د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، طالبان اوسمهال سرپرسته کابینه لري او دی هیله من دی چې د ټول-شموله کولو لپاره به یې اقدامات وکړي. نوموړي له مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه کې د نړیوالې ټولنې له لوري د افغانستان د نوي حکومت په رسمیت پېژندل هم مهم بللي او وايي چې ټول افغانان باید په دې لړ کې هڅې وکړي او د نړیوالو مرستې ترلاسه کړي. کرزي په پنجشېر کې پر جګړې خواشیني ښوولې او وايي، هیله لري چې په راتلونکې کې نوره جګړه و نه شي. اجمل اند له پخواني ولسمشر حامد کرزي پوښتلي چې اوس په کابل کې په کومو... Читать дальше...
د سېپټېمبر پر ۱۳مه چې کله د پاکستان ولسمشر عارف علوي د پارلمان ګډې غونډې ته وینا کوله نو پر دغه وخت د پارلیمان دننه د اپوزیشن ګوندونو او بهر د خبریالانو مظاهرې روانې وې.
د مشال مرکه کې مو په خیبر پښتونخوا کې د اقليتونو حقونو لپاره کارکونکي هارون سربديال مېلمه دی. نوموړي په خيبر پښتونخوا کې د مذهبي سېلګرۍ لپاره يوه څيړنه هم کړې ده او وزيراعظم عمران خان ته يې وړاندې کړې وه. هارون سربديال وايي، په خيبر پښتونخوا کې شاوخوا ۶۶۰۰۰ هندوان ژوند کوي خو په سرشمېرنه تحفظات لري. خپرونه د غږ پر ځای کې اورېدای شئ.
په کندهار ښار کې په زرګونه کسانو د طالبانو هغه پريکړې چې په دريو ورځو کې دې پوځي کالونۍ خالي کړي پر ضد لاریون وکړ. د یو پخواني حکومتي چارواکي په وينا چې د لاريون کوونکو درې زره کورنۍ په دغه پوځي کالونۍ کې اوسېږي د احتجاج په توګه د کندهار د والي کور مخې ته راټول شول.نور حال په دې ویډیويي راپور کې.
په تاندې هیلې خپرونه کې په سیاسي او ټولنیزو چارو کې د ښځو د مزاحمت او د دوی د کوښښونو په اړه خبرې او د دې ټرڅنګ څېړونکي په افغانستان کې د طالبانو له راتګ وروسته د ښځو مظاهرو او د دوی مزاحمت ته څنګه ګوري. دا په داسې حال کې ده چې په تېره اوونۍ کې د کابل په ګډون د افغانستان په یو شمېر سیمو کې ښځو د طالبانو د واکمنۍ او د دوی حقونو د سرغړونو خلاف مظاهرې ترسره کړې. په افغانستان کې د طالبانو د نګران حکومت جوړېدو وروسته هلته د ښځو د کار روزګار، تعلیم او د دوی حقونو د خوندي پاتې کېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.
د افغانستان د فوټبال د ښځینه ټیم غړې د سېپټېمبر پر ۱۴مه د تورخم له لارې پاکستان ته اوښتي دي.
اپوزېشن پر صوبایي حکومت تور لګولی چې یو داسې غیر منصفانه بجټ یې وړاندې کړی دی، چې د مخالفو سیاسي ګوندونو د اسمبلۍ غړیو حلقې یې د ترقیاتي کارونو له پانګې/فنډه بې برخې کړي دي.
په پاکستان کې دا مهال حکومت او د خبريالانو سازمانونو سره يو بل ته مخامخ دي. حکومت د رسنيو د منظومولو لپاره د پاکستان ميډيا ډيويلپمېنټ اتارټۍ په نوم د يوې ادارې جوړولو لپاره قانوني مسوده وړاندې کړې ده. د دې هېواد د خبريالانو سازمانونو او ميډيا مالکانو د دې مخالفت کړی دی. د مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې د دې اتارټي پر خدوخال او د دې په راتلونکې د پاکستان ميډیا لپاره یې پر ممکنه پايلو غږېږو.
په اسلام اباد کې د پخوانۍ فاټا انضمام پرضد او د قبايلي سيمو ستونزو د هواري په اړه جرګه وشوه. د جرګې ګډونوالو د قبايلي ضلعو د انضمام مخالفت وکړو او ويې وويل چې ستونزې یې لا هم نورې زياتې شوې دي. نور حال د ګوهر مسود په دې ویډیو راپور کې.
د سېنېټ د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر باب منندیز چې د ډموکرات ګوند غړی دی وویل، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل یوه لویه تېروتنه وه.
افغانستان کې د طالبانو له بیا راتلو پس په فراه ولایت کې بې ځايه شوو اړمنو کورنیو ته د مرستو لړۍ درېدلې ده چې له کبله یې دوی له لوږې سره مخ شوي دي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.