Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Январь
2018

Новости за 11.01.2018

Pa.azadiradio.com 

له زندانه د اسلامي حزب د بندیانو خوشي کیدل

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب د زندانیانو ۷۵ تنه دا ځل له بنده خوشي شول. دا دریم ځل دی چې د دې ګوند غړي له زندانونو خوشي کیږي. اسلامي حزب وایي چې لاهم د دوی د ګوند ۲۵۰۰ تنه د افغانستان په زندانونو کې بندیان دي. په دې اړه نور په دې تصویري راپور کې:

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

اروپايي ټولنې ټینګار وکړ چې له ایران سره اټومي تړون پر ځای پاتې شي، د پنجاب په قصور کې د یوې شپږکلنې نجلۍ تر وژنې او تیري وروسته مظاهرې روانې دي او اسټرالیا د وتلي سندرغاړي الویس پریسلي د یادښت شپږویشتم دور فیسټوال جوړ کړی. د ازادي سټوډیو دا خبرونه د شپې په اتو بجو له پیشګام ټلویزیون مه هیروئ.

Pa.azadiradio.com 

موګریني: ټولې خواوې دې د ایران او ۶ قدرتونو پر اټمي موافقې ودرېږي

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسي مشرې فدریکا موګریني له ټولو خواوو په کلکه وغوښتل چې د ایران او د نړۍ د ۶ قدرتونو ترمنځ پر اټمي موافقې ودرېږي. موګریني همدا راز وویل چې دا موافقه ښه نتیجه لري. هغې دا خبره نن پنجشنبه یوه ورځ مخکې تر دې وکړه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران پر ضد د اټمي موافقې په تړاو د نورو بندېزونو د لګولو په اړه پرېکړه وکړي. موګریني د نننۍ غونډې په اړه وویل: "د نن ورځې د غونډې تمرکز د عمل د ګډ هر اړخېز پلان - د ټولو خواوو له لوري له ایران سره د اټمي موافقې د بشپړې اجرا د یقیني کولو لپاره پر روان کار و. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اجرائیه رئيس او د "م.م" خاص استازي د افغانستان پر حالاتو غږیدلي

د افغانستان اجرائیه رئيس او د ملګرو ملتونو خاص استازي د افغانستان پر امنیتي حالاتو او د کابل د پروسې د اهمیت په اړه خبرې وکړې. د اجرائیه ریاست له خبرپاڼې سره سم، په دې کتنه کې عبدالله عبدالله د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالي شوراګانو د راتلونکو انتخاباتو لپاره پر تیاریو او په دې برخه کې پر اقداماتو هم خبرې وکړې. ټاکل شوې ده چې د راتلونکي کال د سرطان په ۱۶ مه د ولسي جرګې او ولسوالي شوراګانو انتخابات ترسره شي.

Mashaalradio.com 

د ماشومې زینبې په وژنه خلک سخت خپه دي

په پاکستان کې د ماشومانو د حقونو او د ماشومانو د مشکلاتو په اړه څېړونکې غېر سراکاري ادارې" ساحل" تر مخه په کال ۲۰۱۵ کې په قصور سيمه کې ۴۵۱ ماشومان د جنسي تېرو ښکار شوي وو




Mashaalradio.com 

 ځېنې چینايي پروژې له سیاسي، مالي خنډونو سره مخامخ دي

اسوشي اېټډ پرېس اژانس لیکي، د ورېښمو د لار بیا بحالۍ په اړه د چین یو شمېر پروژې له بېلا بېلو سیاسي او مالي خنډونو او ځنډ سره مخامخ شوې دي. په دې لړ کې په پاکستان کې هم د شاوخوا ۱۴ اربه ډالرو پروژې ځنډېدلې دي.

Mashaalradio.com 

په خوست کې د مرغانو والګي مثبتې پيښې تشخیص شوي

په خوست کې د کارغانو پرلپسې مړینې او پدې اړه پر ټولنیزه میډیا د خلکو له انديښنو وروسته څرګنده شوه، چې په یاد ولایت کې کارغان او نور وحشي مرغان د انفلوانزا یا د مرغانو پر والګي اخته شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: عملیاتو د فاریاب په دولت اباد کې ۲۵ طالبان وژلي

د افغانستان په شمال کې د شاهین ۲۰۹ قول اردو وايي چې په یو لړ عملیاتو کې یې د ۳ قوماندانانو په شمول ۲۵ وسله‎وال طالبان وژلي دي. د دې قول اردو د مطبوعاتي دفتر مرستیال نصرت الله جمشیدي نن پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل، دا عملیات تېره شپه د فاریاب ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې وشول. دی وايي: "تېره شپه د هېواد هوايي ځواک د قاطع ملاتړ ماموریت ځواکونو په ملاتړ د فاریاب ولایت په دولت‎اباد ولسوالۍ کې پر دښمنانو هوايي عملیات وکړل چې په لړ کې یې د ۳ قوماندانانو په ګډون ۲۵ طالبان ووژل شول." جمشیدي دا هم... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ګابریل: اروپايي اتحادیه غواړي چې د ایران اټمي موافقه پر خپل حال پاتې شي

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر وايي، اروپايي اتحادیه غواړي چې له نړیوالو قدرتونو سره د ایران اټمي موافقه پر خپل حال پاتې شي او له امریکا غوښتنه کوي چې دا موافقه د ایران د توغندويي وسلو له پروګرام او د سوریې په جګړه کې د دغه هېواد له روله جلا وګڼي. زیګمار ګابریل دا خبره نن پنجشنبه په بروکسل کې د ایران، بریتانیا، فرانسې له بهرنیو چارو وزیرانو او د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ له مشرې سره تر غونډې مخکې وکړه.

Mashaalradio.com 

د زینب مور و پلار انصاف غواړي

د پاکستان په قصور ښار کې پر ماشومې د جنسي تېري او وروسته د وژنې پر ضد مظاهرې شوې دي. د اته کلنې زینب انصاري مړی له ډېرانه موندل شوی وو. د دې نجلۍ پلار د هېواد له واکدارانو د پېښې د پلټنو او انصاف غوښتنه کړې. ویډیويي رپورټ.


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus