د مشال مرکه کې مو ډاکټر موسا خان مېلمه دی. نوموړی په اسلام اباد کې په رفاه پوهنتون کې پروفيسر دي. هغه په ترکيي، استونيا او جنوبي کوريا کې لوړي زده کړي ترلاسه کړي. ډاکټر موسا وايي، په بهر هېوادونو کې په تعليمي ادارو داسي نظام دي چې زده کونکي د اتو ساعتو وروسته هم په نصابي او غير نصابي فعالیتونو کې بوخت وي. خو د ده په خبره په خيبر پښتونخوا او قبايلي ضلعو کې تعليمي نظام کې ډيري ستونزي دي چې له وجې يې ماشومان له معياري تعليم څخه محروم پاتي کېږي. د خپرونې کوربه ګل اياز دی.
په بلوچستان اسمبلۍ کې د واکمن ګوند بلوچستان عوامي پارټۍ یوشمېر مرورو غړيو له اعلا وزیر جام کمال خان څخه د استعفا غوښتنه کړې ده. د ياد ګوند ځېنو صوبايي وزيرانو د اکتوبر پر شپږمه د بلوچستان ګورنر ته خپلې استعفاګانې هم وړاندې کړې. د بلوچستان عوامي پارټۍ يوشمېر وزيرانو او د اسمبلۍ غړيو له تيرو څو مياشتو راهيسې د ګوند د مشر او اعلا وزير پرضد کمپاين پيل کړی دی. دا چې له اعلا وزير سره د دغو مرورو غړيو د اختلاف بنيادي نکته څه ده؟ احمد شاه اعظمي په دې اړه د سياسي چارو له پوه او مشر خبريال شهزاده ذوالفقار... Читать дальше...
زلزله ځکه راځي چې د ځمکې تبخي پرله پسې خوځېږي او د حرکت له وجې یې انرژي پیدا کېږي چې دا د ځمکې دننه په ژورو کندو کې زېرمه کېږي او یو وخت داسې راشي چې نور په هغه کندو کې توانايي نه شي زېرمه کېدای نو پایله یې د زلزلې په شکل کې ظاهره شي.
دوی په جلال اباد کې د پاکستان د کونسلګرۍ له مسوولینو غواړو چې پاکستان ته د ناروغانو په ورتګ سره دې ورته اسانتیاوې برابرې کړي. خو په جلال اباد کې د پاکستان د کونسلګرۍ مسوولین وايي چې ناروغانو ته پاکستان ته په ورتګ کې ستونزه نه شته.
د بلوچستان په هرنايي ضلع کې یوې زلزلې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي دي. دا زلزله د پنجشنبې يا زيارت په شپه راغله چې پر رېکټر سکېل يې شدت پينځه اعشاريه اووه وو. زلزلې تر ټولو زيات زيان هرنايي ضلعې ته رسولی خو شدت يې په شاوخوا نورو سيمو کې محسوس کړل شوی دی. احمد شاه اعظمي د هرنايي له يو ځايي استوګن محمد رفيق ترين سره د شوي زلزلې او د هرنايي د جغرافيې، ولسي ژوند او ستونزو په اړه مرکه کړې ده. رفيق ترين په لومړي سر کې د زلزلې حال بيانوي.
د بلوچستان په هرناي کې بیګانۍ زلزلې لږ تر لږه شل کسان وژلي او تر ۳۰۰ یې زخمیان کړي دي. ځايي چارواکي وايي لا هم د شوي زیان په ارزولو بوخت دي او ښايي د وژل شووي کسانو او ويجاړو شوو کورونو شمېر تر لومړنيو راپورونو ډير زیات وي. بشيرګواښ د اې ايف پي اژانس د يوې ويډيو پر بنسټ دا راپور جوړ کړی دی.
د بلوچستان سرکاري روغتونونو کې د ځوان ډاکټرانو اتحادیې د نارغانو کتنځایو او اپرېشن تېټرانو کې کاربندیز اعلان کړی دی. ډاکټران وایي چې په روغتونونو کې د ناروغانو لپاره بېلا بېلې اسانتیاوي نه لري او حکومت یې د شخصي کولو نیت کړی دی. ډاکټران له لومړي اکټوبره پر کاربندیز دی خو حکومت د ډاکټرانو د احتجاج په اړه څه نه دي ویلي، د کاربندیز له کبله ناروغان له ستونزو سره مخامخ شوي دي، نور حال د صمد شبنم په ويډیویي راپور کې وګورئ.
شيخ رشيد د اکتوبر پر پينځمه په اسلام اباد کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې د ملک په بېلا بېلو برخو کې له ۴۰ زیات جعلي سرټيفيکټ ګڼ جوړونکي او اخیستونکي نيول شوي دي.
خوستي سوداګر د نړیوالو هوايي پروازونو د نشتون له کبله بهر ته د زڼغوځیو په صادرولو کې له ستونزو سره مخامخ دي. هغوی انديښنه څرګندوي، که مالونه يې په وخت صادر نه شي، نو د زڼغوځیو کیفیت کمیږي او سوداګرو ته به مالي زیان ورسېږي. نور تفصیل نجیب الله الوخېل په ویډیويي راپور کې.
د پاکستان مشهور ټوکمار، د ټېلېویژن او سټېج اداکار عمر شریف د اکتوبر پر شپږمه په کراچۍ کې خاورو ته وسپارل شو. عمر شريف د اکتوبر پر دويمه په جرمني کې ومړ. ۶۶ کلن عمر شريف په جنوبي اسیا کې د ټوکو ټکالو لپاره مشهور وو. د نوموړي په مرګ پاکستاني اداکارانو، سياستوالانو او د بالییوډ اداکارانو هم خپګان څرګند کړی. د اسشییېټېډ پرېس اژانس ويډيويي رپورټ.
د بلوچستان د طبعي ناورينو د نظم ادارې مشر نصير ناصر ويلي چې په زلزله کې شل کسان وژل شوي خو ښايي دا شمېر زیات شي. نوموړي زياته کړه، هڅه کوي چې د مړو او تباهۍ اندازه ولګوي.