Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Январь
2018

Новости за 10.01.2018

Pa.azadiradio.com 

د امریکا په کلیفورنیا کې د خټو پراخو سیلابونو ۱۷ کسان وژلي

د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې د خټو د پراخو سیلابونو له کبله ۱۷ کسان وژل شوي او اته نور لادرکه دي. د خټو د زورورو سیلابونو دې لړۍ د کلیفورنیا ساحلي ښارګوټی مونټي سیټو Montecito ځپلی دی. سیمه‎ییزو چارواکو پخواني راپورونه چې ګنې په پېښه کې ۴۸ کسان لادرکه شوي رد کړل. د سانټا باربارا Santa Barbara ولسوالۍ ویندویې امبر اندرسن تائید کړه چې په پېښه کې ۱۷ کسان مړه شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

د فرانسې ولسمشر وايي: هيواد يې پر چين تر ۱۸۰ زیاتې ايربس الوتکې پلوري. په کليفورنيا ايالت کې په خټين سېل کې ديارلس کسان وژل شوي دي. د فلسطین په لویديځه تړانګه کې اسرايلي ځواکونو يو کلی محاصره کړی دی. دا او نور خبرونه له ازادي ستوډيو. دا خبرونه د شپې په ۸ بجې له پیشګام تلویزون څخه خپریږي.

Pa.azadiradio.com 

ترکیه: روسیه او ایران دې د سوریې په سوله کې خپل مکلفیت پوره کړي

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر پر روسیې او ایران غږ کړی چې د سوریې د سولې د پلان په برخه کې خپل مکلفیت پوره کړي او په ادلیب ولایت کې د سوریې د حکومتي ځواکونو د بریدونو مخه ونیسي. مولود چاووش اوغلو وایي، د دغو هېوادونو د ملاتړ پرته دا سرغړونې نه‌شي کېدای. چاووش اوغلو نن د دولتي خبري اژانس انادولو سره په یوه مرکه کې د سوریې حکومتي ځواکونه تورن کړي چې د اسلامي دولت نومې ډلې په وړاندې د جګړې په نوم د حکومت د منځلارو مخالفینو پر وړاندې بریدونه کوي. هغه دغه‌راز پر روسیې او ایران چې د سوریې د ولسمشر عمده... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ترکیه: روسیه او ایران دې د سوریې په سولې کې خپل مکلفیت پوره کړي

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر پر روسیې او ایران غږ کړی چې د سوریې د سولې پلان په برخه کې خپل مکلفیت پوره کړي او په ادلیب ولایت کې د سوریې د حکومتي ځواکونو د بریدونو مخه ونیسي. مولود چاوش اوغلو وایي، د دغو هېوادونو د ملاتړ پر ته دا سرغړونې نشي کېدای. چاوش اوغلو نن د دولتي خبري اژانس انادولو سره په یوه مرکه کې د سوریې حکومتي ځواکونه تورن کړي چې د اسلامي دولت ډلې په وړاندې جګړې په نامه د حکومت د منځلارو مخالفینو پر وړاندې بریدونه کوي. هغه دغه راز پر روسیې او ایران چې د سوریې د ولسمشر عمده متحدان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ترکیې د امریکا له‌خوا د یوه ترکي بانک د مدیر محاکمه وغندله

د ترکیې ولسمشر پر ایران د امریکا د بندیزونو د سرغړونې په قضیه کې د یوه ترکي بانک د مدیر محکومېدل وغندل او هغه‌یې د ترکیې د حکومت پر وړاندې د سیاسي کودتا یوه هڅه وبلله. رجب طیب اردوغان تېره ورځ د خپل واکمن عدالت او پرمختیا ګوند پلویانو ته وویل چې دا قضیه د ده د کمزوري کولو په هدف د امریکا د عدلیې وزارت او فدرال پولیسو له‌خوا د هاکان اتیلا پر وړاندې مطرح شوې ده. امریکایي څارنوالانو او عیني شاهدانو په نیویارک کې د ښاغلي اتیلا په محاکمه کې برخه واخیسته او دغه ترکي بانک او د ترکیې یو شمېر دولتي چارواکي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په غور کې د وحدت او هریرود فوټ‌سال لوبډلې سره لوبه کوي

د غور د فوټ‎سال سیالیو په لړ کې نن چهارشنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۰» د وحدت او هریرود لوبډلې سره لوبه کوي. د دغه ولایت د ورزشي فدراسیون امر امیر محمد نن چهارشنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۰» ازادي راډیو ته وویل چې د دغو لوبو په پرونۍ لوبه کې د اطلاعاتو ټیم ۱۸/۳ د رسنیو ټیم ته ماتې ورکړه. ښاغلی امیر محمد وايي، دغه سیالۍ د غور د فوټ‎سال ۱۰ غوره لوبډلو ترمنځ کېږي. نوموړی د دغو سیالیو هدف ملي لوبډلې ته چمتووالی او هم د غور منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکل یاد کړل. د غور د فوټ‌سال سیالۍ د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ پیل او ۲۰ ورځې دوام کوي.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او نامیبیا د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلو سیالۍ ونه‌شوه

نن چهارشنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۰» د افغانستان او نامیبیا د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلو ترمنځ تمریناتي لوبه د ورښت له امله ترسره نه‎شوه. تېره ورځ د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو په یو تمریناتي سیالۍ کې د بنګله‎دېش د ۱۹ کلنو لوبډلې ته د ۵۶ منډو په توپیر ماتې ورکړې وه. افغان ۱۹ کلنه لوبډله له تېرو دوو اوونیو راهیسې په نیوزیلنډ کې نړیوال جام سیالیو ته په تیاریو او تمریناتو بوخته ده. ټاکل شوې چې د کرکټ د ۱۹ کلنو نړیوال جام سیالۍ د روان میلادي کال د جنورۍ په ۱۳مه په نیوزیلنډ کې پیل شي. افغان لوبډله په دې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

تر راتلونکو ۲ ورځو په بلخ کې د سوک‎وهنې سیالۍ پیلېږي

تمه ده تر راتلونکو دوو ورځو پورې په بلخ ولایت کې د سوک‎وهنې سیالۍ پیل شي. د دغه ولایت د بدني روزنې او ورزش رئیس محمد ابراهیم عثماني نن چهارشنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۰» ازادي راډیو ته وویل چې په دغو سیالیو کې د مزار شریف له بېلابېلو کلپونو څخه ۱۰۰ لوبغاړي ګډون کوي. ښاغلي عثماني د دغو سیالیو هدف د بلخ د سوک‎وهنې منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو پېژندل یاد کړل. دغه سیالۍ د راتلونکې اوونۍ د شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۳» پیلېږي او درې ورځې دوام کوي.




Mashaalradio.com 

'د رزمک کالج داخلې لپاره کړې ژمنې پوره نه شوې'

شمالي وزیرستان مشران او ځوانان وايي چې ګورنر خیبر پښتونخوا او د رزمک کېډیټ کالج کاري ډلې د ځايي زده کونکیو داخلولو لپاره ټاکلې کوټه له ۲۰ فیصده څخه ۵۰ یا ۷۰ فیصدو ته پورته کړې وه خو عملي نه شوه.

Mashaalradio.com 

خامنه يي ویلي ول د مشرۍ دندې لایق نه دی

په ۱۹۸۹ز کال کې د ايران ايت الله علي خامنه يي د یو کال لپاره لنډمهاله ستر مذهبي مشر شو. خو نوموړی له شاوخوا ۲۹ کلونو راهيسې پر همدې څوکۍ ناست دی. د ایران یوه جلاوطنه خبریال، د خامنه يي د هغه وخت يوه ويډيو خپره کړې چې پکې دی وايي، د مذهبي مشر د دندې وړ نه دی. په اړه یې ویډیو وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

د هلمند د ولایتي شورا یو غړی د ناڅرګندو کسانو له‌خوا وژل شوی

د هلمند د ولایتي شورا یو غړی نن سهار په مرکز لښکرګاه کې ووژل شو. د هلمند د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالسلام افغان ازادي راډیو ته وویل چې مولوی مختار احمد نن سهار تر لمانځه وروسته کور ته روان وو چې د نامعلومو کسانو له‌خوا ووژل شو. تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت چا نه‌دی منلی او د وژل کېدو دلیل‌یې هم معلوم نه‌دی.

Pa.azadiradio.com 

رادمنش: د داعش په نوم حملې حقاني شبکه تر سره کوي

افغان چارواکي وایي، په افغانستان کې ډېری خونړي بریدونه حقاني شبکه ترسره کوي، خو مسؤلیت‌یې داعش ډله په غاړه اخلي. د افغانستان دفاع وزارت وایي، داعش وسله‌وال د سیمې د استخباراتو په سپارښتنه دا کار کوي څو دغه ډله ځواکمنه وښودل شي. د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش نن ازادي راډیو ته وویل: "یقیناً دوی زموږ د ګاونډیو استخباراتو په واسطه ځانونه ځواکمن ښیي، دوی ته هغسې سپارښتنې کېږي چې په افغانستان کې د ځینو بریدونو د ترسره کولو ادعاوې وکړي او غواړي په دې ډول ځانونه غښتلي وښیي." په دې وروستیو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: په پکتیا او غزني کې ۲۷ وسله‌وال طالبان وژل شوي

د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې د تصفیوي عملیاتو په نتیجه کې ۱۴ طالب وسله‌وال وژل شوي دي. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې راغلي چې د افغان ګډو ځواکونو تصفیوي عملیات له تېرې ورځې راهیسې د زرمت په ناامنو سیمو کې پیل شوي دي چې په نتیجه کې یې ۱۴ طالبان وژل شوي او ۸ تنه نور ټپیان دي. اعلامیه زیاتوي چې د غزني د واغظ ولسوالۍ په محمود خان کلي کې هم د عامه نظم د پولیسو او طالبانو ترمنځ نښتو کې ۱۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۹ تنه‌یې ټپیان شوي دي. اعلامیه زیاتوي په دې نښتو کې پولیسو او ملکي وګړو ته زیان نه‌دی رسېدلی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د روسیې کمیډین میخایل دیرژاوین د ۸۱ کلونو په عمر مړ شو

د روسیې کمیډین میخایل دیرژاوین د ۸۱ کلونو په عمر مړ شو. په مسکو کې د تیاتر اکادمۍ پر فېس‌بوک په مختصر ډول لیکلي چې نوموړی نن مړ شوی دی، خو د مړینې دلیل‌یې نه‌دی ښودل شوی. نوموړی د پخواني شوروي اتحاد په دوره کې په څو مشهورو فلمونو کې لوبېدلی وو چې په زړونو کې یې ځای ونیو.


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus