Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Январь
2018

Новости за 23.01.2018

Mashaalradio.com 

شهباز شريف: د زېنب قاتل مو نيولی دی

د پنجاب وزيراعلی شهباز شريف وايي پر زېنب انصاري جنسي تېري کوونکي او د هغې په وژلو تورن کس نېولو لپاره د ۱۱۵۰ مشکوکو کسانو ډي، اين، ای ټيسټونه وشول.

Mashaalradio.com 

طالبانو د سوات په ګوالېري کې قیامت راباندې تېر کړ

د سوات په ګوالېری کې د ۲۰۰۸ ز کال د اکتوبر په لسمه نېټه طالب جګړه مارو د دغه ښایسته کلي په یوه وړوکي جومات کې د کلي ۱۲ مشران ووژل او نن هم هغه غمژنه او ویرژنه پېښه د خلکو پر خوله ده. د ډیوې راډیو خبریال د هغې پېښې ځپلیو سره خبرې کړې.

Pa.azadiradio.com 

لسګونه هېوادونه د کيمیاوي حملو د عاملینو په وړاندې نوي اقدامات پیلوي

د لسګونو هېوادونو چارواکي نن سې شنبه په پاریس کې په یوه غونډه کې د کيمیاوي حملو د عاملینو په وړاندې نوي اقدامات پیلوي. د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت وویل، ۲۹ هېوادونه به هغه اقدامات تصویب کړي چې په ترڅ کې یې د کیمياوي وسلو د تولیدوونکو او کاروونکو په وړاندې د معافیت د ختمولو لپاره مبارزه کې همکاري پیاوړې کېږي. د دغو نویو اقداماتو په ترڅ کې د معلوماتو راټولول او له یوبل سره د هغوی په شریکولو کې د اسانتیاوو رامنځته کول شامل دي، ترڅو د کیمياوي حملو له عاملینو سره د خپلو اعمالو په خاطر حساب کتاب وشي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هرات کې ۴ رزه چرګان د والګي په ناروغۍ اخته شوي

د هرات د کرنې او مالدارۍ د ریاست مسؤلین وایي، د دې ولایت د چرګانو په دوو فارمونو کې د څېړنو ټیمونو موندلې چې شااوخوا څلور زره چرګان د والګي یا د مارغانو د انفلوانزا په ویروس اخته شوي دي. مسؤلینو ویلي چې په دغو فارمونو کې د دغې انفلوانزا د اېچ پنځه ډوله ویروس تشخیص شوی او په نورو فارمونو کې هم څېړنې پیل شوې دي. د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وویل، د دغې انفلوانزا د مخنیوي لپاره مشکوک فارمونه بند شوي او یو لړ نور تدابیر هم نیول شوي دي. له دې مخکې په خوست کې هم په کارغانو او او نورو وحشي مارغانو کې د والګي یا انفلوانزا نښې موندل شوې وې. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د حافظ سعید پر خیریه ادارو بندیز ته ژمن یو

د پاکستان وزيراعظم شاهد خاقان عباسي تېره ورځ له رويټرز خبري اژانس سره په مرکه کې د حافظ سعيد په مشرۍ پر جماعت الدعوه او فلاح انسانيت فاونډېشن باندې د بنديز عمل ته د ژمنتيا هوډ څرګند کړ.

Pa.azadiradio.com 

د امریکا او فرانسې د بهرنیو چارو وزیران پر ایران غږېږي

ایران به د امریکا او فرانسې د بهرنیو چارو وزیرانو د نننۍ کتنې د اجنډا په سر کې وي. ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن اروپا ته د سفر په دوهمه ورځ نن په پاریس کې له خپل فرانسوي سیال ژان لودریان سره خبرې وکړي. ټېلرسن پرون په لندن کې له خپل بریتانوي سیال او نورو چارواکو سره وکتل. ټېلرسن په دې سفر کې تهران ته د سختې سزا ورکولو لپاره چې هغه به ښایي د نړۍ له قدرتونو سره د ایران له اټمي تړون څخه د امریکا وتل ودروي، د اروپا د ملاتړ په برخه کې د پرمخګتونو خبره کړې ده. په عین حال کې... Читать дальше...




Pa.azadiradio.com 

نوري: د وشوو ټیم افغان لوبغاړي د سیالیو لپاره پاکستان ته ولاړ

د افغانستان د ووشو یو شمېر لوبغاړي له پاکستاني لوبغاړو سره د ووشو په سیالیو کې د ګډون لپاره نن د کوټې په لور روان شول. د ووشو د ملي لوبډلې روزونکي ظاهر نوري نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې له افغانستانه په دغو سیالیو کې شپږو حرفوي لوبغاړو، پنځو د اماتور لوبغاړو، دوه تنو سر روزونکو او یوه روزونکي ګډون کړی دی. دغه سیالۍ د روان میلادي کال د جنورۍ پر ۲۵مه نېټه په کوټې کې پیلېږي او درې ورځې دوام کوي.

Pa.azadiradio.com 

غفوري: په جوزجان کې ۶ داعش او ۳ طالبان وژل شوي

د جوزجان چارواکي د دې ولایت په درزاب او قوش‌تپې ولسوالیو کې د وسله‌والو طالبانو او د اسلامي دولت ډلې یا داعش د وسله‌والو ترمنځ په نویو نښتو کې دواړو لورو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو خبر ورکوي. د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه د درزاب په شاه‌توت کلي کې د طالبانو په یوه کمین کې د داعش درې غړي او د قوش‌تپې په شوربولاق کلي کې په یوې لنډې نښته کې درې وسله‌وال طالبان او درې د داعش وسله‌وال ووژل شول. د هغه په وینا په دواړو ولسوالیو کې دواړه ډلې یو بل ته لاس په ماشه دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امان: یو ګډ کمېسیون د انټرکانټیننټال هوتل پېښه څېړي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له ترورېزم سره د مبارزې ریاست وايي، پر انټرکانټیننټال هوټل د حملې د څېړلو لپاره د دغه ریاست او د ملي امنیت د عمومي ریاست د متخصصینو یوه ګډ کمېسیون، جدي څېړنې او پلټنې پیل کړي دي. د دې وزارت له ترورېزم سره د مبارزې رئیس نجیب امان نن ازادي راډیو ته وویل چې د کمېسیون هڅه به داوي چې د دغې حملې اصلي عاملین پیدا او هغوی عدالت ته راوکاږي. ښاغلي امان ژمنه وکړه چې د دغه پلټونکي کمېسیون نتیجې به له بشپړېدو وروسته له خلکو سره شریکې شي. دا هغه ژمنه ده چې له دې مخکې هم په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: فراه کې د وسله‌والو پر ضد روان عملیات ښه پر مخ ځي

افغان امنیتي چارواکي وایي، په فراه کې د دولت د وسله‌والو مخالفينو پر ضد پیل شوي پراخ عملیات ښه مخ ته ځي. له فراه د ازادي راډیو خبریال وایي چې د دغو عملیاتو چې د فراه ښار ته نږدې سیمو او یو شمېر ناامنو ولسوالیو کې له پرون راهیسې پیل شوي، د څارنې لپاره د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو لوړپوړي چارواکي دې ولایت ته ورغلي دي. د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال مراد علي مراد او د دفاع وزارت لوی درستیز شریف یفتلي له نورو سیمه‌ییزو قوماندانانو سره دغه عملیات له نږدې څاري. د راپورونو له مخې،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د لندن په کراوین واټ کې د ګازو لیک‌والی کشف شوی

د لندن د اطفائیې اداره وایي چې ۱۴۵۰ تنه له یوه نایټ کلپ او یوه هوټل څخه د ګازو د لیکېدو له امله ایستل شوي دي. د بېړنیو چارو له ادارې د مرستې غوښتنه د لندن د سیلانیانو له سیمې د شپې دوه بجې وروسته له هغې وشوه چې په کراوین واټ کې د ګازو لیک‌والی کشف شو. د لندن د اور وژنې ادارې وویل چې د اور وژنې دوه موټر، د ژغورنې دوه ټیمونه او د اور وژنې شااوخوا ۲۰ کارکوونکي د پېښې ځای ته واستول شول. دغې ادارې وویل چې د اور وژنې کارکوونکو دا وموندله چې په سیمه کې ګاز لیک شوي دي. په دې پېښه کې د ټپیانو راپور نه‌دی ورکړل شوی. Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus