په پاکستان کې د روانې ګرانۍ پرضد د عوامي نيشنل ګوند لخوا د پېښور په يادګار چوک کې د اکتوبر له اوومې نېټې څخه پیل شوی احتجاجي هړتال پاته ورسېد. د مظاهرچيانو وينا وه چې حکومت دې د ګيس او بجلي په نرخونو کې د اضافي فيصله واپس واخلي. نور په دې ویډیويي راپور کې.
د افغانستان په کندوز کې د جمعې د لمانځه پرمهال په يوه بمي چادونه کې د وژل شويو شمېر ۴۶ ته رسېدلی دی. د طالبانو يو چارواکی وايي، په چاودنه کې ۱۴۳ کسان ژوبل شوي هم دي. د پېښي ذمه واري چا نه ده منلې. ګل اياز د اسوشییېټېډ پرېس اژانس ويډيو رپورټ پښتو کړی
د پیښې یو بل عیني شاهد جهانزیب سلارزي مشال راډیو ته ویلي چې په چاودنه کې تر ۱۰۰ ډېر کسان ټپیان شوي دي چې پکې د روغتیايي حالت د اندېښې وړ دی او ویره ده چې د مړو شمېر نور هم پورته شي.
د طالبانو له لوري د کابل له نیولو وروسته اروپايي اتحادیې ۲۲ زره افغان پناه غوښتونکي منلي دي.
بلوچستان کې چارواکي وايي، په هرنايي کې د اکتوبر پر اوومه د شپې درې بجې په راغلې زلزله کې شاوخوا ۲۵ کسان وژل شوي او تر ۲۵۰ زیات ژوبل دي. د دوی په وینا په زلزله کې تر ۸۰۰ زیات کورونه زیانمن شوي دي. د مشال رېډيو خبریال صمد شبنم په هرنايي کې د ړنګو ودانیو تصویرونه کښلي
د بلوچستان په هرنايي کې د زیارت په شپه پېشلمي مهال راغلې درنې زلزلې لږ تر لږه ۲۵ کسان وژلي او تر ۲۵۰ ډېر یې ټپیان کړي دي. په دغه زلزله کې د امیرمحمد مور او دوه وروڼه وژل شوي دي. د مشال رېډیو خبریال صمد شبنم هرنايي ته ورغلی او خبرې یې ورسره کړې دي.
دوی د اکتوبر پر ۸مه مشال راډيو سره په خبرو کې وویل ، د غلام خان لارې بندیدو دوی ته ډېرې ستونزې جوړې کړي او حتا نشي کولای په اسانۍ خپل بیماران د درملنې لپاره بوځي.
د اکتوبر پر اوومه قرارداد اروپايي ټولنې وړاندې کړی چې ۲۸ غړو هېوادونو یې په حق او د پاکستان، روسیې او چین په ګډون پینځو هېوادونو یې په مخالفت کې رایې ورکړې.
داوود وايي، په هرنايي کې تر ۸۰۰۰ زیات کورونه زیانمن شوي دي. د ډېری ړنګ کورونو اوسېدونکو بېګا شپه تر شنه اسمان لاندې په کېږدیو کې تېره کړې ده.
شېرمن د اکتوبر پر اوومه ماخوستن پر داسې مهال اسلام اباد ته ورسېده چې د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د امریکا او پاکستان تعلقات ساړه شوي دي.
د طالبانو په واکمنۍ کې د پاسپورټ دفتر له بیا پرانستلو سره ګڼ خلک ور روان دي. کابل کې د پاسپورټ دفتر مخې ته د ګډوډۍ مخنیوي لپاره طالبان خلک په زور په قطارونو کې د ودرولو هڅه کوي. چارواکي وايي، هره ورځ به له ۵۰۰۰ تر ۶۰۰۰ پاسپورټونه جاري کوي او خلک دې د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره ګډوډي نه جوړوي. نور حال په دې راپور کې ویډیو: اې پي