Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Январь
2018

Новости за 05.01.2018

Pa.azadiradio.com 

په بدخشان کې د هیروئینو ۳ فابریکې ویجاړې شوي

په بدخشان ولایت کې د افغان امنيتي ځواکونو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې، د هیروئینو د پروسس درې کارخانې ویجاړی شوې دي. د دې ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند ثناالله روحاني د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دغه عملیات د بدخشان په اُرګو ولسوالۍ کې ترسره شول چې د نورو لاسته راوړنو ترڅنګ، د هیروئینو د پروسس درې کارخانې هم پکې له منځه ولاړې. نوموړي وویل: "د بدخشان په ارګو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو ګډ عملیات ترسره شول، د دې ولسوالۍ په خواجه مولا سیمه کې د هیروئينو د پروسس درې کارخانې هم ویجاړې شوې او... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو – د نړۍ مهم خبرونه

امریکا اعلان وکړ چې د پاکستان له پوځ سره نږدې یو میلیارد ډالریزه مرسته ځنډوي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن شپه د ایران په اړه بیړنۍ غونډه کوي او د چین په هاربن ښار کې کنګلینې ودانۍ نندارې ته اېښودل شوي دي. د ازادي سټوډیو دا خبرونه د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون هم مه هیروئ.

Mashaalradio.com 

'د مرستو بندولو پرېکړه به د امریکا - پاکستان ګډې موخې متاثره کړي'

د امریکايي مرستو دورولو په غبرګون کې پاکستاني لوري په پام سره خپل غبرګون ښودلی. دبهرنیو چارو وزارت یې د جمعې په ورځ يو بيان کې ويلي چې پاکستان له امريکايي ادارې سره د امنيتي همکارۍ په معاملو کې په رابطه کې دی او تمه لري چې هغوی به لا نور تفصیلات ورسره شریک کړي.

Pa.azadiradio.com 

رحیمي: د کندهار له امنيه قوماندان سره به قانوني چلند وشي

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي، د کندهار له امنيه قوماندان سره به قانوني چلند وشي. جنرال عبدالرازق د سې شنبې په ورځ ويلي وو چې دى د اوسني حکومت له خوا نه دى ټاکل شوى او نه يې دغه حکومت لېرې کولاى شي. د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند نصرت رحيمي نن جمعه يوه کنفرانس ته وويل: "د جنرال رازق په اړه به هم د هغه د وروستيو څرګندونو له کبله د قانون په چوکاټ کې جدي او قانوني چلند کېږي." د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند وايي، په بلخ ولايت کې هم د کورنيو چارو وزارت دوو منسوبينو ته د هغوى د ورته څرګندونو له کبله وظيفوي جزا ورکړل شوې وه. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

حکومت د خبريالانو د ښېګړې او تحفظ لپاره نوی قانون جوړوي

د سېنېټ يوې کميټۍ ته د اطلاعاتو د مملکت وزيرې مريم اورنګزېب ويلي چې دوی د خبريالانو د تحفظ او ښېګړې لپاره جوړې کړې دوه قانوني مسودې له هغې وروستو بېرته اخستي چې پرې د خبريالانو د سازمانونو له خوا نيوکې مخې ته راغلې وې.

Pa.azadiradio.com 

یوې ځایي محکمې د ګرجستان پخوانی والي سااکاشویلي په بند محکوم کړ

د تبليسي ښار محکمې د ګرجستان پخوانى ولسمشر ميخايل سااکاشويلي په ٢٠٠٦ میلادي کال کې د وژنې د يوې قضيې په تړاو له قدرته په ناوړه استفاده مجرم وپېژاند. محکمې دى په غياب کې په درې کاله بند محکوم کړ. د محکمې قاضي د سااکاشويلي پر خلاف نن جمعه دغه حکم اعلان کړ چې په کې راغلي، ده له قدرته له ٢٠٠٤ میلادي څخه تر ٢٠١٣ میلادي کاله پورې د خپلې ولسمشرۍ په دوره کې ناوړه استفاده کړې ده. ويل شوي سااکاشويلي په ٢٠٠٦م کال هڅه کړې وه چې د ګرجستان د يوه بانکر ساندرو ګيرګ ولياني د وژنې قضيه پټه وساتي او د هغه د وژنې په قضيه کې څلور محکوم کسان يې بخښلي وو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

خېبر پښتونخوا کې دې د افغان کډوالو کنډواله ښوونځي بېرته پرانېستل شي

د پاکستان په خېبر پښتونخوا کې د شوکدر په مونډۍ کې د افغان کډوالو په ړنګ کړل شوي یوه پنډغالي کې د هلکانو او نجونو دوه ښوونځي هم تړل شوي دي. دغه ښوونځي په ۱۹۸۷ کال پاکستان حکومت د نړیوالو په مالي مرسته جوړ کړی و او تر دولسم ټولګي په کې زده کړې کېدلې. د مونډۍ او ورڅېرمه سیمو اوسېدونکو له حکومته غوښتي چې دغه ښوونځي دې بېرته په خپل مالي لګښت پرانېزي. شاهنوا تره کزي یې ویډيو راپور کړی.

