په بلوچستان اسمبلۍ کې د وزیراعلی جام کمال خلاف د عدم اعتماد رایې د کارولو په اړه غونډه د اکتوبر پر ۲۰مه نېټه غوښتل شوې ده. په بلوچستان کې له تېرې څه مودې راهیسې د وزيراعلی جام کمال له څوکۍ څخه د لرې کولو لپاره هلې ځلې ګړندۍ شوې دي. واکمن ګوند بلوچستان عوامي پارټۍ او د اتحاديانو شاوخوا ۱۴ غړو د اکتوبر پر ۱۱مه نېټه د وزيراعلی پرضد د عدم اعتماد تحريک جمع کړی و. بل خوا جام کمال د اکتوبر پر ۱۲مه نېټه په کوټه کې خبرې غونډه کې باور وښود چې د ګوند ځینې مرور غړي يې پخلا کړي دي. د اکتوبر پر ۱۵مه، د بلوچستان... Читать дальше...
دا اوونۍ په مشال مرکه کې شنونکی او په اسلام اباد کې د یوې څېړنيزې ادارې مشر، امتياز ګل مېلمه دی. نوموړي د قبايلي علاقو، پاکستان او سیمې په اړه کتابونه ليکلي دي او په دې اړه ژور معلومات لري. په دې وروستيو کې نوموړي د پاکستان او چين د ملګرتيا په اړه هم یو کتاب ليکلی دی. امتياز ګل وايي، چين د سرمايه کارۍ له لارې په نړۍ او سيمه خپل اثر کارول غواړي. له امتياز ګل سره د مرکې کوربه ګل اياز دی.
په پاکستان کې د څېړونکو په خبره د خوراک د نه ضایع کولو په اړه ولس ډېر کم مالومات یا پوهه لري.
په دې برید کې چې د جمعې د لمانځه پر مهال وشو، لږ تر لږه ۴۷ کسان وژل شوي دي او لسګونه نور ټپیان شول.
په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ دوې میاشتې پوره کېږي، خو لا یې هم تر پینځم ټولګي پورته د نجونو زده کړو په باب تګلاره نه ده اعلان کړې. بلخوا ښځینه ښوونکې د تنخاګانو د نشتوالي ګیله کوي. د طالبانو حکومت په وار وار ویلي چې دوی د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د زده کړو ترڅنګ د نجونو او ښځو ټولو حقونو ته ژمن دي او د حکومتي ادارو ټولو کارکوونکو ته به تنخاګانې ورکول کېږي. د اې اېف پي ویډيو راپور