بلېنکن وويل چې د اکتوبر پر ۲۵مه د سوډان پوځ له خوا په دغه افريقايي هیواد کې هنګامي حالت اعلانول او سرپرست وزيراعظم عبدالله حمدوک په حراست کې نيول ښايي د دې باعث شي چې "د ډیموکراسۍ لور ته د دغه هیواد د انتقال مخه ونیسي چې د سوډان سوله ييز انقلاب سره خیانت دی."
تجار وايي د کوژک په غره کې یې د کوټې-چمن ترمینځ سړک ځکه تړلی دی چې پاکستاني چارواکي له افغان چارواکو سره د چمن-بولدک پولې د خلاصولو لپاره خبرې وکړي چې لار ژر خلاصه کړي.
د ياد ګوند وياند عبد الرحمن کېتراڼ د اکتوبر پر ۲۵مه نېټه په کوټه کې رسنيو ته وويل چې له اتحادي ګوندونو سره تر سلا مشورې وروسته یې مير عبد القدوس بزنجو د راتلونکي اعلا وزير لپاره نومولی دی.
د کابل استوګن وايي چې د ژمي له راتګ سره سم د سوند موادو ګرانو بيعو پرېشانه کړي دي. دوی وايي يو خوا دومره پيسې نه ګټي چې د ژمي لپاره لرګي ورباندې واخلي او بلخوا طالبان د نرخونو په کنټرولولو کې هم پاتې راغلي. احمد شاه اعظمي د رويټرز خبري اژانس ويډيويي راپور پښتو کړی دی.