Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Январь
2018

Новости за 21.01.2018

Mashaalradio.com 

زوی مې له هېڅ وسله والې ډلې سره نه وو: د نقیب مسود پلار

په کراچۍ کې د جنوبي وزیرستان د وژل شوي ځوان نقیب الله مسود پلار وايي، زوی یې د جنورۍ له درېیمې راهیسې ورک وو او له کوره یې پینځه لاکه روپۍ هم وړې وې چې ورباندې یې دوکان خلاصاوه. محمد خان وايي، زوی یې له هېڅ وسله والې ډلې سره تعلق نه لاره. له نوموړي سره د ډېوه راډیو خبریال عدنان بېټني خبرې کړې دي.

Mashaalradio.com 

ډاکټر قبله ایاز د ترهګرۍ د مخنیوي لارې ښيي

دا اونۍ په مشال مرکه کې د اسلامي نظریاتي کونسل د مشر پروفیسر ډاکټر قبله ایاز سره په پاکستان کې د ترهګرۍ او سخت دریځۍ په مخنیوي کې د دیني عالمانو د رول او د مذهبي او عصري تعلیمي ادارو په کردار خبرې کوو.

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار د ملي راډیو تلویزیون ۲ خبریالان په یوه برید کې ټپیان شوي

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، د دې ولایت د دولتي راډيو تلویزیون دوه خبریالان د بټي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د نامعلومو وسله والو په برید کې ټپيان شوي او موټر چلوونکى يې وژل شوی دی. د ننګرهار ولایت ویاند عطا الله خوګیاڼي نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل، د ټپيانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی او د درملنې په هدف د جلال اباد مرکزي روغتون ته وړل شوي دي. د دې پېښې مسؤلیت لا چا په غاړه نه دی اخیستی، خو په دې ولایت کې له دې وړاندې د داعش وسله والو یو شمېر ژورنالستان په مرګ ګواښلي دي.

Pa.azadiradio.com 

د عراق محکمې یوه جرمنۍ ښځه په اعدام محکومه کړه

د عراق يوې محکمې يوه جرمنۍ ښځه چې اصلاً د مراکش ده، له اسلامي دولت ډلې يا داعش سره د ملګرې کېدو له کبله په اعدام محکومه کړه. د عراق د قضائيه قوې وياند نن یکشنبه وويل، دغه ښځه د امنيتي ځواکونو په وړاندې په حملو او داعش ته د اکمالاتي ملاتړ په برابرولو محکومه شوې ده. دغه ښځه چې نوم يې نه دى ياد شوى، کولاى شي د دغه حکم په وړاندې د استېناف غوښتنه وکړي. هغه تېر کال د عراق په موصل ښار کې د جګړې پر مهال د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شوه. د عراق د قضائيه قوې وياند ويلي، دغې ښځې اعتراف کړى چې له داعش... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اردن پاچا د بیت المقدس په اړه د امريکا پر پرېکړه اندېښنه ښودلې

د اردن پاچا دوهم شاه عبدالله د امريکا پر هغه پرېکړه اندېښنه وښوده چې بيت المقدس يې د اسرائيل د پلازمېنې په توګه اعلان کړى دى. شاه عبدالله نن یکشنبه د امريکا له مرستيال ولسمشر مايک پنس سره په عمان کې د کتنې پر مهال وويل: "زموږ په نظر بيت المقدس مسلمانانو، عيسويانو دغه راز يهودانو ته کليدي اهميت لري، دا د سيمې د سولې او داسې کيلي ده چې مسلمانانو ته ځواک ورکوي، څو په اغېزناک ډول د افراطيت ځيني علتونه له منځه يوسي." مايک پينس وويل، د امريکا اداره د اسرائيل او فلسطينيانو ترمنځ د سولې د هڅو بيا پيلولو... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

کونړ ته د مالیې وزیر اکلیل حکیمي سفر

د افغانستان دماليي وزیر اکلیل حکیمې په مشرۍ یو پلاوی کونړ ته ددې دپاره ورغلی وو چې یاد ولایت کې دبنسټیزو پروژو دپیل کولو دپاره لنډه سروي وکړي او ورته پانګه پیدا کړي.