Mashaalradio.com 

د افغان کډوالو کنډواله ښوونځي دې بیرته پرانیستل شي

د شوکدر په مونډۍ کې د افغان کډوالو په ړنګ کړل شوي یوه پنډغالي کې د هلکانو او نجونو دوه ښوونځي هم تړل شوي دي. دغه ښوونځيان په ۱۹۸۷ز کال پاکستاني سرکار د نړیوالو په مالي مرسته جوړ کړي ول او تر دولسم ټولګي پکې زده کړې کېدلې. د مونډۍ او ورڅېرمه سیمو اوسېدونکیو له حکومته غوښتي چې دغه سکولونه دې بیرته په خپل مالي لګښت پرانیزي چې د ماشومانو زده کړې یې و نه شلېږي. شاهنوا تره کزي یې ویډيو راپور کښلی.




Pa.azadiradio.com 

اسلام اباد په پاکستان کې د مذهبي ازاديو په اړه د امريکا انتقاد رد کړ

اسلام اباد په پاکستان کې د مذهبي ازاديو په اړه د امريکا انتقاد رد کړ او وايي، پاکستان په افغانستان کې د نورو د ماتې قرباني شوى دى. دا خبره د مذهبي چارو لپاره د پاکستان فډرال وزير سردار محمد يوسف د ازادي راډيو مشال څانګې ته وکړه. تر دې يوه ورځ مخکې د امريکا متحدو ايالتونو پاکستان د هغو هېوادونو په ليست کې شامل کړ چې له مذهبي ازاديو په کې سرغړونې کېږي. دا اقدام د دواړو هېوادونو اړيکو ته يوه ضربه ګڼل کېږي. بل خوا د امريکا متحدو ايالتونو اعلان وکړ چې له پاکستاني پوځ سره په امنيتي برخه کې تقريباً... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په خوست کې د بېلاپېلو جنایي جرمونو په تور ۱۲ تنه نیول شوي

د خوست امنیتي چارواکي وايي چې د جنايي جرمونو پر ضد يې د خپلو عملیاتو په ترڅ کې ۱۲ تنه کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي دي. دوی زیاتوي، په دغو عملیاتو کې يې د چرسو او هیروئینو په ګډون یوه اندازه نشه يي توکي هم نیولي دي. د پنجشنبې ورځې ناوخته د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال داود امین ازادي راډیو ته وویل چې پولیسو د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې څلور تنه د قتل، څلور تنه د نشه يي توکو د کاروبار او څلور نور يې د ماین ايښودنې په تور نیولي دي. د خوست امنیه قوماندان زیاتوي، د دې تر څنګ د پولیسو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د هرات چارواکي: د پوليسو يو افسر له ګذرې ولسوالۍ تښتول شوى

د هرات د امنيې قوماندانۍ مسؤلين وايي، د پوليسو يو افسر پرون پنجشنبه له ګذرې ولسوالۍ څخه تښتول شوى دى. د هرات امنيه قوماندان مل پاسوال محمد ايوب انصاري ازادي راډيو ته وويل، دغه افسر په بادغيس کې وظيفه درلوده چې د وسله والو له خوا تښتول شوى دى. ويل شوي چې تښتول شوى افسر د پشتون زرغون ولسوالۍ اوسېدونکى و. امنيه قوماندان وايي، څرګنده نه ده چې دغه پوليس افسر د چا له خوا تښتول شوى دى. خو ده وويل چې د دې قضيې د لا روښانتيا لپاره هڅې پيل شوې دي.

Mashaalradio.com 

متحده مجلس عمل کې د فاټا پر سر اختلاف ختمولو هڅې

د قبايلي سيمو د راتلونکې د څرنګوالي په اړه د ناندریو ختمولو په غرض جوړه کړل شوې د متحده مجلس عمل کمېټۍ به په درېو ورځو کې دننه د ياد اتحاد مرکزي کمېټې ته خپلې سپارښتنې وړاندې کوي.

Mashaalradio.com 

بلوچستان کې د پردې تر شا څه روان دي؟

بلوچستان کې له تېرو نېږدې څو ورځو راهیسې ناڅاپه یو سیاسي کړکېچ منځ ته راغلی دی چې هېچا یې تمه هم نه کوله، ځکه چې د ځینو خلکو په خبره، پر جمهوري ادارو اور په اسلام اباد او لاهور کې لګول شوی وو،خو دوګ یې تر کوټې واوت.

Pa.azadiradio.com 

شااوخوا سل کاله پخوانۍ سندره

د ازادي راډيویي مجلې د دې اوونۍ په خپرونه کې د یوې سندرې په باره کې معلومات اورئ چې سل کاله پخوا افغان ...

Mashaalradio.com 

'پر اعلا وزیر چې باور نه کوي، پرضد به یې کاروايي کېږي'

په بلوچستان اسمبلۍ کې د ځینو حکومتي او مخالفو غړیو له لوري درې ورځې مخکې پر صوبايي اعلا وزیر نواب ثناء الله زېري د باور نه کولو تحریک (تحریک عدم اعتماد) راوړلو پس په مرکزي ښار کوټه کې سیاسي هلې ځلې زیاتې شوې دي.

Mashaalradio.com 

د م.م امنیت شورا د ایران مظاهرو په اړه غونډه کوي

د روسیې ریا خبري اژانس تېر ماښام، په ملګرو ملتونو کې مرستیال سفیر سېرګې ریابکوف له خولې ویلي، ((د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ایران د کورنیو چارو په معامله کې هېڅ رول نه لري.))


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus