سږکال د اګست پر ۱۵مه طالبانو پر افغانستان تر قبضې وروسته ویلي چې د اپیمو او تریاکو پر کاروبار بندیز لګوي. خو د کوکنارو کرونده ګر وايي، له مجبورۍ دا کار کوي که متبادل ورته پیدا کړل شي نو د کورکنارو له کروندې به لاس واخلي. بلخوا سوداګر د اپیمو په بیو کې زیاتوالی د طالبانو لخوا د بندیز د اندېښنو له وجې راغلی دی. په دې هکله په کندهار کې د اپیمو د یو بازار حال په دې رپورټ کې وګورئ. ویډیو: اې اېف پي ایډېټ او رپورټ: منورشاه
د پاکستان وزيراعظم عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف ګډ حکومت په دې هېواد کې د رڼو ټاکنو لپاره د اصلاحاتو قانوني مسوده وړاندې کړې چې مخالفه ګوندونو رد کړې ده. د انتخاباتي اصلاحاتو دغه مسوده له تېرو شاوخوا درې میاشتو راهیسې د دې هېواد د سیاست يو له نانديزو موضوعاتو څخه ده. د مشال تر رڼا لاندې بحث کې دا څېړل شوي چې ایا د شفافو ټاکنو لپاره يوازې اصلاحات اړين دي او که نه نور هم داسې عوامل شته چې باید مخه يې ونيول شي؟
که چېرې دا مسوده د بهرنیو اړیکو کمېټه تایید او بیا د کانګرس لهخوا تصویب شي، پر داسې یو قانون به بدله شي چې طالبان او ملاتړي به یې له سختو بندیزونو سره مخامخ کړي.
د ایین له مخې د پاکستان په وفاقي محکمو کې د بلوچستان برخه شپږ فیصده ده چې د اټکل له مخې له ۲۲ تر ۲۶ زره ملازمین جوړېږي خو په دې کې یوازې له ۳۰۰۰ تر ۳۵۰۰ د بلوچستان حقیقي خلک دي، د پاتې زیاتره خلکو تعلق له پنجاب سره دی چې د بلوچستان د بېلا بېلو ضلعو جعلي اسناد یې جوړ کړي دي
په کابل کې د سېپټېمبر پر ۲۷مه له رويټرز خبري اژانس سره په خبرو کې منصور احمد خان وويل چې د دې کار هدف د افغانستان اقتصاد ښه کول دي.
۵۶ کلن عمر کمال لوړې زده کړې کړې دي او په لویو څوکیو یې دنده تر سره کړې خو اوس د بې روزګارې له وجې اسلام اباد کې برياني پلوري. نوموړی وايي، لومړی ورته دا کار ګران وو خو اوس یې اراده لري چې ټول عمر به د بريانۍ او د نورو خوراکي شيانو د پلورلو کار وکړي. نور په ویډیويي راپور کې.