د اکتوبر پر ۱۷مه په دوبۍ او مسقط کې د کرکټ شل اوريريزه سيالۍ پیلېږي. د کرکټ نړيوال کپ کې افغانستان لوبډله برخه اخلي او بري هيلې لري. د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په داسي حال کې په نړيواله جام کې برخه اخلي چې وسله وال طالبان د اګست مياشت نیمايي کې پر ټول افغانستان واکمن شول. رويټرز اژانس ويډيويي رپورټ.
د تحقيقاتي خبريالانو نړيوال اتحاد یا انټرنیشنل کنسورشییم اف انوېسټیګېټیو جرنلسټس (ای سي ای جې) د پنډورا پیپرز په نامه چې د نړۍ د ۹۱ هېوادونو او سیمو ۳۵ اوسنيو او پخوانيو مشرانو، ۳۳۰ سیاستوالو او ولسي استازیو پټ مالیاتي دستاویزونه خپاره کړي ول په هغو کې د ۷۰۰ پاکستانیانو نومونه هم شامل دي. په اسنادو کې د عمران خان د حکومت ځينو وزيرانو نومونه هم شته او له هم دې کبله پر هغه تنقيد کېږي چې د درغليو او کرپشن ختمولو په نوم يې سیاست کړی خو بيا يې هم په ګوند او کابينه کې داسې کسان په ګوته شوي چې بهرنۍ کمپنۍ لري. Читать дальше...
د اکتوبر پر پینځمه له مشال راډيو سره په خبرو کې فخر دراني وويل، ښايي په پنډورا اسنادو کې د پاکستان د ۷۰۰ کسانو له ډلې داسې هغه هم وي چې د موجوده او یا پخوانيو پوځیانو خپلوان یا د کورنۍ غړي وي خو د دوی لپاره دا ممکنه نه وه چې پېژندګلو یې وکړای شي.
د اګست میاشتې پر ۱۵مه پر کابل د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د یادې ډلې ګڼ وسله وال دې ښار ته راټول شوي چې ځينې یې هلته په ولسي ځایونو کې ساعتيري کوي. البته د افغانانو ازادۍ يې محدوده کړي دي. خو طالبانو ژمنه کړې چې دا وار به يې واکمني ډېره معتدله وي. نور تفصيل د اې اېف پي خبري اژانس په دې ويډيويې راپور کې چې اسرار عالم مومند پښتو کړی دی.
عمران خان په عين حال کې وويل چې يوه پلټنيزه څانګه يې جوړه کړې او که څوک ګرم وګرځول شي نو پر ضد به يې قانوني کارروايي کېږي.
د بلوچستان عوامي پارټۍ ناراضه غړي له اعلا وزیر جام کمال خان څخه غوښتنه کوي چې د حالاتو تر لا خرابېدو وړاندې دې خپله استعفا وړاندې کړي.
نصرت ارا د مردان يوازنۍ ښځینه جرګه ماره ده چې د شخړو هوارولو کمېټۍ کې د ښځو د وراثت، کورنیو او ګڼو نورو ستونزو په هوارولو کې مرسته کوي. دا وايي چې په سلګونه مسلې یې حل کړي او د پخوا پرتله اوس ورته ښځې خپلې مسلې ډېرې راوړي. نور د عظمت علي شاه په دې ويډيويي راپور کې.