Mashaalradio.com 

د لوګر بڼوال د ممیزو د وچولو خونې غواړي

د لوګر یو شمېر بڼوال غوښتنه کوي، چې په یاد ولایت کې دې د ممیزو د وچولو خونې ډېرې شي. دوی زیاتوي، کچیرې په لوګر کې د ممیزو پاکول او وچول معیاري شي، نو نه یوازې دا چې د ممیزو د خرابیدو مخه به ونیول شي، بلکې بازار ته به يې عرضه هم څو برابره ډېره شي.




Mashaalradio.com 

د نقیب مسود د وژنې ضد تحریک څنګه پیل شو؟

یوه ملګري هاشم خان ته پر فېسبوک د يوه مسود ځوان د ورکېدو خبر وو او ده تر ډېرو خواريو وروسته د نقيب د خپلوانو د ټېلېفون شمېره یې وموندله او هغو د پوليسو له خواد نقيب مسود د وژنې خبر ورکړ.

Pa.azadiradio.com 

د اسپانیا په لالیګا سیالیو کې ریال مادرید له دیپورتیو سره لوبه کوي

د هسپانیا د لالیګا سیالیو په لړ کې نن شپه ریال مادرید له دیپورتیو سره لوبه کوي. دغه سیالۍ د افغانستان پر وخت د شپې ۷ بجې او ۴۵ دقیقې د ریال مادرید په کوربه توب پیلېږي. دغه راز د لالیګا په نورو لوبو کې بارسلونا له ریابتیس د کابل پر وخت د شپې ۱۲ بجې او ۱۵ دقیقې د لوبې ډګر ته وځي. د دغو سیالیو د تېرې شپې په نورو لوبو کې لاس پلماس ۲ د یو پر وړاندې والنسیا ته ماته ورکړه.

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د وزن پورته کولو د اتم پړاو سیالۍ ترسره شوې

په کابل کې نن یکشنبه د وزن پورته کولو د اتم پړاو سیالۍ ترسره شوې. د افغانستان د بدنې روزنې او ورزش ریاست د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې د کابل له بېلابېلو کلپونو د نارینه او ښځینه لوبغاړو په شمول ۸۰ لوبغاړو ګډون کړی و. د وزن پورته کولو په سیالیو کې په درې کټګوریو کې ځوانانو، تنکیو ځوانانو او لویانو ګډون کړی و. د دغو سیالیو په پایله کې د وزن پورته کولو ملي لوبدلې ته ۲۴ نارینه او ۱۰ ښځینه لوبغاړي معرفي شول.

Pa.azadiradio.com 

کندهار کې ۴۷۰ میليونه له کاره لوېدلې افغانۍ وسوځول شوې

افغانستان بانک له جنوبي ولایتونو راټول شوي د۴۷۰ میليونه افغانيو زاړه نوټونه وسوځول. د افغانستان بانک عمومي مرستيال محمد قسيم رحيمي د دغه بانک نوټونو د سوځولو پر مهال وويل چې په تېر یوه کال کې له جنوبي ولايتونو څخه يې شاوخوا ۴۷۰ میليونه افغانۍ زاړه نوټونه را ټول کړې وو. ویډیو: محمد صادق رښتینی ایډیټ: ابراهیم صافی

Mashaalradio.com 

کابل برید: د ۱۴ بهرنیانو په ګډون ۱۸ کسان وژل شوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت UNAMA د کابل پر انټرکانټینیټال هوټل د طالبانو ترسره کړی برید غندلی دی. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د جنرل سکرټري ځانګړي استازي تادامیچي یاماماټو په یو بیان کې ویلي

Pa.azadiradio.com 

د شمالي کوريا يو هيئت جنوبي کوريا ته ورسېد

د شمالي کوريا يو هيئت چې د نجونو د پاپ موسيقۍ د ډلې مشر هم په کې شامل دى، جنوبي کوريا ته ورسېد. دغه هيئت د راروانو ژمنيو المپيک مسابقو پر مهال د کلتوري فعاليتونو د اجرا پر تياريو او د دغو فعاليتونو د ځاى د ارزونې لپاره جنوبي کوريا ته تللى دى. دا په تېرو څلورو کلونو کې جنوبي کوريا ته د شمالي کوريا د چارواکو اول سفر دى. مخکې په پام کې وه چې دغه هيئت د شنبې په ورځ جنوبي کوريا ته لاړ شي، خو هغه سفر د نامعلومو دلايلو له مخې لغو شو. د شمالي کوريا اووه کسيز هيئت چې د شمالي کوريا د مورانبونګ د موسيقۍ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امريکا د بهرنيو چارو وزير رکس ټېلرسن لندن ته ځي

د امريکا د بهرنيو چارو وزير نن ناوخته لندن ته ځي. رکس ټېلرسن د اروپا په هغه سفر وتلى چې يوه اوونۍ به دوام کوي. دى به پاريس او وارسا ته لاړ شي، بيا به د سوريس په داوس ښار کې په يوه نړيواله اقتصادي غونډه کې برخه واخلي. تمه کېږي د امريکا د بهرنيو چارو وزير ښاغلى ټېلرسن په لندن کې د بريتانيا د بهرنيو چارو له وزير بوريس جانسن او د هغه هېواد د ملي امنيت له سلاکار مارک سيدويل سره د ايران، سوريې، ليبيا، شمالي کوريا او اوکراين په مسئله کې پر همکارۍ خبرې وکړي. ټېلرسن به د سې شنبې په ورځ په پاريس کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ترکي چارواکي: د سوريې کُرد جنګياليو له سرحده توغندي ويشتلي

د ترکيې چارواکي وايي، د سوريې مشکوکو کُرد جنګياليو پر ترکيې له سرحد څخه توغندي ويشتلي دي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې پېښې څو ساعته مخکې د ترکيې پوځ د سوريې د شمال په هغو سيمو کې چې د کُرد جنګياليو په کنټرول کې دي، تازه پوځي عمليات پيل کړل. د ترکيې د کيليس والي محمد تاکين ارسلان ويلي، نن سهار څلور راکټونه پر يوه سرحدي ښارګوټي لګېدلي چې يو تن يې برسېرن ټپي کړى، دوه کورونه او يو دفتر يې تخريب کړي دي. ښاغلي ارسلان وويل چې د ترکيې له خوا هم د توپونو ځوابي ډزې شوي دي. دا حمله په داسې حال کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: د هرات په ګلران کې د ماين چاودنې ٨ ملکيان وژلي

د هرات ولايت چارواکي وايي، په ګلران ولسوالۍ کې نن د ماين په چاودنه کې ٨ ملکيان وژل شوي او يو تن ټپي دى. د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولي زاده ازادي راډيو ته وويل، دغه کسان په يوه سراچه ډول موټر کې له ګلران ولسوالۍ څخه د هرات پر لوري روان وو چې موټر يې پر ماين وربرابر شو. دی وايي: "له بده مرغه د دغه ماين په چاودنه کې زموږ ٨ هېوادوال وژل شوي، يو تن سخت ټپي شوى دى. وژل شوي او ټپي کس ملکيان دي." د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند وايي، دغه ماين د دولت د وسله والو مخالفینو له خوا ځاى پر ځاى شوى و. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې د موټرو د ټکر په پېښه کې یو تن وژل شوی او ۳ ټپیان دي

د کندهار د دامان ولسوالۍ اړوند د کابل ـ کندهار پر لویه لار ترافیکي پېښه کې یو ماشوم وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي. د کندهار د ترافیکو مدیر محمد الله خان وايي، پېښه نن یکشنبه تر غرمې وړاندې شااوخوا ۱۱ بجې د دامان ولسوالۍ اړوند د مړوندۍ مانده کې د کورلا او سراچه موټرو ترمنځ د ټکر له امله شوې ده. د پېښې په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي، خو دا ډول پېښې ډېری وختونه د موټر چلوونکو د بې اختیاطۍ له امله رامنځته کېږي.

Mashaalradio.com 

 د ننګرهار په شپږو ولسواليو کې ګڼې کرنیزې پروژې پيلېږي

په ننګرهار کې د زراعت ریاست چارواکي وايي چې د کوکنار په بدیل کې چې دغه ولایت ته د دوه ویشت نیم ميليونه ډالرو کوټه بېله شوې، دوی به په شپږو هغو ولسواليو کې بېلابېلې کرنېزې پروژې پيلوي چې په تېرو کلونو کې په کې خلکو په خپلو ځمکو کوکنار کرل.


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus