Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Январь
2018

Новости за 02.01.2018

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

د اسلام اباد او واشنګتن له یوه بله ګیلې، د ایران مظاهرې. د کوریاوو د روغې جوړې هڅې او په هندې کې لړې د دې خبرې ټولګې برخې جوړوي. دا خبرونه د شپې په ۸ بجې پیشګام تلویزیون خپروي. د ازادي راډیو په ویبپاڼه او فیسبوک کې یې هم لیدلی شئ.

Pa.azadiradio.com 

اڅکزی: د بلوچستان په زندانونو کې له افغان بندیانو سره بد چلند کېږي

په بلوچستان اسامبلۍ کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړی عبدالمجید خان اڅکزي ویلي دي چې د بلوچستان په زندان کې له قیدیانو سره سم چلند نه کېږي. له مشال راډیو سره نن سې شنبه په یوه مرکه کې مجید اڅکزي وویل، د بلوچستان په زندانونو کې له افغان بندیانو سره هم د پولیسو رویه سمه نه ده . په دې اړه د ایوب ترین ويډیويي رپورټ وګورئ.

Mashaalradio.com 

مجید اڅکزي: په جېلونو کې له افغان بندیانو سره بد چلند کېږي

په بلوچستان اسمبلۍ کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړی او د پبلیک اکاونټس کمیټۍ چېرمېن عبدالمجید خان اڅکزي ویلي دي چې د صوبې په جېلونو کې له قیدیانو سره سم چلند نه کېږي.له مشال راډیو سره نن (سېشنبه) په یوه مرکه کې مجید اڅکزي وویل د بلوچستان په جېلونو کې له افغان بندیانو سره هم د پولیسو رویه سمه نه ده او د پولې اجازتنامې (بارډر پاس) نه لرلو له وجې ګڼ افغانان په جېلونو کې پراته دي. په دې اړه د ایوب ترین ويډیويي رپورټ وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

هندوکش شمال د کابل د فوټبال د ۱۴ کلنو د لیګ اتلولي خپله کړه

د کابل د فوټبال د ۱۴ کلنو لیګ په سیالیو کې هندوکش شمال د ۳۱ امتیازونو په لرلو د دې لیګ اتلولي خپله کړه. د فوټبال فدراسیون د نشراتو مسؤل شفیع شاداب نن سې شنبه ازادي راډيو ته وویل چې د دې سیالیو په لړ کې همداراز رسول شهید د ۲۷ امتیازونو په درلودو دوهم او پامیر د ۲۶ امتیازونو په خپلولو درېیم مقام خپل کړ. ښاغلي شاداب وویل چې د دغه لیګ د نن ورځې په سیالیو کې استقلال ۳ د ۱ لوېدیځ هندوکش او رسول شهید، پامیر ته ۲ د صفر ماته ورکړه. نوموړی وایي، په دغه لیګ کې له کابله د فوټبال ۱۳ لوبډلو ګډون کړی و. ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نن شپه د انګلستان د فوټبال په غوره لیګ کې ګڼې لوبډلې لوبېږي

د انګلستان د فوټبال د غوره لیګ سیالیو په لړ کې نن د شپې صوت همټن له کریسټال پلیس، ویس هم له ویس بروم او سوانسي له تاتنهام سره د لوبې ډګر ته وځي. دغه لوبې د کابل پر وخت د شپې ۱۲ بجې او ۱۵ دقیقې پیلېږي. دغه‌راز د دغه لیګ په بله لوبه کې نن شپه ۱۲ نیمې بجې مانچسټر سیټي له واټ فورد سره لوبه کوي. د انګلستان د غوره لیګ سیالیو د تېرې شپې په نورو لوبو کې مانچسټر یونايټډ ۲ د صفر په وړاندې، ایبرټن، نیوکاسل ۱ د صفر او سټوک سیټي، لیسټر سیتي ۳ د صفر په وړاندې خپلې لوبې پای ته ورسولې، خو د برایټن او برونموت لوبه ۲ په ۲ مساوي شوه.




Pa.azadiradio.com 

چاووش اوغلو: انقره له مسکو سره د ټکنالوژۍ د انتقال مذاکرات کوي

د ترکيې د بهرنیو چارو وزیر مولوت چاووش اوغلو وايي، انقره له مسکو سره د ټکنالوژۍ د انتقال په اړه مذاکرات کوي. دا ټکنالوژي له مسکو څخه د انقرې د اېس څلور سوه دفاعي ميزایلو د سيسټم د پيرلو یوه برخه ده. چاووش اوغلو وويل، د دې سیسټم پيرل اړين وو او ترکيې ورته بېړنۍ اړتيا درلوده. د دې سيسټم په خاطر د ترکيې ناټو متحدو هېوادونو اندېښنه څرګنده کړې ده. چاووش اوغلو وويل: "موږ غوښتل دا سیسټم له خپلو ناټو متحدو هېوادونو څخه وپيرو، خو نتيجه یې ورنه کړه، روسیې راسره تر ټولو غوره سودا وکړه او ځکه ما دا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د عزیز کورنۍ له حکومت نه د عدالت غوښتنه کوي

د عزیز کورنۍ له حکومت نه د عدالت غوښتنه کوي د عزیز کورنۍ په یوه خبري ناسته کې رسنیو ته وویل، عزیزالله چې د کابل-کندهار په لویه لار د غزنی ولایت په مربوطاتو کې د یو پولیس له‌خوا په بې‌رحمۍ سره وژل شوی او د هغه موټر ورڅخه وړل شوی دی. په دې اړه نور معلومات د صادق رښتینی په دغه ویډیویي راپور کې.

Mashaalradio.com 

’جماعت الدعوه دې چندې او بسپنې نه راټولوي‘

پاکستان حکومت په نړيواله کچه د ناقانونه ګرځول شوې ډلې جماعت الدعوه پشمول پر يوشمېر نورو ډلو باندې د هر ډول مالي مرستو راټولو او ټولنیزه هلو ځلو کولو باندې بندېز لګولی دی او ویلي یې د حکمنامې سرغړوونکي به يو کروړ روپیو جرمانه کېږي.

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: په جوزجان کې هوایي بریدونو ۲۶ داعشیان وژلي

په جوزجان ولايت کې د افغان ځواکونو په هوايي عملیاتو کې د ۳ فرانسويانو او ۴ ازبکستانيانو په شمول، د داعش ډلې تر ۲۶ زیات جنګيالي وژل شوي دي. د جوزجان امنيه قوماندان فقیر محمد جوزجاني نن سې شنبه ازادي راډیو ته وويل چې عملیات د دوشنبې په ورځ د دې ولايت د درزاب ولسوالۍ په سردره او اولقاني کلیو کې وشول. ښاغلي جوزجاني زیاته کړه: "په وژل شويو کې ۷ کسان بهرنیان دي، ۳ فرانسوي او ۴ ازبکستاني دي. په وژل شويو کې د دوی قوماندانان هم شامل دي چې يو قاري شجاع او بل د يعقوب په نوم چې ځان‌يې فدايي باله، هم وژل... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

اسلام اباد کې د پښتنو خبریالانو ټولنه جوړه شوه

د ګل په ورځ په اسلام اباد کې مېشت پښتنو خبريالانو د خپلې یوې ټولنې بنياد کېښودو. پر دې مهال يوه غونډه د اسلام اباد په نېشنل پرېس کلب کې وشوه چې پکې خبريالانو ګډون وکړل. په دې اړه د محمد عمران ویډیويي رپورټ.

Pa.azadiradio.com 

په ارزګان کې هوايي برید ۶ وسله‌وال طالبان وژلي

د بهرنیو ځواکونو په هوایي برید کې د طالبانو د يوه قوماندان په ګډون شپږ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي. د ارزګان ولایت سیمه‌ییز امنتي چارواکي وايي یاد بریدونه د دغه ولایت مرکز ترینکوټ اړوند د "څا اډې" سیمه کې د وسله‌والو طالبانو پر يوه موټر او موټر سایکل شوي چې په نتيجه کې يې د وسله‌والو طالبانو د کمربند د مسؤل په ګډون ۶ تنه طالب وسله‌وال وژل شوي. د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر عبدالقوي عمري وایي، په دغه برید کې د وسله‌والو طالبانو یو شمېر سپکې وسلې هم له‌منځه تللې دي. وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني چارواکو په اسلام‌اباد کې د امریکا سفير احضار کړ

پاکستاني چارواکو په اسلام‌اباد کې د امریکا سفير احضار کړی دی. دا وروسته له هغه چې په پاکستان کې د ترورېستانو د خوندي ځايونو په خاطر د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پر پاکستان د میلیاردونو ډالرو د مرستو بندولو تهديد وکړ. د امریکا سفارت یوه وياند نن تأیيد کړه چې پاکستاني چارواکو سفير ډېوېډ هېل احضار کړی، خو تفصیل‌يې ورنه‌کړ.  د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د نوي کال په لومړۍ ورځ په خپل لومړي ټويټ کې پاکستان درواغجن هېواد وباله او ویې‌ویل چې امریکا يې د ترورېزم پر وړاندې په مبارزه کې تېر ايستلې ده ځکه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني چارواکو په اسلام اباد کې د امریکا سفير احضار کړ

پاکستاني چارواکو په اسلام اباد کې د امریکا سفير احضار کړی دی. دا وروسته له هغه چې په پاکستان کې د تروريستانو د خوندي ځايو په خاطر د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پر پاکستان د میلیارډونو ډالرو د مرستو بندولو تهديد وکړ. د امریکا سفارت یوه وياند نن تائيد کړه چې پاکستاني چارواکو سفير ډيويډ هېل احضار کړی خو تفصیل يې ورنه کړ.  د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د نوي کال په لومړۍ ورځ په خپل لومړي ټويټ کې پاکستان درواغجن هېواد وباله او ویې ویل چې امریکا يې د ترورېزم پر وړاندې په مبارزه کې تېر ايستلې ده ځکه د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په ایران کې په روانو لاریونونو کې د وژل شویو شمېر زیات شوی

په ایران کې په حکومت ضد لاریونو کې د وژل شویو شمېر زیات شو. د چارواکو د ځپنو پر خبرداري سربېره لاریونو پنځمه ورځ هم دوام وکړ او د يوه پولیس په ګډون نهه کسان پکې وژل شوي دي. پر ټولنيزو رسنیو په خپره شوې ويډيو کې په قهدريجان ښار کې لاريون کوونکي ښکاري چې د پولیسو پر پوسته حمله کوي. دولتي ټلوېزیون د سې شنبې په ورځ راپور ورکړ چې په نهو وژل شویو کې شپږو کسانو غوښتل د پولیسو له پوستې وسلې غلا کړي. تسنيم خبري اژانس د یوه امنیتي افسر د وژل کېدو راپور ورکړی چې د راپور له مخې يوه لاریون کوونکي په نجف اباد کې وواژه. Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus