د پاکستان د خزانې وزیر شوکت ترين وايي چې حکومت يې له افغانستان سره دوه اړخيزه تجارت په پاکستانۍ روپو کې د کولو پریکړه کړې ده. نوموړي د سېپټېمبر پر نهمه د اقتصاد په اړه د سېنېټ قايمه کمېټۍ ته وويل چې د طالبانو لخوا د کابل له نيولو وروسته نړيوال بانک، نړيوال مالیاتي صندوق او امریکا د افغانستان د شتمنۍ ذخیرې کنګل کړي نو ځکه اوس له هغه هېواد سره په امریکايي ډالرو کې تجارت ممکن نه دی. خو د پاکستان او افغانستان د تجارتي خونې مشر خان جان الکوزي د سېپټېمبر پر ۱۰مه له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې... Читать дальше...
د پاکستان نوموتی خبريال رحيم الله يوسفزی نن (د سېپټېمبر پر ۱۰مه) په خپل پلرني ټاټوبي کاټلنګ، مردان کې خاورو ته وسپارل شو. نوموړی په پېښور کې د انګريزې ژبې ورځپاڼې “دي نيوز” مدير وو او له څو لسیزو راهیسې یې د افغانستان په اړه خبریالي کړې وه. نور په دې ويډيويي راپور کې.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ حکومت سره تماسونو ته دوام ورکړي او دغه جګړه ځپلی هېواد له اقتصادي سقوط څخه وژغوري. ګوتېرېش دا څرګندونې له فرانس پرېس خبري اژانس سره په يوه مرکه کې کړې چې نن (د سېټېمبر پر ۱۰مه) خپره شوې ده. نوموړي پر دې مهال وويل: "که موږ غواړو چې افغانستان د ترهګرۍ په ځاله بدل نه شي، ښځې او نجونې هغه حقوق، چې په تېرو کلونو کې یې ترلاسه کړي، له لاسه ورنهکړي، او که غواړو چې مختلفې قومي ډلې احساس وکړي چې... Читать дальше...
د سېپټېمبر پر نهمه د کابل له حامد کرزي نړيوال هوايي ډګره د قطر په يوه چارټرډ شوې الوتکه کې شاوخوا ۲۰۰ مساپر دوحې ته رسېدلي دي. له افغانستانه د اګست پر ۳۰مه د امريکايي پوځيانو تر وتلو وروسته دا له کابله د مساپرو د لېږد لومړی پرواز و. سپينې ماڼۍ دغه پرواز د طالبانو له لورې لومړی مثبت ګام بللی دی. په دې اړه نور حال د رويټرز خبري اژانس په ويويډيويي راپور کې وګورئ چې ګل اياز پښتو کړې ده.
د سیند د ګوټکي ښار انتظامي مشر عثمان عبدالله تېر ماښام مشال راډیو ته وویل، ګرفتاره کسانو د سفر قانوني اسناد نه لرل او ځینو یې یوازې تذکرې لرلې.
د افغانستان لپاره د قطر ځانګړی استازی وايي، سر له ننه (سېپټېمبر ۱۰مې) به د کابل نړیوال هوايي ډګر په تدریجي ډول پرانیستل شي. مطلق بن ماجد القحطاني پرون (سېپټېمبر نهمه) وویل، د کابل نړیوال هوايي ډګر ۹۰ سلنه فعاله شوی، خو په پام کې ده چې په تدریجي ډول پرانیستل شي. القحطاني له هغه وروسته خبرې کړې چې له افغانستانه د نړیوالو پوځیانو تر وتلو وروسته، پرون د طالبانو په همکارۍ د کابل له هوايي ډګره په یوه چارټرډ شوې اولوتکه کې تر ۱۰۰ زیات کسان بهر ولاړل. دا له افغانستانه د امریکا په مشرۍ د خلکو د ایستلو... Читать дальше...
ډېبرا لاینز د سېپټېمبر پر نهمه د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډې ته په وینا کې وویل چې طالبانو ته باید پر داسې مهال یو چانس ورکړل شي چې هغه بنسټپاله ډله له جګړو څخه د حکومت کولو پر لوري د ګامونو اخیستو هڅې کوي.
په افغانستان کې زده کوونکي پوهنتونونو ته ستنېږي خو وايي چې پر هېواد د طالبانو تر کنټرول وروسته هلته په تعلیمي نظام کې بدلونونه شوي دي چې دوی ورباندې خوشاله نه دي. زده کوونکي وايي چې په ټولګیو کې پردې لګېدلې دي چې نجونه له هلکانو بېلې کړي. دوی وایي، له طالبانو څخه تمه لري چې د ۱۹۹۰ز کلونو د واکمنۍ په څېر سختي و نه کړي او نجونه له تعلیمي بهیر او مسلکي ډګره و نه باسي. طالبانو د اګست پر ۱۵مه کابل ونیوه او د سېپټېمبر پر اوومه یې خپله سرپرسته کابینه او حکومت اعلان کړ. تفصیل د رویټرز اژانس په ویډیويي رپورټ کې.
بلاول بوټو زرداري د سېپټېمبر پر اتمه په ملتان کې خبریالانو ته وویل چې د افغانستان حالات په پاکستان ژور اثر لري او پکار ده چې حکومت د دغه هېواد په هکله پالیسي جوړولو لپاره پارلېمان په اعتماد کې واخلي.