حکومت په پېښور کې د اسان انصاف مرکز په نوم پولیس تاڼې پرانېستلې دي چې مرام یې د خلکو ستونزې هوارول او هغوی ته انصاف ورکول دي. تر دې وړاندی هم د پولیسو په نظام کې د اصلاحاتو اعلانونه شوي، خو د حقونو فعالان وايي چې اکثر اعلانونه عملي شوي نه دي. په خېبر پښتونخوا کې د پولیسو نظام کومې کمزورۍ لري او حکومت یې د لیرې کولو لپاره څه هڅې کوي، د کرښې پر غاړه خپرونه کې یې بحثوو. کوربه شاهین بونیری دی.
پاکستان انسټيټیوټ اف ډېولېپمنټ اکنامکس (پایډ) دغه شمېرې د یادې کمېټۍ غونډې ته د سېپټېمبر پر ۲۷مه وړاندې کړې دي.
په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته دې هېواد ته، تر ډېره نړیوال هوايي پروازونه بند شوي دي.
نوموړي پر دغه وخت دا هم وویل په تېرو دوو میاشتو کې یې په ټول هېواد کې د داسې ۴۱ کسانو خلاف ابتدایي تحقیقاتي رپوټونه (اېف ای آر) درج کړي دي چې په غېر قانوني توګه یې د کووېډ-۱۹ واکسینو سرټیفیکېټونه جوړول او له هغو کسانو هم معلومات کوي چې د ځانونو لپاره یې د واکسین جعلي سرټیفیکېټونه جوړ کړي دي.
د افغانستان په هرات ښار کې طالبانو د څلورو هغو کسانو مړي چې په تښتونې تورن شوي ول، د دې ښار په څلور لارو کې را ځوړند کړل. طالب چارواکي وايي، دغه کسانو یو سړی او د هغه زوی اختطاف کړی وو چې له امنیتي ځواکونو سره د نښتې پر مهال ووژل شول. نور حال په دې ویډیويي راپور کې. ددغې ویډیو ځینې برخی کیدای شي ځینو کسانو ته ځوروونکې وي.
د هسپانیې په کاناریا ټاپوګانو کې اورشیندونکی غر لاوا وروي چې له وجې یې د سیمې فضا له لوګیو او ګردونو ډکه ده. چارواکو له لا پالما ټاپووزمه څخه د خلکو ایستلو بهیر ته دوام ورکړی او د سیمې هوايي ډګر د سېپټېمبر له ۲۴مې راهیسې تړلی دی. نور د اژانس فرانس پرېس په ویډیويي رپورټ کې.