Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Январь
2018

Новости за 07.01.2018

Pa.azadiradio.com 

غني: ٣۴ دولتي ادارې به د دارالامان سيمې ته ولېږدول شي

د افغانستان ولسمشر وايي په پام کې ده ٣۴ دولتي ادارې به د کابل دارالامان سيمې ته ولېږدول شي. محمد اشرف غني دا خبره نن په ارګ کې د اقتصاد عالي شورا په غونډه کې وکړه. ولسمشر وويل، دا کار کولاى شي په کابل کې د ګڼه ګوڼې اندازه کمه کړي. د جمهوري رياست په اعلاميه کې ويل شوي چې ولسمشر غني په دې غونډه کې وويل، د کابل اوسېدونکو د ټرافيکي ستونزو د حل لپاره د ځينو عملي پروګرامونو غوښتنه کړې ده.

Pa.azadiradio.com 

د سویډن په پلازمېنه کې چاودنې ۲ تنه ټپیان کړي

د سويډن پوليس وايي د پلازمېنې ستاکهولم د ميټرو له تمځاى بهر د يوې نامعلومې چاودېدونکې وسيلې په چاودنه کې ٢ کسان ټپيان شوي دي. دغه چاودنه هغه وخت وشوه چې ظاهراً يوه کس دا وسيله له ځمکې پورته کړه چې ويې ګوري. د ستاکهولم پوليسو د سوډين خبري اژانس TT ته ويلي، په ټپپانو کې يو تن ٦٠ کلن سړى او بله ۴۵ کلنه ښځه ده. ويل کېږي د ټپي شوي نارينه صحي وضعيت نازک دى. چارواکي وايي فکر نه کوي چې دغه چاودنه دې له کوم ترويستي بريد سره تړاو ولري.

Pa.azadiradio.com 

په لغمان کې د يوه لاسي بمب چاودنې لس ماشومان ټپيان کړي

په لغمان ولايت کې د يوه لاسي بمب چاودنې لس ماشومان ټپيان کړل. د والي وياند سرحدي ځواک رسنيو ته ويلي چې پېښه نن ماسپښين د مرکز اړوند د عمرزيو په سمڅو سيمه کې شوې ده: "د نارنجک يوه ناچاوده مرمۍ چې له پخوا هلته پاتې وه، د کوچنيانو پر يوه ډله چاودلې چې لس تنه ماشومان يې ټپيان کړي دي، د څلورو ټپي شويو ماشومانو وضعيت د اندېښنې وړ دى." ويل شوي د ټپي شويو ماشومانو عمرونه د اتو او څوارلسو کلونو ترمنځ دي.

Pa.azadiradio.com 

د سعودي لوی څارنوال تأیید کړه چې د شاهي کورنۍ ۱۱ شهزادګان نیول شوي

د سعودي عربستان لوى څارنوال تأييد کړه چې د سعودي عربستان د شاهي کورنۍ ۱۱ شهزادګان نيول شوي دي. دوى د دغه شاهي هېواد د اقتصادي سپما په وړاندې اعتراض کړى و. لوى څارنوال سعودي المجيب نن یکشنبه وويل، دغه شهزادګان د سولې او عامه نظم د ګډوډولو په تور محاکمه کېږي. دغه شهزادګان وروسته له هغې ونيول شول چې په رياض کې له قصرالحکم تاريخي ماڼۍ بهر راغونډ شوي وو. د سعودي عربستان حکومت د عوايدو د زياتېدو لپاره په تېرو دوو کلونو کې د سپما لپاره ځينې اقدامات کړي دي.

Pa.azadiradio.com 

سپاه پاسداران: ایران کې حکومت ضد اعتراضونه له ماتې سره مخ شوي

د ايران سپاه پاسداران انقلاب وايي چې په دغه هېواد کې د حکومت ضد اعتراضونه له ماتې سره مخامخ شوي دي. د دغه ځواک په اعلاميه کې چې نن یکشنبه خپره شوې، راغلي چې د ايران انقلابي خلکو د پوليسو او نورو ځواکونو تر څنګ هغه ناکرارۍ له ماتې سره مخامخ کړي چې د امريکا متحدو ايالتونو، برېتانيا، اسرائيل، سعودي عربستان، افراطي وسله والو او سلطنت غوښتوونکو له خوا ايجادې شوې وې. دا اعلاميه وروسته له هغې خپره شوې چې د ايران پارلمان په يوه غيرعلني غونډه کې نن د دغو حکومت ضد اعتراضونو په اړه بحث وکړ. د پارلمان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

