د سېپټېمبر پر څلورمه کابل ته د رسیدو سره سم په سرینا هوټل کې د بريتانوي ټېلي ويژن چېنل فور خبرېالې لېنډسي هیلسم سره په یو ناڅاپي ملاقات کې جنرل فیض حميد وويل چې کابل ته د خپل هيواد سفیر منصور احمد خان سره خبرو اترو لپاره راغلې.
ټاکل شوې ده چې د کرکټ شل اوریز نړیوال کپ د اکتوبر له ۱۷مې د نومبر تر ۱۴مې په متحده عرب اماراتو او عمان کې ترسره شي.
احتجاجي پرلت تر هغه وروسته پیل شو چې د اګست پر ۲۶مه د زیارت ماڼګې ډیم ته نېږدې د سړک غاړې بم په چاودنه کې د لېویز ځواک درې سرتېري محمد زمان کاکړ، مدثر حسین او زین الله کاکړ ووژل شول.
د مقاومت د ملي جبهې یوه ویاند علي میثم نظري د طالبانو ادعا رد کړې او بي بي سي ته یې ویلي چې طالبانو پنجشېر په بشپړ ډول نه دی نیولی.
په چاډ هېواد کې یو هنرمند د مرمیو له خولونو او نورو کارول شويو جنګي الاتو څخه ګلان، غرونه او دغسې نور شیان جوړوي. هغه وايي، له دې لارې د سولې پیغام ورکول غواړي. په دې اړه د رویټرز خبري اژانس ويډيويي راپور انیسه اجمل پښتو کړی دی.