Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Январь
2018

Новости за 06.01.2018

Pa.azadiradio.com 

ټېلرسن: غواړم په ۲۰۱۸ کال کې هم پر خپله دنده پاتې شم

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن ویلي، په پام کې لري چې په ۲۰۱۸ کال کې هم پر خپله دنده پاتې شي. تر دې وړاندې اوازې وې چې ښایي نوموړی له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره د ترینګلو اړیکو له کبله ډېر ژر له خپلې دندې ګوښه شي. ټېلرسن د جمعې په ورځ له سي ان ان ټلویزیوني چینل سره په مرکې وویل چې فکر کوي، د ولسمشر ټرمپ اداره په ۲۰۱۷ کال کې ډېره بریالۍ وه او اوس داسې پالېسۍ مخته وړي چې دی هیله لري چې له دې سره به ۲۰۱۸ کال هم ډېر بریالی وي. کله چې د هغه د پلانونو په اړه وپوښتل شو، ټېلرسن وویل: "زه غواړم... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: وسله والو طالبانو د فراه ـ فراه رود لویه لار بنده کړې

د فراه ولایت چارواکي وایي، وسله والو طالبانو د فراه ـ فراه رود ترمنځ لویه لار بنده کړې ده. د فراه د بالابلوک ولسوال ملا سید محمد له نن شنبه ازادي راډیو ته دا تأیید کړه او ویې ویل چې طالبانو تر اوسه اته کسان له دولت سره د همکارۍ په شک نیولي دي. په فراه ولایت کې د ازادي راډیو خبریال وایي، پر دغه لویه لاره اوس هم طالب وسله وال موټر تالاشي کوي. تردې وړاندې د فراه امنیتي چارواکو ادعا کړې وه چې په دغه ولایت کې وسله والو طالبانو داسې پرمختللې وسلې ترلاسه کړي چې د افغانستان امنیتي ځواکونه یې نه لري او له دې امله په دغه ولایت کې جګړې سختې شوې دي.

Pa.azadiradio.com 

ملي امنیت: کابل کې ۴ سړي تښتوونکي نیول شوي او ۳ برمته شوي خوشې شوي

د ملي امنیت کارکوونکو د کابل ښار په مربوطاتو کې څلور تنه اختطافچیان نیولي او دوه تنه برمته شوي یې د هغوی له منګولو خوشې کړي دي. د ملي امنیت ریاست په یوې اعلامیې کې راغلي چې دغه کسان چې د شتمنو افرادو په تښتولو بوخته وو، د کابل په ۱۳مه ناحیه کې تثبیت او د عملیاتو په ترڅ کې ونیول شول. اعلامیه زیاتوي، دغې شبکې دوه تنه د پیسو ترلاسه کولو په هدف تښتولي وو او ۱۰ ورځې یې له ځانه سره ساتلي وو. د ملي امنیت ریاست په یوې بلې اعلامیې کې ویل شوي چې ددغه ریاست د ځانګړو قطعاتو په عملیاتو کې په هلمند ولایت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: په لغمان کې د داعش ډلې ۱۴ غړي وژل شوي

افغان چارواکي وایي، په لغمان ولایت کې د داعش ډلې د درې مهمو کسان په ګډون د دغې ډلې ۱۴ غړي وژل شوي دي. د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت په یوې اعلامیې کې ویل شوي چې دغه کسان په الینګار ولسوالۍ کې د هوایي بریدونو په نتیجه کې وژل شوي دي. په اعلامیه کې راغلي چې په دې بریدونو کې د داعش وسله والو اړوند یوه اندازه وسلې له منځه وړل شوي دي. د کورنیو چارو وزارت په یوې بلې اعلامیې کې بیا د طالبانو د ډلې د یوه قوماندان د وژل کېدو خبره شوې ده. خبرپاڼه زیاتوي، قوماندان جهان له خپلو درېیو ملګرو سره د خپل جوړ شوي ماین په چاودنه کې ووژل شول. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چانګ اون: شمالي کوریا راتلونکې میاشت د المپیک په لوبو کې ګډون کوي

د شمالي کوریا د نړیوال المپیک کمېټې ویلي چې دغه هېواد به ښایي راتلونکې میاشت د المپیک په ژمنیو لوبو کې ګډون وکړي. دا خبره د جاپان کیودو خبري اژانس د شمالي کوریا د نړیوال المپیک کمېټې د استازي چانګ اون له قوله کړې چې د پیکنګ په نړیوال هوایي ډګر کې یې خبریالانو ته کړې ده. شمالي او جنوبي کوریا د جنورۍ پر پنځمه موافقه وکړه چې راتلونکې اوونۍ په دغو المپیک لوبو کې د شمالي کوریا د ګډون پر احتمال په لوړه سطحه خبرې وکړې. ټاکل شوې دغه ژمنۍ المپیک لوبې د فبرورۍ له نهمې تر ۲۵ نېټې د جنوبي کوریا په پیونګ چانګ کې ترسره شي.

