د هند په جنوب کې د سختو بارانونو له وجې سېلاوونه راغلي. په کېرالا ایالت کې د اکتوبر پر ۱۷مه او ۱۸مه په سېلاوونو کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي او ګڼې ودانې ړنګې او زیانمنې شوې دي. د قدرتي ناورینونو پروړاندې د مبارزې اداره وايي، په ایالت کې د شوي زیان جاج اخلي او له ځپل شویو سره مرستې کوي. د رویټرز اژانس ویډیويي رپورټ.
د پولیسو یوه ویاند شهزاده فرحت مشال راډیو ته وویل، بم په یوه موټر سایکل کې ایښی وو چې د پولیسو له ګاډي سره نېږدې درېدلی وو.
دا سروې د اکتوبر پر ۱۷مه نېټه یوې کراچۍ مېشتې مارکېټينګ او ټولنيز تحقیقاتي کمپنۍ پلس کنسلټېنټ کړې چې پکې د پاکستان په څلورو واړو صوبو کې يې له شاوخوا ۱۸۰۰ کسانو د ښځو د خونديتوب په اړه پوښتنې کړې دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په غږ د اکتوبر پر ۱۷مه (پرون) په کراچۍ کې يوه لویه غونډه وکړه چې پکې یې په سيند کې د خپلو صوبايي مشرانو ټاکنې بشپړې کړې او نورالله ترین یې صوبايي مشر وټاکه.
د خیبر پښتونخوا نانوایانو د اوړو د بیو زیاتېدو له وجې د یوې ډوډۍ نرخ له ۱۰ روپۍ څخه ۲۰ روپیو ته لوړ کړی دی. د نانوایانو د ټولنې مشر وايي، یوازې اوړه نه بلکې ګیس، برېښنا او د ټرانسپورټ لګښتونه هم زیات شوي دي. د اوړو کاروباریان وايي، په خیبر پښتونخوا کې زیات غنم نه پیدا کېږي نو ځکه اړ دي چې له پنجاب او سینده یې درامد کړي چې له کبله یې د اوړو بیه د نورو صوبو پرتله زیاته ده. د پاکستان حکومت وايي، د ګرانۍ کنټرولولو هڅه کوي. د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید د اکتوبر پر ۱۷مه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل حکومت د اقتصاد د ښه کولو هڅې کوي. Читать дальше...
بلوچستان کورنيو چارو صوبايي وزیر میرضیاء لانګو په کوټه پریس کلب کې یوه خبري کانفرنس ته ویلي چې د هوشاب پېښه "ډېره دردوونکې" ده او صوبايي حکومت له وړاندې ټولو ادارو ته امر کړی دی چې په پېښه کې د وژل شوو ماشومانو له کورنۍ سره دې انصاف وشي.
د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته خبریالان او رسنۍ له یوشمېر ستونزو او چیلېنجونو سره مخامخ شوي دي. د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي، په هېواد کې شاوخوا ۷۰ فیصده رسنیزې ادارې یا تړل شوې او یا یې فعالیتونه اغېزمن شوي او یوشمېر خبریالان له وطنه وتلي دي. په فراه ولایت کې د عروج راډیو مشر وايي، تفریحي خپرونې یې درولې دي او یوازې دیني پروګرامونه وړاندې کوي. د اژانس فرانس پرېس ویډیويي رپورټ.