هېبت الله اخونزاده په دارلعلوم حکیمه مدرسه کې د وینا پر مهال د وژل شوو طالبانو او د افغانستان د هغه خلکو چې په تېرو ۲۰ کلونو کې له بهرنیو سره جنګېدلي وو، لپاره دوعاګانې وکړې.
مفتي منيب الرحمن وويل چې دوی د منځګړي په حېث له حکومتي چارواکو او تحريک لبيک ډلې سره لږ تر لږه ۱۲ ساعته پرله پسې خبرې اترې وکړې چې هدف يې په سوليزه توګه د ستونزې حل وو.
د تحریک لبیک ډلې د احتجاج له وجې د راپورته شوي صورتحال په تناظر کې د مذهبي عالمانو یوې ډلې له وزیراعظم عمران خان سره ملاقات وکړ.
په کوټه او پېښور کې زرګران وايي چې په پاکستان کې د زیاتېدونکې ګرانۍ له کبله يو شمېر کسان د ماشومانو د تعليم، علاج او نورو ورځنيو اړتياوو پوره کولو لپاره اړ شوي چې د خپل کور د ښځو سره زر خرڅ کړي. د دوی په وينا، په تېرو شاوخوا درې مياشتو کې د پېرودونکو په پرتله د پلورونکو شمېر زيات شوی دی. د پاکستان د شمارياتو اداره وايي چې په دې هېواد کې په سېپټېمبر مياشت کې د ګرانۍ کچ نهه فيصده ته رسېدلی و چې دا د اګست تر مياشتې زیات و.