په کابل کې د سېپټېمبر پر ۲۵مه د جوډو یا یو ډول پهلوانۍ سیالۍ شوې دي. دا د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راهیسې لومړۍ سیالۍ وې چې افغانانو جوړې کړې وې. په اړه یې د اژانس فرانس پرېس ویډیويي رپورټ وګورئ.
عمران خان د سېپټمېبر پر ۲۵مه نېټه د ملګرو ملتونو ۷۶مې عمومي غونډې ته د وينا پر وخت د افغانستان پر اوسني او پخواني وضعيت، د پخواني شوروري اتحاد او ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان او امريکا په ګډون د نړيوالو پر رول رڼا واچوله.
د طالبانو لخوا د خوست لپاره ټاکل شوی والي مولوي محمد نبي عمري وايي، د خلکو لپاره کارموندنه دوی ته لومړیتوب لري او په دې برخه کې يې هڅې روانې دي.
د امریکا د خزانې وزارت د سېپټمبر پر ۲۴ مه په یوه بیان کې وویل چې امریکايي حکومت، مرستندویه ډلو او نړیوالو تنظیمونو ته یې له افغانستان سره د بشري مرستو اجازه ورکړې ده.
د افغانستان لپاره د وزیراعظم عمران خان ځانګړي استازي صادق خان پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې پر میوو د سېلز ټيکس ختمول د پاکستان له خوا د افغانستان لپاره د مثبتې بهرنۍ تګلارې ښکارندوي کوي.
په دې داسې حال کې چې نړیوالو د جنیوا په غونډه کې له افغانستان سره د څه باندې یو ارب ډالرو بشري مرستو ژمنه وکړه، د ملګرو ملتونو د شمېرو ترمخه په دغه هېواد کې دا مهال شاوخوا ۳۵ لکهه خلک د بې کورۍ ژوند کوي. نور په دې ویډیويي راپور کې. ویډیو: رویټرز