د شل اووريز نړيوال کرکټ کپ په سوپر ۱۲ پړاو کې د پاکستان او افغانستان کرکټ لوبډلو ترمنځ د اکتوبر پر ۲۹مه کېدونکیسیالۍ په اړه د مشال او ازادۍ راډيو ګانو همکارانو يو بحث کړی چې تاسو يې دلته کتلای شئ.
د کالعدم تحريک لبیک پاکستان د احتجاجي لاريون له وجې يوځل بيا د فیض اباد چوک په کنټېنرونو بند کړل شو. فېض اباد چوک کې د احتجاجونو له وجې د پېنډۍ او اسلام اباد ولس له سختو ستونځو سره مخامخ شوی دی. نور په دې ویډیو راپور کې وګورئ.
د اکتوبر پر ۲۸مه په نيويارک کې خپور شوي دې راپور کې ويل شوي چې د تيرو ۱۰ کلونو پر مهال په نړۍ کې ۲۷۸ خبريالان وژل شوي چې په هغوی کې د ۲۲۶ قاتلان لا هم نه دې سزا شوي. په راپور کې راغلي چې پر دې سربېره ګڼ خبريالان ځورول شوي او له بندېزونو سره مخامخ شوي دي.
د مشال رېډيو د راټولو کړو معلوماتو ترمخه په دغو کې له تېر حکومت سره کارکوونکي، دينيعالمان او ځوانان شامل دي. د دې تر څنګ پر طالبانو هم وخت په وخت بریدونه کېږي چې ذمه واري يې داعش وسله واله ډله پر غاړه اخلي.
دې غونډه کې د روسیې په ګډون د افغانستان شپږ ګاونډيو هېوادونو ایران، پاکستان، چین، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان ګډون وکړو. طالبان په ناسته کې نه وو خو د چین او روس استازو په انلاین بڼه پکې برخه واخیستله.
په متحده عربي اماراتو او عمان کې روان شل اووريز نړيوال کرکټ کپ ته په پاکستان، افغانستان او هند کې د کرکټ مينوالو پینځه کاله انتظار وکړ او تر دومره اوږده ځند پس یې دا مهال تاثرات څه دي. اسرار عالم مومند د رويټرز خبري اژانس له ويډيو ګانو دا راپور جوړ کړی دی.
د اکتوبر پر ۲۷مه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد په اسلام اباد کې یوه خبري غونډه کې وویل چې دا پرېکړه یې د پنجاب حکومت په خواست کړې ده.
د چمن تجارو اتحادیې مشر هاشم خان اڅکزی وايي، د پولې دواړو غاړو ته د تازه او وچو مېوو په ګډون په سبزیو بار سلګونه کنټېنران ولاړ دي چې له امله یې د دواړو هېوادونو پر تجارو هره ورځ په سلګونه ډالر ناغه اوړي.
د مردان قسيم ګل له ۱۴کالونو راهیسې رکشه چلوي او وايي، اوس روانې ګراني يې ژوند زښت اغيزمن کړی دی او ان کورنۍ ته د ماښام ډوډۍ نه شي پیدا کولای. نور تفصيل په دې ویډیويي راپور کې.