په پېښور کې افغان کډوال سوداګر وايي چې که افغانستان کې د امنيت وضع برابره شي نو سره د خپلو کاروبارونو به زر تر زره هیواد ته ستانه شي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو خپل وطن ته د واپسۍ لپاره هلې ځلې تيزې کړې دي.