Mashaalradio.com 

خېبر پښتونخوا: پر نرښځیانو د تشدد مخنیوي لپاره نوی موبایل اېپ

خېبر پښتونخوا کې پر نرښځیانو د تشدد د پېښو ثبت کولو او پر وخت د مخنیوي لپاره د ((ټرانس محافظ)) په نوم د یو موبايل اېپ پرانيسته وشوه. د بشري حقونو د یو تنظیم ((بلو وېنز)) د راټولو کړو معلوماتو ترمخه په ۲۰۱۷م کال کې په دې صوبه کي د تشدد په پېښو کي اووه نزښځیان وژل شوي او پر دوی د تشدد ۲۰۸ پېښې ثبت شوي دي. له پېښوره د غلام غوث ويډيويي راپور




Mashaalradio.com 

پاکستان کې د سختدريځۍ په وده کې د مذهبي ډلو رول

د ((ټولنه او سختدريځي)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست په پاکستان کې سختدريځي يوه اوږده سابقه لري. د مشال راډیو اوونيزې خپرونې ((ټولنه او سختدريځي)) په دې برخه کې په پاکستان کې د سختدريځۍ پر ودې د مذهبي ډلو رول ته کتنه شوې ده. دا چې په پاکستان کې د سختدريځۍ پر دود کېدو يا دې پديدې ته په وده ورکولو کې مذهبي ډلو څه رول لوبولی دی؟ په روانه خپرونه کې يې تفصيل اورېدلای شئ. دا خپرونه احمد شاه اعظمي وړاندې کوي. خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

Pa.azadiradio.com 

ننګرهار کې ۳۰۰ کیلو ګرامه نشه یي توکي نیول شوي

د ننګرهار پولیس وايي، د دې ولایت له بېلابېلو سیمو یې ۳۰۰ کیلوګرامه نشه يي مواد نیولي دي. د دې ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال د چهارشنې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا مواد د بهسودو او سرخ رود ولسوالیو کې د پولیسو لاسته ورغلي او په تور یې دوه تنه نیول شوي هم دي. دا په داسې حال کې ده چې له شااوخوا دوو میاشتو راهیسې په ننګرهار ولایت کې د کوکنارو د اړولو کمپاین پیل شوی او په ترڅ کې يې سلګونه جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څځه پاکه شوې ده.

Pa.azadiradio.com 

ننګرهار کې ۳۰۰ کېلو ګرامه نشه یي توکي نیول شوي

د ننګرهار پولیس وايي، د دې ولایت له بېلابېلو سیمو یې ۳۰۰ کېلو ګرامه نشه‌يي مواد نیولي دي. د دې ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال د چهارشنې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا مواد د بهسودو او سرخ رود ولسوالیو کې د پولیسو لاسته ورغلي او په تور یې دوه تنه نیول شوي هم دي. دا په داسې حال کې ده چې له شااوخوا دوو میاشتو راهیسې په ننګرهار ولایت کې د کوکنارو د اړولو کمپاین پیل شوی او په ترڅ کې يې سلګونه جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوې ده.

Pa.azadiradio.com 

ایرانیانو د خپلو حقونو تر لاسه کولو لپاره ځانونه په خطر کې اچولي

په ملګرو ملتو کې د امریکا سفیرې د امنیت شورا په بېړنۍ غونډه کې وویل، ایرانیان د خپلو بشري حقونو لپاره د ایران په لارو کوڅو کې ځانونه په خطر کې اچولي دي. نیکي هیلې وویل: "دا د زړه ورو خلکو ننداره ده چې له خپل ځپونکي حکومت څخه سخته ناراضه دي او غواړي چې په اعتراض کې خپل ځانونه له خطر سره مخامخ کړي." د اغلې هیلې په وینا د ایران تر نهه اویا په ډېررو سیمو کې خلک د حکومت پرضد درېدلې دي. د ایران د مظاهرو په اړه تېره شپه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه جوړه شوه. په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي... Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus