د یکشنبې پر ورځ، په کراچۍ کې د متحده قامي موومنټ لندن ډلې د یوه مشر او د پوهنتون پخواني استاد ډاکتر حسن ظفر عارف مړی موندل شوی.د جناح روغتون ویاندې ډاکترې سیمي جمالي مشال راډیو ته وویل، پولیسو د نوموړي مړی د یکشنبې پر ورځ وروړی چې دوی یې پوسټ مارټم کوي.