د ملګرو ملتونو د مهاجرینو اداره وايي چې روان کال په افغانستان کې د بېقرارۍ له کبله شاوخوا شپږ لکه خلک بېکوره شوي دي چې ۸۰ فیصده یې ښځې او ماشومان دي. تیره میاشت په افغانستان کې د سیاسي بدلون وروسته د بېکوره کېدو لړۍ نوره هم ګړندۍ شوې ده او ډېر خلک هڅه کوي چې د ځمکنۍ لارې پاکستان، ایران یا د نړۍ نورو هیوادونو ته لاړ شي. په دوی کې ډېر رنځوران هم دي. دا مهال بېکوره شوي افغانان له کومو ستونځو سره مخ دي او ګاونډي هیوادونه ورسره څه مرسته کوي؟ پرې د کرښې پر غاړه کې بحث کوو. خپرونه د غږ پر ځای کې اورېدای شئ.
د سېپټېمبر پر ۱۱مه په کراچۍ کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال د ترقۍ او منصوبه بندۍ وفاقي وزیر اسد عمر وويل چې دا سرشمېرنې به په روايتي نه بلکې پر ساينسي طریقه کېږي.
په دې ځانګړي پرواز کې شاوخوا ۷۰ کسان اسلام اباد ته ولاړل چې ډېری یې له نړیوالو مرستندویه ادارو سره د کارکوونکو افغانانو د کورنیو غړي ول. افغانستان ته د عامو سورلیو د تګ راتګ لپاره د پروازونو پیلول د طالبانو د حکومت لپاره یو لوی چیلینج دی. طالبانو له نړیوالو سره ژمنه کړې چې د ضروري سفري اسناد لرونکو افغانانو له هېواده په وتلو به بندیز نه لګوي. په دې هکله تفصیل په دې رپورټ کې وګورئ. ویډیو: اې ایف پي
د ګویتېرېش په وینا ، دا کنفرانس د دې لپاره نه دی چې د افغانستان خلکو ته به څه ورکوو، بلکې موږ د دوی پوروړي یو."
صوبايي حکومت د ۲۰۲۱ز کال د جنورۍ پر ۱۵مه د کورني تشدد ضد د قانون منظورولو پرمهال ویلي ول چې په دې اړه ضلعي کمیټۍ کې به ډپټي کمیشنر، د صوبايي اسمبلۍ یوه ښځینه غړې، د روغتیا او ټولنیز چارو ضلعي افسران، د ښځو د ناروغیو او نفسیاتي ماهران، ضلعي خطیب، مدني فعالان او ځينې نور کسان شامل وي.