Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Январь
2018

Новости за 26.01.2018

Pa.azadiradio.com 

تازه ترین خبرهای جهان – ستودیوی آزادی

وضع تحریم توسط امریکا بالای شش عضو برجستهء گروه طالبان، پایان سفر پر حاشیهء دونالد ترمپ به مجمع اقتصادی جهان در سویس و زندگی دشوار یک زن پناهجوی افغان در سربستان. اینها و خبرهای دیگر را در این مجموعهء خبری تماشا کنید. ستودیوی آزادی ساعت ۷ از تلویزیون پیشگام نیز پخش میشود.

Mashaalradio.com 

د هند مگا مېله

د هند په شمالي سیمه کې په لکونو هندوان عقیدتمند د مگا مېلې لپاره راغونډېږي. د دې میلې په رسومات کې په گنگا سیند کې لمبېدل هم راځي. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.




Pa.azadiradio.com 

ټرمپ د مسلمان ضد یوې ویډیو د ټوېټ کولو له امله بښنه غواړي

د امريکا متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ ويلي، د مسلمان ضد هغو ويډيوګانو د بيا ټوېټ کولو له کبله به بخښنه وغواړي چې په اصل کې د برېتانيا د يوې ښي اړخې افراطي ډلې مشر خپره کړې وه. ډونالد ټرمپ د برېتانيا «يو ټلويزيون» ته نن جمعه وويل، د هغو ويډيوګانو له خپرېدو يې په برېتانيا کې د چا د سپکاوي نيت نه درلود. ټرمپ ويلي، د دې افراطي ډلې په اړه يې هېڅ معلومات نه درلودل او د هغو ويډيوګانو بيا ټوېټ کول د هغوى د محتوا د تأييد په معنى نه دي. ډونالد ټرمپ چې په ټوېټر کې ۴۷ ميليونه فالوورز لري، په نوامبر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په چک جمهوريت کې د جمهوري رياست دوهم ځلي انتخابات پیل شوي

په چک جمهوريت کې نن جمعه رأيه ورکوونکي د جمهوري رياست په دوهم ځلي انتخاباتو کې چې دوه ورځې به دوام کوي، خپلې رأيې کاروي. دغو انتخاباتو ته اروپا پلوه کانديد يژي دراهوش او برحال ولسمشر پخوانى کمونست ميلوش زيمان ولاړ دي. په اروپايي ټولنه او د ناټو په غړو هېوادونو کې نظرپوښتنې ښيي چې د دواړو کانديدانو ترمنځ به سخته سيالي روانه وي. دغه انتخابات به چې نن جمعه پيل شوي، سبا شنبه پر ځايي وخت ماسپښين دوه بجې پاى ته رسېږي. د نظرپوښتنو له مخې، زيمان به ٤٥ اعشاريه پنځه فيصده او دراهوش به ٤٥ فيصده رأيې خپلې کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اوکراین یو روسی وګړی په ۱۰ کاله بند محکوم کړ

يو روسى وګړى چې د اوکراين په ختيځ لوهانسک سيمه کې د اوکرايني ځواکونو له خوا نيول شوى و، په ۱۰ کاله بند محکوم شو. په سيمه کې يوې محکمې پرون پنجشنبه ويکټور اګييف په ټرورېزم او د غيرقانوني وسلو په درلودلو محکوم کړ. د دغه روسي وګړي مدافع وکيل هم نن جمعه په فیسبوک کې دا خبر ورکړى دى. د اوکراين چارواکو پرون ناوخته وويل چې نيول شوی وګړی د هغو جنګي عملياتو پر مهال نيول شوى چې په نتيجه کې يې دوه روس پلوه بيلتون غوښتونکي او يو روسى پوځي افسر وژل شوى دى. تر نيول کېدو څو ورځې وروسته اګييف په يوه ټلويزيوني... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: غزني کې پر جومات د هاوان د لګېدو له امله ۶ ماشومان وژل شوي

د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز کې پر يوه جومات د دولت د وسله والو مخالفينو د هاوان د مرمۍ د لګېدو له امله، ۶ ماشومان وژل شوي او درې نور ټپيان دي. د والي ویاند محمد عارف نوري نن جمعه ازادي راډيو ته وویل چې د وسله والو طالبانو د هاوان دغه مرمۍ نن سهار مهال د دغه ولایت په قره باغي سیمه کې پر یوه جومات هغه مهال لګېدلې، کله چې په یاد جومات کې دغه ماشومان د قرانکریم په زده کړه بوخت وو. نوموړی وايي، د یادو ماشومانو عمرونه د ۱۲ کلنو په شااوخوا کې دي. د دغه ولایت د ولايتي روغتون... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د ګلان کېمپ وزیرستانیو کډوالو د نقیب مسود د وژنې خلاف لاریون وکړ

د جمعې په ورځ په ګلان کېمپ کې سلګونو وزیرستانیو کډوالو د یو سوله ییز لاریون له لارې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د یو قبایلي ځوان نقیب مسود وژل وغندل او د پاکستان له حکومت څخه يې وغوښتل چې د هغه پر وژنی تورن د کراچۍ د پولیسو پخوانی چارواکی راو انوار دې محکمې ته راکش کړي.

Pa.azadiradio.com 

د ګلان کمپ وزیرستاني کډوالو د نقیب محسود وژنه وغندله

د جمعې په ورځ په ګلان کمپ کې سلګونو وزیرستاني کډوالو د یو سوله ییز لاریون له لارې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د یوه قبایلي ځوان نقیب محسود وژل وغندل او د پاکستان له حکومت څخه يې وغوښتل چې د هغه پر وژنې تورن د کراچۍ د پولیسو پخوانی چارواکی راو انوار دې محکمې ته راکش کړي. د لاریون ویناوالو وویل چې په پاکستان کې د سیند او پنجاب د حکومتونو له خواد پښتنو پر وړاندې منظم سازش روان دی او یوازې په ۲۰۱۴ میلادي کال شااوخوا پنځه سوه محسود ځوانان د نقیب په شان د پلان شویو توطیو قرباني شوي دي. دوی وویل چې په... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

خالصه مالګه څنګه جوړېږي؟

د اوکراين په لویديځ کې دروهوبیچ ښار د مالګي لپاره پېژندل کېږي. له هغه ځایه له ۶۰۰ کلونو راهیسې مالګه ایستل کېږي چې اوس هم پکې زېرمې پاتې دي. د هغه ځای اوسېدونکي وايي، دا د اروپا د مالګې جوړولو تر ټولو پخوانی ځای دی. د مشال راډیو د اوکراینۍ څانګې ویډیو ګل ایاز ژباړلې.

Mashaalradio.com 

دیني عالمان: ځانوژونکي بريدونه ناروا دي

په ننګرهار کې دیني عالمانو د چارشنبې په ورځ د ماشومانو د خوندیتوب په اداره ډله ییز وسله وال برید وغانده او عاملین يې د اسلام له دایرې وتلي وګڼل.

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار ديني عالمان: پر سيف د چلډرن موسسې بريد د دښمنانو کار دی

په ننګرهار ولايت کې يوې ډلې ديني علماوو د ماشومانو د ملاتړ ادارې يا سيف د چلډرن موسسې پر دفتر وروستى بريد د افغانستان د دښمنانو کار وباله. يوې ډلې افراطي وسله والو د چهارشنبې په ورځ پر دغه دفتر حمله وکړه. د ننګرهار د حج او اوقافو رئيس عبدالظاهر حقاني په جلال اباد کې په پرونۍ غونډه کې غوښتنه وکړه چې د بهرنيو استخباراتو دسيسې دې شنډې شي. د ماشومانو د ملاتړ ادارې يا سيف د چلډرن پرون وويل، څومره ژر چې ممکنه وي، بېرته په افغانستان کې خپل فعاليت پيلوي. د سيف د چلډرن موسسې نړيوالې اجرائيه مديرې هيلې تورنينګ سميت پرون روېټرز ته وويل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

دفاع وزارت: په تېرو ٢٤ ساعتو کې د دولت ٢٦ مخالف وسله وال وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت ادعا کوي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د پوځي عملياتو په نتيجه کې د دولت ٢٦ مخالف وسله وال وژل شوي دي. دغه وزارت ويلي چې د دغو عملياتو په نتيجه کې چې په بېلابېلو ولايتونو کې شوي، ٢٩ نور وسله وال ټپيان شوي او ٥ مشکوک کسان نيول شوي دي. دفاع وزارت وايي، په وژل شويو وسله والو کې د هغوى ٢ سيمه ييز قوماندان هم شامل دي. دغه وزارت نن جمعه په يوه اعلاميه کې ويلي چې دا پوځي عمليات په ننګرهار، غزني، ارزګان، زابل، فراه، فارياب، بغلان، نيمروز او هلمند ولايتونو کې شوي دي. په دې موده کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا ۶ تنه لوړپوړي طالبان په تور لیست کې شامل کړي

د امریکا متحدو ایالتونو شپږ تنه د طالبانو او حقانې د شبکې سره د ملاتړ په تور د ترهګرو په لیست کې شامل کړي او له پاکستان سره یې د دوی په ارتباط ټینکار کړی دی. په دې شپږ کسانو کې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د مهال لوړپوړي چارواکي شامل دي. له دې ډلې یو هم د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د مرکزي بانک مشر عبدالصمد ثاني دی چې دده او نورو په اړه ویل شوي چې هغو وسله والو ته مالي مرستې او وسلې چمتو کوي چې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ پر ائتلافي ځواکونو بریدونو کې ښکېل دي. د امریکا د خزانې وزارت... Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus