په بلوچستان کې له تېرې څه مودې راهیسې د وزيراعلی جام کمال له څوکيو څخه د ليرې کولو لپاره هلې ځلې ګړندۍ شوې دي. واکمن ګوند بلوچستان عوامي پارټۍ او د اتحاديانو شاوخوا ۱۴ غړيو د اکتوبر پر ۱۱مه نېټه د وزيراعلی پرضد د عدم اعتماد تحريک جمع کړی البته په دې اړه د اسمبلۍ غونډه لاهم رابلل شوې نه ده. بل خوا جام کمال د اکتوبر پر ۱۲مه نېټه په کوټه کې خبرې غونډه کې باور وښود چې د ګوند ځینې مرور غړي يې پخلا کړي دي. د مشال تر رڼا لاندې کې دا کتل شوي چې ایا د واکمن ګوند د اسمبلۍ ځينې غړي او حزب اختلاف به وتوانېږي... Читать дальше...
دغه پلاوی، چې د اکتوبر پر ۱۲مه اسلام اباد ته رسېدلی، د وزيراعظم عمران خان او د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه په ګډون له يوشمېر لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره پر دوه اړخيز او سيمه ييز امنيت او ثبات خبرې کوي.
د خوست د مرکز اړوند د ایوب خېلو په سیمه کې د فوټبال د ۶۰ لوبډلو ترمینځ ټورنمینټ چې درې میاشتې مخکې پیل شوی وو، د همت لوبډلې په بریا پای ته ورسېد. د لکڼو د ایوب خېلو د جبې میدان پای لوبې ته د دې ولایت د مرکز او ولسوالیو زرګونه ننداره چیان ورغلي ول او ننداره چیانو به د خپلې خوښې لوبډله په چکچکو او غورځیو تشویقوله. نور حال د نجیب الله الوخېل په وېډيويي راپور کې:
واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم، امریکا د افغانستان بانکي زېرمه چې ۹،۶ میلیارډ ډالره ارزښت لري، کنګل کړه.
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو پس په پېښور کې د غالۍ کاروباریان او مزدوران يې د کار نشتوالي له کبله له مالي ستونزو سره مخامخ دي. د کاروباريانو په وينا، د طالبانو د واک ته تر رسېدو وروسته ورته مالونه نه رسېږي. نور تفصیل په دې ویډیويي راپور کې.