقیب مسود وژنې سمو پلټنو ته اړ کړي بلکې د قبایلو نورې ستونزې هم هوارې کړي. د مشال راډیو د خبریال ویډیو




Mashaalradio.com 

د خوست منګل ولسونه پرمختیايي پروژې غواړي

د خوست د موسی خېلو او قلندر ولسوالیو قومي مخور وايي، چې د یادو ولسوالیو امنیت، بیارغونې او د اوسیدونکو لپاره د پوهنې او روغتیا په ګډون نورو ټولنیزو خدمتونو ته پاملرنه نه ده شوې.

Pa.azadiradio.com 

د کابل پر یوه پوځي مرکز برید کې ۱۱ سرتېري وژل شوي

په کابل کې پر یوه پوځي مرکز په حمله کې د ملي اردو ۱۱ سرتېري وژل شوي او ۱۶ ټپیان دي. د افغانستان د دفاع وزارت وایي، افغان پوځیانو وکړای شول چې له پنځو بریدګرو یو تن ژوندی ونیسي. نور حال په دغه ویډویي راپور کې چې د ازادي راډيو خبریال سباوون کاکړ چمتو کړې، وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

د اسپانیا د لالیګا په سیالیو کې بارسلونا الویز ته ماته ورکړه

د اسپانیا د لالیګا سیالیو په لړ کې تېره شپه بارسلونا، الویز ته ماته ورکړه. دغه لوبه د بارسلونا په کوربه توب پیل شوه چې د بارسلونا لوبډلې دوه ځلې د سیالې لوبډلې د ګول دروازه پرانېسته، خو الویز یوازې یو ځل ګول وواهه چې په دې ډول لوبه ۲ د ۱ په وړاندې د بارسلونا په بریا پای ته ورسېده. د لالیګا د نن شپې په بله لوبه کې ریال بتیس له سلته ویګو سره لوبه کوي. دغه لوبه د کابل په وخت د شپې په ۱۲ نیمو بجو پیلېږي.

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ د ۱۹ کلنو افغان لوبډلې له استرالیا ماته وخوړه

د کرکټ د ۱۹ کلنو په نړیوال جام سیالیو کې افغان لوبډلې د څو پرله پسې بریاوو وروسته په نیمه پای لوبه کې د استرالیا د کرکټ د۱۹ کلنو ځوانانو پر وړاندې ماته وخوړه. په نننۍ لوبه کې ټاس یا پچه افغان لوبډلې وګټله او خپله یې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه چې په ۴۸ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۸۱ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۸۲ منډو هدف وټاکه. د افغانستان په منډه جوړونکو کې اکرام علي خېل تر ټولو زیاتې ۸۰ منډې وکړې، خو نور افغان منډه جوړونکي ښه ونه ځلېدل. په دوهمه پاڼۍ کې استرالیا د یاد هدف... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ د ۱۹ کلنو افغان لوبډلې له استرالیا نه ماته وخوړه

د کرکټ د ۱۹ کلنو په نړیوال جام سیالیو کې افغان لوبډلې د څو پرله‌پسې بریاوو وروسته په نیمه پای لوبه کې د استرالیا د کرکټ د ۱۹ کلنو ځوانانو پر وړاندې ماته وخوړه. په نننۍ لوبه کې ټاس یا پچه افغان لوبډلې وګټله او خپله‌یې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه چې په ۴۸ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۸۱ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته‌یې د ۱۸۲ منډو هدف وټاکه. د افغانستان په منډه جوړونکو کې اکرام علي‌خېل تر ټولو زیاتې ۸۰ منډې وکړې، خو نور افغان منډه جوړونکي ښه ونه‌ځلېدل. په دوهمه پاڼۍ کې استرالیا د یاد هدف... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

غني: له وسله‌والو مخالفينو به د بې‌ګناه افغانانو د وينې غچ واخلو

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، له وسله‌والو مخالفينو به د بې‌ګناه افغانانو د وينې غچ واخلي. ښاغلي غني نن دوشنبه په کابل کې د اندونیزیا له ولسمشر جوکو وېدودو سره په یوه خبري ناسته کې د وینا پر مهال وویل، افغان حکومت به د دغو بریدونو په ځواب کې د واضحو او جدي اقداماتو په اړه معلومات ډېر ژر له خلکو سره شریک کړي. ولسمشر غني وروستیو بریدونو ته په اشارې وویل چې دا ځل طالبانو حتی د خپلې بدنامۍ د مخنیوي لپاره هم د دې وحشت له مسؤلیت څخه انکار ونه‌کړ، ځکه دوی د خپلو بادارانو له امر څخه سرغړونه نه‌شي کولای. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو منځګړی نن دوشنبه یونان ته ځي

د ملګرو ملتونو منځګړی نن یونان ته ځي او دغلته په هغو دوه ورځنیو خبرو کې برخه اخلي چې هدف‌یې د پخوانۍ یوګوسلاویا د مقدونیا له جمهوریت سره د دې هېواد د نوم پر سر د یونان د ۲۷ کلن کړکېچ هواری دی. د ملګرو ملتونو ځانګړی دغه استازی به وروسته دوه ورځې په مقدونیا کې تېرې کړي. یونان په ۱۹۹۱ میلادي کال کې د مقدونیا د خپلواکۍ راهیسې له دې هېواد سره د مقدونیا د نوم پر کارولو شخړه لري او دې لانجې په اروپايي ټولنه او ناټو کې د مقدونیا د شمولیت هڅې له ستونزو سره مخ کړې دي. اتن وايي، د سکوپی له‌خوا د مقدونیا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ولادیمیر پوتین په مسکو کې له بنیامین نتانیاهو سره ګوري

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به نن دوشنبه په مسکو کې د اسرائیلو له صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره وګوري. د سوریې کړکېچ او په دې هېواد کې د ایران حضور به د دواړو مشرانو په خبرو کې له شاملو موضوعاتو څخه وي. پر دې سربېره تمه کېږي چې پوتین او نتانیاهو به د روسیې او اسرائیلو ترمنځ د سوداګرۍ، اقتصاد، کلتور او بشري چارو په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا هم خبرې وکړي.  کرملېن وايي، دواړه لوري به د فلسطینیانو او اسرائیلو د سولې په بهیر او په سوریه کې د وضعيت په شمول پر سیمه‌ییزو او نړیوالو تودو مسئلو هم وغږېږي. Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus