اپوزېشن وايي چې په صوبه کې د ناامنۍ په ګډون بې روزګاري ده او د اعلا وزیر جام کمال حکومت په ښه حکومتدارۍ کې پاتې راغلی دی. خو حکومت د اپوزېشن ادعاوې نه مني.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په افغانستان کې د طالبانو بریا په اړه روانه اوونۍ کانګرس ته د وینا پر مهال ویلي ول چې امریکا به په راروانو اوونیو کې له پاکستان سره خپلو اړیکو ته کتنه کوي.
ای اېم اېف ویلي چې په افغانستان کې د اقتصادي وضعیت په اړه ژوره اندېښنه لري او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې په دې هېواد کې د "روان بشري کړکېچ" د مخنیوي لپاره دې بیړني ګامونه پورته کړي.
په سوات کې د ښځو لپاره ځانګړې تاڼې کار پیل کړی چې پکې یوازې ښځې پولیسانې دي. چارواکي وايي، په تاڼه کې به د ښځو مسلې هواروي. په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.