د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين د اکتوبر پر نهمه له اسوشییېټېډ پرېس اژانس سره په خبرو کې اسلامي دولت وسله واله ډله د داعش په نامه ياده کړه او ویې ويل چې دوی خپله د داعش پرضد د مبارزې وړتیا لري.
بزګران او بڼ لرونکي وايي، په دې وخت کې سبزۍ او تازه میوې دومره لږه بیه لري چې دوی ته يې ګټه نه پاتې کیږي او د ټول کال خواري يې هیڅ ځای نه نیسي.
۸۵ کلن عبدالقدیر خان د پاکستان د اټومي پروګرام "پلار" په نوم یادېده او په ۱۹۷۶ز کال کې یې د هېواد د اټومي وسلو جوړولو څېړنیز مرکز پرانیستی وو.
مولانا فضل الرحمان خبريالانو ته وويل چې په هېواد کې ګرانۍ ورځ تر بلې زياتيږي او د خوراکي توکو بيې په بېساري ډول لوړې شوې دي.
د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه مو د خيبرپښتونخوا د نوښار يو پېژندلی سندرغاړی انتظار علي پردېسي دی. نوموړی د نوميالي تبله غږوونکي او موسيقار فضل ربي پردېسي زوی دی. دی وايي، د سندرو ويلو ترڅنګ پښتو فلمونو ته موسيقي هم جوړوي خو زياتوي چې د فلمي سندرو د شعر او ويډيو له معياره خوښ نه دی. د نوموړي دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
دا څرګندونې د پاکستان د بېلا بېلو سیاسي ګوندونو مشرانو او استازو د اکتوبر پر نهمه د کراچۍ په اړټس کونسل کې د افغانستان پر حالاتو جوړ شوي سیمینار ته کړې دي.
د سوات د مینګورې بڼ سیمه له شاوخوا ۱۰۰ کلونو راهیسې د موسیقارانو په نوم پېژندل کېږي. له هغه ځایه یوشمېر سندرغاړو او موسیقارانو زده کړې کړې دي او د پښتو هنر په میدان کې یې نوم ګټلی دی. ۱۶ کلنه حنا ګل هم په دې تکل بڼ ته ورغلې او سندرې زده کوي. په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.