وزيراعظم عمران خان په خپله وينا کې د افغانستان پر صورتحال، د هند تر انتظام لاندې کشمېر، اسلاموفوبيا، اقليمي بدلون، د بدعنوانۍ اثرات او د کورونا وايرس جهاني وبا په اړه تفصيلي خبرې وکړې.
د سېپټېمبر پر ۲۴مه په سپېنه ماڼۍ کې جو بايډن د اسټراليا، هند او جاپان مشرانو کوربتوب وکړ چې هدف يې د نوي راپورته کېدونکي اتحاد چې کواډ نومیږي، پياوړي کول وو.
په ۱۹۷۰م کال کې د بلوچستان صوبې له جوړېدو راهسې یوازې جام محمد یوسف پکې د پوځي امر پرویز مشرف په واکمنۍ کې له ۲۰۰۲م څخه تر ۲۰۰۷م پورې وزیراعلا پاته شوی وو.
په افغانستان کې د طالبانو له خوا د واک ترلاسه کولو وروسته په دې هېواد کې شويو ترهګرو حملو خلک د امنيت په اړه بیا اندېښمن کړي دي. کله چې طالبانو واک ونياو نو تمه کېدله چې په افغانستان کې به جګړه پای ته ورسېږي او سوله به راشي خو تازه پېښو ځینې خلک ناهيله کړي دي. د زیاتره حملو ذمه واري داعش وسله والې ډلې منلې دي.