دوی وايي، نه کار پیدا کیږي چې ورباندې حلاله نفقه وګټي او نه ورسره د نړیوالو بنسټونو او د طالبانو د حکومت لخوا داسې مرستې کیږي، چې ګوزاره ورباندې وکړي.
په پاکستان کې ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحريک لبيک پاکستان د اکتوبر له ۲۲مې د خپلو غوښتنو په حق کې احتجاج پیل کړی او د اسلام اباد پر لور يې د لاريون اعلان کړی دی. د اسلام اباد او راولپېنډۍ انتظاميې د زرګونو مظاهرچيانو د مخنيوي لپاره ځينې لارې تړلې او خنډونه يې اچولي دي. د تحريک لبيک پاکستان د مظاهرو تر شا اصل عوامل څه دي؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې رانغاړل شوې دي.
د کالعدم مذهبي ډلې تحریک لبیک پاکستان په زرګونه پلویانو چې د پنجاب مرکز لاهور له مریدکې سره نېږدې یې پړاو وهلی وو یوځل بیا د اسلام اباد پر لور روان شوي دي.
.سوداګر د اسلام اباد په فیض اباد چوک کې د نویو ټېکسونو پرضد پر احتجاج دي. دوی وايي، له نوي ټېکسونو سره به د ګرانې کچه نوره هم زياته شي او دا چې د دوی کاروبار له وړاندې هم کورونا وبا او له ګرانۍ متاثره شوې دي. حکومت لا تر دې دمه د سوداګرو د احتجاج په اړه څه نه دي ويلي. خو دوی د نومبر پر۲۰مه د وزيراعظم هاوس مخې ته په لویه کچه د احتجاج کولو اعلان کړی دی. نور حال په ویډیويي راپور کې.
د امریکا خارجه وزیر بلېنکن په افریقایي هېواد سوډان کې د پوځ له خوا پر واک د ولکې پر ټینګولو 'ژوره اندېښنه' وښوده او له پوځه یې غوښتنه وکړه چې د مظاهره چیانو پر وړاندې له زغمه کار واخلي.
د وزیر اعظم عمران خان له دفتره د اکتوبر پر ۲۶مه په یوه اعلامیه کې لېفټننټ جنرل ندیم انجم د پاکستان د استخباراتي ادارې (ای اېس ای) د مشر په توګه اعلان شوی. دی د لېفټننټ جنرال فېض حمید پرځای راغلی او خپل کار به د نومبر له ۲۰مې نېټې څخه پیلوي. په اعلامیه کې دا هم ویل شوي دي چې جنرال فېض حمید به د نومبر د ۱۹مې نېټې پورې خپل کار جاري ساتي. تر دې وړاندې د پوځ لخوا رسنیو ته ویل شوي وو چې د ای اېس ای نوی مشر به د اکتوبر له میاشتې خپل کار رسماٌ پېلوي خو د وزیراعظم له دفتره د نوي مشر د نومولو اعلان د ځنډ ښکار شو. Читать дальше...
د پاکستان وفاقي شرعي عدالت د دښمنیو ختمولو لپاره په "سوره" کې د نجونو/جینکو ورکول غیراسلامي ګرځولي دي او د دې عمل د مخنیوي غوښتنه یې کړی ده. دا په داسې حال کې ده چې دا له وړاندې یو غیرقانوني عمل دی خو اوس هم د خیبر پښتونخوا او سیند په ځینو سیمو کې وجود لري. سوره څه شی دی او دا څنګه د ښځو حقونه تر پښو لاندې کوي؟ په دغه اړه مروج قوانین ولې نه عملي کېږي او مخنیوی یې څنګه کېدای شي؟ نن پرې د کرښې په غاړه کې بحث کووــ کوربه شاهین بونیری دی.
د پاکستان يو هنرمند شاهد رسام له تېرو څو کالونو راهيسې په ځانګړي انداز کې د قران پاک په ليکي چې په وينا يې دا به د نړۍ تر ټولو لوی قران پاک وي. خو بشپړېدل به يې لږ تر لږ څلور کاله وخت ونيسي. تر دې وړاندې تر ټولو لوی قران کريم په افغانستان کې ليکل شوی وو. په دې اړه د اشوشيېټډ پريس ويډيويي رپورټ عبدالحي کاکړ پښتو کړی دی.
دا د مشال راډیو لومړۍ خپرونه ده چې پکې تر خبرونو وروسته رپورټونه، له خبریالانو خبرونه او رپورټونه او سندرې در خپروو.