د اکتوبر پر ۱د افغانستان موجوده د طالبانو نګران حکومت او نړیوالو مشرانو ته په یو خپور شوي آن لاین لیک کې د سولې نوبل جایزه ګټونکې او د نجونو د تعلیم مبارزې ملالې یوسفزۍ او د بشري حقونو دوو افغان مېرمنو شهرزاد اکبر او زرکې یفتلي لیکلي چې افغانستان دا وخت په نړۍ کې یوازېنی هېواد دی چېرته چې د نجونو پر تعلیم بندیز لګول شوی او یا هغوی تر پرایمري سکولونو نه وروسته تعلیم ته نه پرېښودل کېږي. د پېښور پوهنتون یوې زده کونکي جینا چې له ننګرهار سره تعلق لري د اکتوبر پر ۱۹مه یې مشال راډیو ته وویل هلته د جینکو... Читать дальше...
هغه د پښتو د لومړي فلم یوسف خان شېربانو په ګډون له ۷۳۰ نه په زیاتو فلمونو کې کار کړی دی. په دغو فلمونو کې د پښتو ترڅنګ د اردو او پنجابۍ ژبې فلمونه هم شامل دي. بدرمنیر د ۲۰۰۸ کال د اکتوبر په ۱۱مه وفات شوی و.
د ادارې د څیړونو او پالیسۍ په برخه کې لوړ پوړي چارواکي راجت خوسلا په یو بیان کې ویلي، د وبا پر مهال حکومتونو د بیان پر ازادۍ بې ساري حملې کړي چې له وجې یې د خلکو حقونه په شدیده توګه محدود شوي دي.
زلمي خلیلزاد د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي له دندې استعفا ورکړې. بېګا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن دا اعلان وکړ. بلېنکن له خلیلزاده مننه کړې چې د ده په خبره لسیزې یې د امریکا متحده ایالاتونو لپاره نه ستړی کېدونکی خدمت وکړ. بلېنکن دا هم ویلي چې توماس ویسټ به د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي دنده مخته وړي. زلمی خلیلزاد په افغانستان کې د امریکا د پوځي ماموریت تر رسمي پای ته رسېدو شااوخوا دوه میاشتې وروسته خپله دنده پرېښې. خلیلزاد ۲۰۱۸ کال د افغانستان... Читать дальше...
په کابل کې د یوې یتیم خانې چلوونکي وایي چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ورسره مرستې درېدلي او اوس د یتیمو ماشومانو په ساتلو او د هغوی د بنیادي اړتياوو په پوره کولو کې ستونزې لري. د دوی په وينا، په افغانستان کې زیاتره خیریه ادارې د پيسو له کمي سره مخامخ دي. بلخوا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې اداره یونيسېف وایي چې باید نړیوال له افغانستان سره مالي مرستې وکړي. ویډیويي رپورټ.