عراق ایران ته د جنورۍ تر پایه د تېلو صادرات پیلوي

د عراق د نفتو وزير وايي، هېواد به يې ايران ته د شمال د تېلو له ساحو څخه د جنورۍ مياشتې تر پايه د تېلو صادرات پيل کړي. د عراق د نفتو وزير جبار اللعيبي نن یکشنبه وويل چې په اول پړاو کې به د ايران د کرمانشاه د تېلو د تصفيې مرکز تهد ورځې شااوخوا ٣٠ زره بېرله تېل صادر شي. دغه تېل به د تبادلې هغې موافقې پر اساس انتقالېږي چې دواړو هېوادونو په ډسمبر مياشت کې اعلان کړه. عراق او ايران موافقه کړې چې د ورځې به څه باندې ٦٠ زره بېرله تېل تبادله کوي، د عراق له کرکوک څخه به دغه اومه تېل ايران ته انتقالېږي،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کندهار او زابل ولایتونو په ځینو ولسوالیو کې تصفیوي عملیات پاې ته ورسیدل

د زابل ولایت امنیتي مسوولین وايي، امنیتي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د کندهار او زابل ولایتونو ځینې ناامنه ولسوالۍ تصفیه کړې. تفصیل یې په دغه ویډیو راپورکې چې محمدصادق رښتینی چمتو کړی، ووینئ.




Pa.azadiradio.com 

چارواکي: نامعلومو وسله والو په هرات کې دوه تنه په ډزو وژلي

د هرات امنیتي چارواکي وایي چې په دغه ولايت کې نامعلومو وسله والو دوه کسان په ډزو ووژل. د دغه ولایت د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالاحد وليزاده نن یکشنبه ازادي راډيو ته وويل، وژل شوي کسان په يوه موټر کې سپاره وو چې وسله والو په ډزو ووژل. ده وويل، حمله کوونکي تر پېښې وروسته له سيمې تښتېدلي او امنيتي ځواکونو يې د نيولو لپاره هڅې پيل کړې دي. د پېښې مسؤليت چا نه دى منلى.

Mashaalradio.com 

پاکستان د ناقانونه ډلو د چندو ټولولو د مخنیوي اقدامات کوي

په نوملړ کې د نورو ترڅنګ د لشکر جنگوي، جیش محمد، لشکر طیبه، تحریک طالبان پاکستان، پیپلز امن کمېټي، اہل سنت والجماعت، بلوچستان یوناييټډ ارمي، جیش اسلام، داعش (اسلامي دولت)، جماعت الدعوه او فلاح انسانیت فاونډیشن هم شامل دي.

Mashaalradio.com 

د خوست ځېنې قومونه او کوچیان مورچو ته ختلي

خوستي قومونه وايي، کوچیانو د خپلو پلرونو او نیکونو کوچیانی ژوند پرې ايښای او په زور يې په هغو غرونو او دښتو کې د ابادیو جوړول پیل کړي چې له پېړیو راهیسې ورڅخه خوستي قومونه ګټه اخلي.

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: غزني کې لسګونه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د غزني امنیتي چارواکي وایي، له تېري یوې اوونۍ راهیسې د غزني ولایت په مرکز غزني، ده یک او اندړو ولسواليو کې يې د وسله والو طالبانو د ځپلو په هدف عملیات پیل کړي چې تر دامهاله یې ګڼې سیمې له شتونه پاکې کړې دي. د غزني امنیه قوماندان مل پاسوال محمد زمان د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د توفان صحرا په نوم دغه پوځي عملیات له تېري یوې اوونۍ راهیسې د افغان ګډو ځواکونو له خوا پیل شوي چې په خبره يې، هوايي ځواک يې هم ملتیا کوي. نوموړی وايي، د یادو عملیاتو پرمهال تر دامهاله لسګونه وسله وال طالبان مړه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په کونړ کې د ۳ کسانو د مړینې او د ۹ د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی

د کونړ ولايت په څوکۍ ولسوالۍ کې د جګړې له کبله د ځينو کسانو د وژل کېدو او د ځينو نورو د ټپي کېدو راپور ورکړل شوى دى. د کونړ د روغتيا رئيس ډاکټر عزيز الرحمن ساپي یکشنبه ازادي راډيو ته وويل چې له دې جګړې تر اوسه درې مړي او ٩ تنه ټپيان وروړل شوي دي. هغه وويل چې وژل شوي او ټپيان ټول سرتېري دي. د ازادۍ راډيو خبريال وايي، جګړه نن سهار پيل شوې چې اوس هم په ديوه ګل دره کې روانه ده. د کونړ د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسؤل شېر ولي خان ويلي، جګړه هغه وخت پيل شوه چې د داعش ډلې وسله والو د پاڅونوالو پر ځينو پوستو حمله وکړه. Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus