په اسلام اباد کې د پاکستان د خبریالانو سازمانونو د رسنیو د پرمختیا او نظم یوې نوې ادارې جوړولو لپاره د حکومتي قانوني مسودې پرضد احتجاج کړی. لسګونه خبریالانو د سېپټېمبر پر ۱۲مه د پارلېمان لوري ته لاریون وکړ او بیا یې پرلت وواهه. د خبریالانو احتجاج د سېپټېمبر پر ۱۳مه هم روان وو چې ماخوستن مهال پای ته ورسېد. دوی وايي، حکومت د میډیا ډېوېلپمېنټ اتارټۍ (رسنیو د پرمختیا ادارې) جوړولو لپاره یوه قانوني مسوده تیاره کړې چې ورسره به په هېواد کې د بیان ازادي د بندیزونو او محدودیتونو ښکار شي. حکومت دا مسوده نه... Читать дальше...
د پکتیا د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې رئیس چې دا وېډیو یې کړې مشال راډیو ته وویل، د نښترو د پرې کولو سربېرهیې، چارتراش/دابونه هم لیدلي چې قاچاق یې روان و.
د خبریالانو وینا وه چې د پاکستان مېډیا پرمختیا ادارې په نوم چې حکومت کوم بل راوړي نو له دې لارې پر خبریالانو بندیزونه لګول غواړي چې هغوی له ریښتیا ویلو څخه راوګرځوي.
د پاکستان د کرکټ بورډ ویاند حماد حمید د سېپټېمبر پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل، د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ سیالي د سېپټېمبر پر ۱۷مه کېږي.
متقي د سېپټېمبر ۱۲مې پر ماښام رسنیو ته د محمد بن عبدالرحمان ال ثاني او د طالبانو د حکومت د مشر محمد حسن اخوند د ملاقات په اړه رسنیو ته په بیان کې ویلي چې د دواړو خواوو چارواکو "په افغانستان کې د وروستیو تحولاتو او د نړیوالو د غبرګون او چلند پر رابطه خبرې" وکړې
د اګست پر ۱۴مه په کراچۍ کې پر یوه ګاډي د لاسي بم برید کې د یوې کورنۍ ۱۳ کسان ووژل شول چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل ول. دا کورنۍ اصلاً د سوات ده چې په کراچۍ کې کاروبار لري. د هغې کورنۍ یو مشر نادر خان وايي، یوه میاشت تېره شوه خو لا هم مجرمان نه دي معلوم شوي. پر ګاډي د برید ذمه واري چا نه وه منلې خو د سیند اعلا وزیر او د کراچۍ د پولیسو چارواکو ژمنه کړې وه چې پلټنې به کوي او ککړ کسان به نیسي. ویډیو وګورئ.