Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Январь
2018

Новости за 20.01.2018

Mashaalradio.com 

پېښور پرېس کلب او خېبر يونين اف جرنلسټس د مشال راډيو دفتر تړل غندلي

په پاکستان کې د مشال راډيو د دفتر تړلو اقدام ځايي خبريالانو غندلی او دا يې د صحافت د ازادۍ ضد عمل بللی دی. د شنبې پر ورځ پېښور پرېس کلب او خېبر يونين اف جرنلسټس په دې لړ کې يوه مشترکه اعلاميه خپره کړه چې پکې غوښتنه شوې چې د مشال راډيو دفتر دې بېرته پرانيستل شي.

Mashaalradio.com 

“مشال راډیو د بې وزله ولس غږ دی”

د پاکستان نومیالی خبریال او شنونکی شمیم شاهد وايي ،مشال راډیو چې کوم خبرونه او خپرونې ورکوي په هغوی کې موږ داسې څه نه دي لیدلي او اورېدلي کوم چې یو طرفه وي.

Mashaalradio.com 

د باچا خان اونۍ نمانځل کېږي

د عدم اشدد د نړیوال مبارز خان عبدالغفار خان – باچا خان – د ۳۰م تلین پر مهال د هغه په ویاړ – د باچاخان اونۍ – نمانځل کېږي. د باچا خان تعلیمي بنسټ مشر ډاکټر خادم حسېن او د مېرمنو د حقونو فعاله ثنا اعجاز په دې ویډیو کې د باچا خان د ژوند او فکر په اړه خبرې کوي.




Pa.azadiradio.com 

د پکتیکا د ګیانې ـ ارګون د سړک درې پروژې بشپړې شوې

د پکتیکا د ګیانې او ارګون ولسوالیو تر منځ دوه پلونه او دونیم کلیومتره سړک چې د ۱۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت په پاخه او اساسي ډول جوړ شوي، ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. نن د شنبې په ورځ د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت د ازادي راډيو مشال څانګې ته وویل چې د یادو درېیو پروژو مالي لګښت د ټولګټو چارو وزارت له پرمختیايي بودجې څخه ورکړل شوی دی. ده وویل چې جوړ شوي پلونه یو پل ۷۰ متره او دوهم۳۵ متره اوږدوالی لري. د پکتیکا والي زیاته کړه چې د ارګون ولسوالۍ د ګل شاخېلو سړک هم په تدارکاتو کې دی او ډېر ژر به يې د جوړېدو چارې پيل شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغان ۱۹کلونو کرکټ ټیم راتلونکې لوبه له نیوزیلنډ سره ده

په نیوزیلند کې د کرکټ د نوولس کلنو په نړیوال جام لوبو کې نن د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلو سره لوبه وکړه. ایرلند لومړی بیټینګ پیل کړ او په ۵۰ اورنو کې یې د اتو لوبغاړو په سوځولو سره افغان لوبډلې ته ۲۲۵ منډې هدف وټاکه. ورپسې د افغانستان لوبډلې بیټینګ پیل کړ او په ۴۹ اور کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۲۱ منډې جوړې کړې او له دوو پرلپسې بریاوو وروسته یې د ۴ منډو په توپیر ایرلنډ ته لوبه وبایلله. د کرکټ په نړیوال جام کې افغانستان په D ګروپ له پاکستان، سریلانکا او ایرلنډ سره په یوه ګروپ کې دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په هرات کې د یوه ښوونځي د سوځېدو مخه نیول شوې

د هرات په اوبه ولسوالۍ کې یو شمېر سیمه ییز وګړو د یوه ښونځي د سوځېدو مخه ونیوله. د هرات د والي دفتر څخه په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره شپه شوې او یو شمېر نامعلومو کسانو چې غوښتل یې د یوه کلي ښونځي ته اور واچوي وروسته له هغې وتښتېدل چې د سیمې خلک خبر او سیمې ته را ورسېدل. دوی وتوانېدل یوازې یوه خونه وسوځوي. په دې پېښه کې چا ته زیان نه دی رسېدلی.

Pa.azadiradio.com 

ترکیه وايي له سوریې څخه یې پر خپلې خاورې د برید ځواب ویلی

د ترکیې پوځ وایي، د سوریې په شمال لوېدیځ کې د کردانو تر کنټرول لاندې سیمې څخه یې د ترکیې پر خاوره د برید ځواب ویلی دی. د ترکیې پوځ نن په یوې اعلامې کې ویلي چې د هغو دوو ورځنیو ځورونو ځواب یې د سوریې په افرین سیمي کې د کډوالو پر یوه کمپ پر برید ورکړی دی. ویل کېږې دا کمپ د کرد ملېشو وای پې جي لخوا کنټرولېږي. په اعلامیې کې په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي. ترکیه «واي پي جي» یو تروریستي سازمان ګڼي. د ترکیې دفاع وزیر تېره ورځ ویلي وو چې هېواد یې د سوریې په آفرین سیمه کې د امریکا په ملاتړ کردي جنګیالیو پر ضد عملیات پیل کړي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د لالیګا سیالیو په لړ کې لاس پلماس له ولنسیا سره لوبه کوي

د اسپانیا د لالیګا سیالیو په لړ کې لاس پلماس له ولنسیا سره د افغانستان پروخت نن شپه ۱۲:۱۵ لوبه کوي. د لالیګا په بله لوبه کې الویز له لیګانس سره د لوبې ډګر ته ځي. دغه لوبه د کابل پروخت د افغانستان ۳:۳۰ دقیقې ترسره کېږي. دغه راز د لالیګا د سبا شپې په لوبه کې ریال مادرید له دیپورتیوو سره مخامخېږي. دغه لوبه د ریال مادرید په کوربه توب د افغانستان په وخت د شپې ۷:۴۵ پیلېږي


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus