د چمن تجارو اتحاديې یو مشر صادق خان اڅکزی وايي، د پولې له پرله پسې بندشه د چمن او کندهار تجارو ته دا ځل ډېر لوی مالي زیان اوښتی دی. د نوموړي په وینا له تېرو درېوو اونیو راهیسې یې ۱۵ سوه کنېټران ولاړ دي.
تحریک لبیک وايي، له تېرو ۱۵ ورځو سوله ییز احتجاجونه کول خو حکومت یې غوښتنې و نه منلې نو ځکه یې پرېکړه وکړه چې د خپلو غوښتنو پوره کولو لپاره یوځل بیا اسلام اباد ته ولاړ شي.
تحريک لبيک پاکستان د اکتوبر پر ۲۲مه يو ځل بيا د اسلام اباد په فېض اباد کې احتجاج کوي. حکومت د احتجاج پر ځای کې لارې په کنټېنروبندې کړې دي. تحريک لبيک تر دې وړاندې هم احتجاجونه کړې دي او له حکومته یې له فرانس سره د سفارتي اړيکو د پرېکولو غوښتنه کړې ده. نور حال د ځلاند يوسفزي په ویډیويي راپور کې. ویډیو: عمران
دغه لسګونه مېرمنې وايي ملت وږی شوی، کاروبارونه په ټپه درېدلي، خو طالبان لومړیتوبونه نهپېژني.
قریشي د اکتوبر پر ۲۱مه له طالب مشرانو سره تر لیدو وروسته خبریالانو ته وویل، پاکستان له افغانستان سره د پینځه اربه روپیو (شاوخوا ۲۸۰ میلیونه ډالر) بشري مرسته کوي او د سوداګرۍ د پراختیا لپاره به هڅې وکړي.
پاریس مېشته ادارې د اکتوبر ۲۱مې پر ماخوستن تر درې ورځنۍ سرمشریزې وروسته په بیان پر اسلام اباد غږ وکړ چې د ترهګرۍ د تمویل مخنیوي په برخه کې دې "ژر تر ژره پرمختګ" وکړي.