د جنوبي وزیرستان کوټکۍ سیمه کې په ماین چاودنو کې د معذوره شویو کسانو د احتجاجي پرلت مشرانو خپله دهرنه اسلام اباد ته لېږدولو پرېکړه کړې ده.د دهرنې مشران وايي چې انتظاميې يې تراوسه غوښتنې نه دي پورا کړې نو اړ دي چې اسلام اباد پلو ولاړ شي. بلخوا د سیمې مرستیال کمېشنر خالد اقبال وايي، متاثرينو ته يې ويلي چې په مياشت کې دننه به ورسره مالي مرستې وکړل شي. نور حال په دې ويډيو کې.
په پاکستان کې ښځينه لوبغاړي په خپل ګاوندي هېواد افغانستان کې د ښځو سپورټس د مستقبل په اړه اندېښمنې دي او ويرېږي، داسې نه چې اثرات یې د دوی پر ټولنه وشي. د سېپېټمبر پر اتمه نېټه د افغان طالبانو فرهنګي کمېسیون يوه غړي د ښځو پر کریکټ او دا قسمه نورو لوبو د احتمالي بندیزونو یادونې وروسته پر ۱۴م سېپټېمبر د افغانستان د فوټبال ښځینه لوبغاړو ټيم پاکستان ته ورسېد. د پاکستان د فوټبال فېډرېشن مشر اشفاق حسېن پر ۱۵م سېپټېمبر مشال رېډيو ته وويل چې ۲۲ ښځينه لوبغاړې او د دوی د کورنۍ غړي چې ټول شمېر يې ۷۹ جوړېږي... Читать дальше...
برادر د افغانستان له ملي ټېلیویزن سره په مرکه کې چې بېګا شپه خپره شوه ویلي، تېرو څو ورځو کې په سفر بوخت و او رسنیو ته یې هم لاس رسی نه درلود.
افغانستان د دې سازمان څارونکی غړی دی، خو طالبانو ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه نه ده ورکړې.
د کابل تر نيولو وروسته يوشمېر طالبان د تفريح لپاره د دې ښار مرکزي بڼ/پارک ته ورمات شوي دي. دوی په ټالونو کې زانګي، په چريزه ټوپک پوکاڼۍ ولي او بانډارونه کوي خو په پارک کې د پخوا په شان ګڼه ګوڼه نه شته. د کابل ځينې ښاريان وايي، په هېواد کې راغلي ناڅاپي بدلون ناارامه کړي او په تېزۍ سره بدلېدونکي وضعيت پر خپل راتلونکې بې باوره کړي دي. په دې اړه عبدالحي کاکړ د رويټرز اژانس ويډيويي رپورټ پښتو کړی دی.