د مشال مرکه کې مو پخواني سفارتکار رستم شاه مومند مېلمه دی. نوموړي له ۲۰۰۱ تر ۲۰۰۵ز کال پورې په کابل کې د پاکستان سفير پاتې شوي وو. رستم شاه مومند په قبايلي ضلعو کې پولېټیکل اېجنټ، د خيبر پښتونخوا چيف سکتر او په نورو لوړو څوکيو کار کړي دي. رستم شاه مومند د مشال په مرکه کې د افغانستان په روانو حالاتو او د دې پر پاکستان او په ځانګړې توګه قبايلي علاقو خبري وکړي. ده وويل چې بايد طالبان د اوسني عصر غوښتنو ته په پام پرمختګ وکړي. د خپرونې کوربه ګل اياز دی.
دا اوونۍ په تاندې هیلې خپرونه کې د "واک" په نوم د پښتنو ښځو د سیاسي او ټولنیز پرمختګ او د ادبي او کلتوري هلو ځلو یو غورځنګ په اړه معلومات درکوو چې په پاکستان او افغانستان کې ګڼې غړې لري. دوی په تېرو وختونو کې په پېښور او کوټه کې غونډې کړي دي چې موخه یې د ښځو ځواکمنول دي. په تاندې هیلې خپرونه کې اورئ چې د واک تحریک غړې د افغانستان حالاتو او پر ښځو د طالبانو د واکمنۍ د اثراتو په اړه څه دریځ لري. خپرونه د غږ په ځای کې واورئ.
په افغانستان کې طالبانو د سېپټېمبر پر اوومه خپل سرپرست حکومت او کابینه اعلان کړه چې مشري یې ملا محمد حسن اخوند کوي. سراح الدین حقاني چې د شبکه یې د امریکا د نړیوالو ترهګرو ډلو د بندیزونو په لېسټ کې ده، د کورنیو چارو وزیر ټاکل شوی. د طالبانو د کابینې په اړه د رویټرز اژانس ویډیويي رپورټ.
کډوالو د سېپټېمبر پر اتمه مشال راډیو ته وویل، پکتیکا سوړ ژمی لري او هلته مېشت وزیرستاني کډوال د ژمي لپاره خوراک او مناسبې سرپناوې نه لري.
پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا هیله لري چې ښايي په راتلونکې کې ټولشموله کابینه جوړه شي.
په افغانستان کې طالبانو د سېپټمبر پر اوومه نېټه د ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ خپله سرپرسته کابينه اعلان کړه. طالبان چې کله د اګست پر ۱۵مه نېټه طالبان کابل ته ننوتل نو تر دې وروسته د پاکستان په ګډون د افغانستان ګاونډیو هېوادونو هلته د ټولشموله حکومت غوښتنه وکړه. د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د بېلا بېلو هېوادونو سفرونه وکړل او د ځینو هېوادونو له مشرانو سره یې په ټېلېفون خبرې وکړي. په دې خبرو کې به نوموړي زيات ټینګار په افغانستان کې د ټولشموله حکومت پر جوړېدو کاوه. خو اوس چې طالبانو خپله... Читать дальше...
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د سېپېټمبر پر اوومه وویل:" په اعلان شوي فهرست کې یې نومونه وکتل چې پکې یوازې د طالبانو غړي او یا د هغوی نېږدې ملګري دي او پکې هېڅ ښځه شمولیت نه لري."
څرګنده نه ده چې د نړۍ هېوادونه به د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني او که نه؟ خو ګڼو هېوادونو ویلي چې طالبانو ته فرصت ورکوي چې څه ډول حکومت جوړوي.
د افغانستان په کندهار کې د وسلو کاروبار وده کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو تر کنټرول وروسته د زیاترو خلکو کار او روزګار متاثره شوی خو د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د وسلو سوداګر وايي، کاروبار یې زیات شوی دی. په پنجوايي بازار کې د وسلو په دوکانونو کې دا مهال د بهرنیو هېوادونو ډول، ډول وسلې د خرڅ لپاره پرتې دي. طالبانو د کندهار پنجوايي ولسوالي سږکال په جولای میاشت کې ونیوله.