د عوامي نیشنل ګوند مشرانو، غړو او پلویانو د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو ښارونو کې مظاهرې کړې دي. د سېپټېمبر پر ۱۹مه د ګرانۍ پرضد احتجاجونو ته ولسي وګړي هم ورغلي ول. د ګوند مشرانو مظاهرو ته په وینا کې پر حکومت تور پورې کړ چې د اقتصاد په ښه کولو کې پاتې راغلی. دا مظاهرې پر داسې مهال شوې دي چې حکومت د سېپټېمبر پر ۱۵مه د تېلو بیې لوړې کړې. د عوامي نیشنل ګوند علاوه جمعیت علمای اسلام (ف) هم د خیبر پښتونخوا په یوشمېر ښارونو کې مظاهرې وکړې. د تحریک انصاف په مشرۍ وفاقي اېتلافي حکومت وايي، د ګرانۍ لامل د کورونا... Читать дальше...
لاریون کوونکو ښځو شعارونه ورکول چې "ازادي، زدهکړه او کار" زموږ حق دی. لاریونوالې دا غوښتنه هم کوله چې "ښځې دې له ټولنیزو فعالیتونو نه منع کېږي."
د اسلام اباد د ابپارې تاڼې یوه چارواکي چې د موضوع د حساسیت له وجې یې له نوم ښوولو ډډه وکړه، د سېپټېمبر پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل چې د مولانا عبدالعزیز پرضد یې د شنبې یا خالي پر ورځ مقدمه دایره کړې چې پکې د "بغاوت او ترهګرۍ تورونه" هم شامل دي.
د ولسمشر ولاديمير پوتین پلوه ګوند به په پارليمان کې غوڅ اکثريت ترلاسه نه کړای شي، هغه ځکه چې له انتخاباتو وړاندې نظر پوښتنو سره سم د هغه ګوند شهرت شاوخوا ۳۰ فيصده راټېټ شوی دی.
د حکومتي شمېرو له مخې په دې هېواد کې ۷۴ میليونه کسانو واکسين لګولي چې پکې ۵۴ میليونه کسانو يوه او ۲۴ میليونه کسانو دواړه ستنې وهلې دي.
د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه مو ځوان سندرغاړی زبير نواز دی. نوموړی د پېښور دی خو له تېرو څو کلونو راهيسې په امريکا کې اوسي. نواز د سېپټمبر پر ۱۴مه خپله نوې سندره 'دا کلی مه ورانوئ' خپره کړه. نوموړی وايي، هڅه کوي د خپلو سندرو له لارې د امن پيغام خپور کړي. د نواز دا خبرې او د نوې سندرې په ګډون ځينې پخوانۍ هغه يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
خوست په افغانستان کې د علم، ادب او فرهنګ له اړخه یوه بډایه سیمه ګڼل کېږي خو اوس په کې د پخوا په شان ادبي بنډارونه، مشاعرې، غزلییز ماښامونه او نور پروګرامونه نه تر سترګو کیږي.
پر تورخم پوله د هغو افغانانو ګڼه ګوڼه زیاته شوې ده چې غواړي له افغانستانه پاکستان ته واوړي. زیاتره خلک وایي د طالبانو په واک کې له راتلو وروسته له یو غېر یقیني حالت سره مخامخ دي نو ځکه غواړي چې پاکستان ته ولاړ شي. په دغو کې ځینې داسې کسان هم شته چې د نورو هېوادونو قانوني اسناد لري او غواړي د اسلام اباد له لارې نورو هېوادونو ته سفر وکړي. بلخوا پر تورخم ګڼ شمېر داسې افغانان هم شته چې له پاکستانه افغانستان ته تلل غواړي. فرخنده اسد د رويټرز خبري اژانس ويډيويي راپور پښتو کړی دی.